غوټۍ خاورې


د ۱۹۹۱ م د مې په میاشت کې کابل ته زما لومړی سفر تاریخي و. په پوهنتون کې مې ډېرو استادانو او نامتو لیکوالانو سره ولیدل. چا د غوټۍ زکر هم وکړو چې یو ماځیګر بیا کابل هوټل (اوس سرینا) ته راپسې راغله.
له هغې مې د ځینو نورو ورکو خلکو پته واخیسته خلک میلمه پال و خو د جنګ له کبله لارې بندې او کابل کې د خواړو توکي نه موندل کیده. په پارکونو، هوټلونو او نورو عمومي ځایونو کې خلکو د مرکې نه ډډه کوله. راته به يې ویل چې پیریان (جاسوسان) هر ځای شته.
غوټۍ خپل کور ته بوتلم چې په تپه سلام کې و. له وړاندې مې ورته ویلي وو چې د جوارو ډوډۍ او ساګ ( سابه) نه علاوه به څه نه خورم.
په کور کې مې د دې پلار او نورو غړو سره خبرې وشوې. د دې د ژوند او ادبي هڅو په اړه یوه اوږده مرکه وکړه. دسترخوان ډک و او ما ورته ګیله وکړه نو ساګ او جواري يې راته په ګوته کړل. بیا مو د شوملو د ګوټ سره د هغې پخواني تور او سپین عکسونه لیدل. په کابل ټیلویژن يې لکه چې خبرونه ویل. ما ترې پوښتنه وکړه چې اوس ولې نه وای، موسکۍ شوه او ویل يې “وختونه بدل دي.”
وروسته راسره د کابل څو تاریخي ځایونو لیدو ته راغله. د عیدګاه مخ ته مو عکسونه واخیستل. د شاه دو شمشیره تاریخ يې راته بیان کړو. په لاره هغه ړنګ او ویجاړ ودانۍ چې په راکټو لګیدلي او ما ته يې اصل نه و معلوم، پخوانی حالت يې راته ښودلو. د هغې تصور زما له خیالونو زیات زوره ور و.
په وروستي ځل د نیک محمد غازي زوی په کور کې مو ولیدل. هغه سره يې د عجب خان اپریدي په اړه د مستند فلم جوړولو خبره کوله. لندن ته راغلم او د هغې ټوله مرکه مې خپره کړه. څو میاشتې وروسته د پښتو څانګې د هغه وخت مدیر نبي مصداق کابل ته لاړو نو ورسره يې ولیدل. یاد مې نه دي چې د مرکو کولو لپاره یو ټیپ يې ورله ورکړو او که نا.
په ۲۰۰۲ م کې چې په کابل کې د بي بي سي نوی دفتر پرانست لپاره تللې وم. پخواني ملګري مې لټول. د غوټۍ پوښتنه مې هم وکړه او بیا په ټیلیفون ورسره اوږدې خبرې وشوې. لیدل مو په نصیب کې نه وو. د فیسبوک په پاڼه يې د خپل خوږ وطن د خبرونو نه زیات د زړه درد يې ښکاره کوو. د انځور سره یوه نایابه لنډۍ به يې بدرګه کړه. زمونږ دواړو ترمنځ یوه نااشنا اړیکه موجود وه، که څه هم ملګرې نه وو. د غوټۍ خاورې نرم او خوږ غږ د هیرېدو نه دی.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه. ۵ اپریل ۲۰۱۹م

1 Comment

Add a Comment
  1. دردونکي خبر و، غوټۍ زموږ د پښتوڅانګې ډیره ښه زده کونکې ، ښه نطاقه وه ، په مړینه یې د زړه له کومي خواشینی شوم . خدای د جنتونه ورکړي ، له تاسو هم مننه چې یاد مویي وکړ. درناوی رشید نهرو پوهنتون هند

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *