له آمو تر اټک د ګندهارا کنډوالو د یو نیم زر کالو کلچر او دین پخپله لمنه کې رانغښتي دي.
د بودا سټوپې، خانقاه او د راهبانو حجرې ښایی چې یو وخت ګندهارا کې د دې دین څومره زور و.
د هند په بودایی کیسو کې واي چې ۶ ق م پېړۍ کې د “کپل وستو” شهزاده سدهارته (بودا) په “ګیا” کې د يوې ونې لاندې عرفان تر لاسه کړو نو د ليرې وطن اوسيدونکو دوو وروڼو په يوه کاسه کې ورله سپینې وريژې او شات راوړل چې روژه ماته کړي. دا دواړه “تپوسا او بهاليکا” نوميدل.
يو روايت دې چې “بهاليکا” د بودا څو ويښته د تبرک په توګه ځان سره یوړل. خپل وطن کې یو خانقاه کې اېښی وو چې خلک يې لیدو ته ورتلل او د منښتو (نذر) لپاره به يې سپیڅلي ګڼل. وروسته دغه د “بهليکا” ښار بلخ شو.
گوتما بودا د اتياو کالو په عمرکی مړشو نو اشوکا باچا بودایی دین منلی و او د راهبانو یوه غونډه (کانګرس) راوبلله. د هندي دود سره سم د بودا مړې يې وسيځلو. اشوکا د هغه ايرې په اتو برخو له وېشلو وروسته، هره برخه د خپل سلطنت لویو سيمو ته ورواستوله چې په هغې یوه سټوپا او ورسره خانقاه جوړ شي. د اشوکا د وخت يوه سټوپا د هند د سانچي په سيمه کی پاتې وه چې په ۱۹ پېړۍ کې انګریزانو راوسپړدله.
په ۳۴۹ ق م کی د بودایی دین په دويم کانګرس کې د دې منونکي په دوو برخو وويشل شو چې د “وړوکي څرخ” او “لوې څرخ” په نوم ياديږي. د دوی ترمنځ د عباداتو او رسمونو اختلاف و. چا به بودا پخپله خدای ګڼلو او د هغه مجسمه جوړول روا او نورو دا ناروا بلل. د دې دواړو فرقو راهبان گندهارا او ورپسې د افغانستان مرکزي سيمو ته لاړل. په افغانستان کې د قبیلوي ژوند له کبله بودیزم په پينځو نورو فرقو وويشل شو.
په ۱۹۷ ق م کی باختري يونان د هند د موريه سلطنت نه د افغانستان شمالي سيمې ونيولې. هغه وخت “ميناندرباچا” د “تريواده” فرقې سرپرستي وکړه او ښاي د اودیانه (سوات) او هزاره ځينې بوداي زیارتونه دده په امر جوړ شول. د نگرويهارا (د معبد ښار) بنسټ هم هغه وخت کيښودل شو. د بودا يو هډوکې يې په یوې سټوپا کې کيښودو او خلک پرې راټول شو. د دغو بودایانو يوه ډله کاپيسا ته لاړه، د غزني او وردگو په سيمه کې “مهاسنگيکا” فرقې ريښې وځغلولې.
په لومړي ميلادي پيړۍ کې کشان واکمن کنشکا د بوداي دين د”هنايانا” فرقې منونکې و او د دې څلورم کانګرس (غونډه) يې راوبللو. په دی غونډه کې د بلخ يو راهب “گهوشاک” هم گډون کړی واو کله چې بيرته راغلو نو د “بهاليکا” بوداي فرقې بنسټ يې کيښودو. د بلخ په يو ويهاره (معبد) کی له وړاندی د بودا د ویښتو تبرک ايښې و. داسې ښکاري چې گهوشاک له هغو راهبانو نه بیل ځان له یوه سټوپا جوړه کړه. په دې کې د بودا د غاښ تبرک کيښودو چې خلکو به ورته “نوي ويهارا” يا نوی معبد ویل. وروسته دا “نوبهار” او د بوداي دين په پوهنځي واوخته. د “ویجایانا” بودایی مبلغینو د آمو نه وراخوا ازبکستان او ترکمانستان ته هم دا دین خپور کړو. دوی د بودا تعلیمات د تاړ په پاڼو او څرمنې په برهمي او خروشتي ژبو لیکل. د هند د بودایی دین او کلچر دغه اړخ په مرکزي ایشیا کې لیکلې ژبې ته وده ورکړه. په کاشغر، بخارا او سمرکند کې خروشتي خپل سبک کې ولیکل شو چې بیلګې يې د هغه ځای په میوزیمونو کې پراته دي.
د کنشکا په دور کې د پیښور نامتو سټوپا ته د چین شاهي کورنې سوغاتونه د نذر لپاره وراستول.
په ګندهارا کې د خلکو د ړندو عقیدو له کبله بودایی دین هر ځای کامیابه و او د نذر او د منښت دود په دغو سټوپو د پېسو باران ورېدو. سره له دې چې د بودا ایرې ویشل شوې وې، د ګندهارا په هرخانقاه کې يو تبرک ايښې و او ځينو يې هيڅ منطق نه لرلو. په يوه ډبره کی د بودا د پښې نښه لمانځل کیده. د اودیانه يو ځاې په دې سپيڅلې و چې بودا پکې خپلې لمدې جامې وچې کړې وې. په نوبهار کې د بودا د سرو زرو خانک، جارو، ويښته او نوکونه پراته و. په ننگرهار کې يې هډوکی او په درونټه کې يې غاښ و. د دغو تبرکاتو په اړه رنګا رنګ کیسې ویل کیدی او خلکو به پرې عقیده لرله. کوم ځاې چې به زيات سپيڅلې و، هم هغه هومره د پيسو د راټولولو وسيله وه. د ګندهارا د اقتصادو یوه سرچینه هم دغه عبادت ځایونه وو چې د پينځمې ميلادي پيړۍ په پېل کې يفتليانو د حملو سبب شول. دوی بوداي معبدونه چور کړل او ډېرو ته يې اور واچاو. د يفتليانو يوې ډلې چې د “ترک شاهي” په نوم يې حکومت کوو، د افغانستان زياته برخه نيولې وه او ځيني يې د بوداي دين منونکي شول. د “هنايانه” فرقې هغه منونکي چې باميانو ته تللي و، په ۵۰۷ م کې د بودا لويو مجسمو په جوړولو لاس پورې کړو. په شپږمې ميلادي پيړۍ کې يواځې د سوات د سيند پر غاړه ۱۴۰۰ عبادت خانې او پکې اتلس زره راهبان ناست و.
د لويديځ ترکستان نورو يرغلگرو، په ۵۶۰ م کی د وريښمو لويديځې لاری ونيولې چې ځينو قامونو يې بوداي دين ومنلو. په ۵۹۰ م کی د کاپيسا بوداي خانقاه هغه وخت جوړ شو. په ۶۲۲ م کی د کابل شاهانو د ټبر یو واکمن “تونگشي بوتاغان” د هند بوداي راهب “پربهاکرميترا” په تبليغ د دې دين منونکې شو.
ګندهارا ته به د چین راهبان ډېر ورتلل او په ۶۳۰ م کلونو شاو نامتو چيناي راهب خوان زانگ (هیون څانګ) د بلخ نوبهار هم وليدو. هلته ښکلې مجسمې د زردشتي دين د مجسمو په شان ورته ښکاره شوې. نو بهارته له “خوتن” ډير زده کوونکي ورتلل. خو دی لیکي چې هلته راهبان دومره سست و چې معبد يې نه پاکاو. ده په هډې کې د پيسو گټلو حال وليدو نو زړه يې بد شو. که څه هم هغه وخت ننگرهار د بوداي دين د خپرولو لپاره ډير پرمخ تللې اود گڼې گوڼې ځاې و خو پکې د زدکړو يو مرکزهم نه و.
ځینې خلک په دې اند دی چې په افغانستان کې د اسلام له خپریدو سره بوداي دين شو او معبدونه مسلمانانو وران کړل. خو دا حقيقت نه دی ځکه بوديزم په شپږمې ميلادي پيړۍ کې مخ په زوال و چې خوان زانگ پخپلو سترگو وليدل. د سوات عبادت ځایونو په اړه لیکي چې د يفتليانو د لاسه ټول په کنډوالو اوختي و. بيا هم لږ شمير د “ماهيانه” فرقې منونکي راهبان پکې پاتې وو. دې ليکي ” راهبان مذهبي ليکنې ولوستلې شي خو د دی په اصل او ژوره مانا نه پوهيږي. دوی پاک ژوند تيروي خو په عمل کی د جادو او د ټوټکو نه کار اخلي.”
تر څو چې عربان ګندهارا ته ورتلل، هلته بودایی عبادت خانې تشې وې. کله چې يو دين د څو راهبانو او ملایانو لاس کې د تجارت وسيله شي نو هم هغسې ورسره کيږي، څه چې په ګندهارا کې بوداي دين سره وشول.
صفیه حلیم
سرچینې
۱. د مرکزي ایشیا د تمدن تاریخ- یونیسکو چاپ ۰۳) دین او دیني غورځنګونه. بي- ای لیتوینسکي او وي. دوستوویسکي. ۴۳۲ او ۴۳۳ مخ. ۱۹۹۶م
۲.د گندهارا بوداي جوړښتونه. کرټ. اې. بيهرينټ. ۲۰۰۳ نيدرلينډ چاپ. دوېمه برخه، اوولسم ټوک. ۶۱،۶۲،۶۳ مخونه
۲. په افغانستان کې د بوديزم پاتې شونې. آر. بي. ناراين. ۱۹۹۱ م کالاپرکاش واراناسي.
۳. په افغانستان کې د بوديزم تاريخ. پروفيسر سي. ايس. اوپاسک. د تبت د لوړو مطالعاتومرکزي انسټيتيوټ. سرنات واراناسي. ۱۹۹۰ م.
د خپریدو نېټه- ۱۴ اپریل ۲۰۱۹ م