د ۷ پېړۍ (امیه) عربان “چارباغ” د جوړولو شوقیان وو. دوی به یوه ټوټه زمکه په ۴ برخو وېشله او په منځ کې به يې تالاو و. هم دغه جوړښت مسلمانانو اسپانیې ته هم یوړو.
د ۱۶ میلادي پېړۍ په سر کې کله چې بابر په هند کې خپلې پښې ټینګې کړې نو په دې به حیران و چې هلته باغونه پرانستي وو یاني چاپېره ترې دېوال نه جوړېدو. په هند کې شنه زمکه د ټولو لپاره وه او باچاهانو ځان ته باغونه نه جوړول.
په هند د مرکزي ایشیا حمله کوونکي کوچیان او د هند په شان پرمختللې تمدن نه لرلو. په تالاب کې لامبل، سهاربوټي او ونې اوبه کول، د هند په ګرمې هوا کې د ټولو یوه دیني فرض ګڼلې شي. د باغ په منځ کې تالاو د مغلو نه وړاندې لودیانو او سوریانو دود و. هم دغه اصول د شیر شاه سوري په مقبره لیدل کېږي چې چاپېره د اوبو تالاب لري.
ښایی د غزني په باغ فیروزه کې د اوبو لومړی فواره د البیروني د ساینس یوه اختراع وه. بابر په هند کې لومړی باغ په اګره کې جوړ کړو. د ده نمسي اکبر د سیند پرغاړه به باغونه جوړول ځکه دی د هندو مفکورې نه زیات اغیزمن و. ده د باغونو په جوړولو کې د هندي نجومیانو نه مشوره اخیسته او هغوی ورته ویلي وو چې د ۸ او ۹ هندسې مبارک وي. د دې لپاره په باغ کې د ۸ دروازو دالان او یا د ۹ پلوشو ستوري به د ښکلا لپاره جوړیدل. د ریاضی په حساب د خښتو لګول او یا په دېوالونو نقش هم دغه عقیده ښایی.
د مغلو جوړښتونه د مرکزي اېشیا، ترک او پارس نه علاوه پخپله د هند طرز نه هم اغیزمن شول. د اکبر نه وروسته د ده زوی جهانګیر په هر لوی ښار کې د یو باغ جوړول ضرور وګڼل. د لاهور، سرینګر، ډېلي او د غاذي اباد باغونه د شاهي ټبر لپاره وو. هغه وخت چا د دغو باغونو لپاره د شالیمار نوم نه کاروو.
د شاهجهان درباری لیکوالانو هم د لاهور د شاهي باغ لپاره د شالیمار توری نه دی کارولې. شالیمار نوم د ۱۸ میلادي پېړۍ په سر کې وکاریدو.
شالیمار د عربی ” شاه الامارات” یاني د “ودانیو باچا” وران شکل دی. په تاریخي توګه د “امارات” توري د باغ لرونکې ودانۍ او یا د “پارک” لپاره کاریدو. عربی سرچینو کې امارات (جوړښت) توری د باغ لپاره هم کارول شوی دی. د باغ لپاره “روضه” توری هم کارېږي. په غزني کې د سلطان محمود مقبره “روضه” نومېږي ځکه دا د “باغ فیروزه” یوه برخه وه. د دې جمع “ریاض” وي. خو په هند کې “روضه” د مقبرې لپاره کارېږي ځکه زیات وخت د مقبرو چاپېره به باغ و. ځینی هندي لیکوالان وایی چې شالیمار د یو “الماس” نوم و. دا خبره هم ممکن ده چې د یو الماس لپاره فارسی “شعله ماه” (سپوږمۍ لمبه) تورې کارول شوی وي او “ماه” په مار واوختو. نزدې وختونو کې زمونږ خلکو پکې دا ټپه ورزیاته کړه چې دا د “شاه لیمه” وران شوی بڼه ده ځکه باچاهانو پښتو ویله.
د شالیمار باغونو جوړښت د کېږدۍ په شان دی. په دې کې د وړۍ قالین به يې وغوړاو چې د مغلو د پخواني کوچاني ژوند نښه وه. دا کېږدۍ دالان په شکل و چې یوه خوا يې بنده او ۳ خواو ته ۴ دروازې وې. دغه ته به يې “باره دري” ویل.
د لاهور شالیمار د جولای ۱۶۴۱ م او د اکتوبر ۱۶۴۲ م ترمنځ جوړ شو. دغه باغ په دریو برخو ویشلې دی. چې د یو بل نه ۴ نیم میټر لوړ دي. هغه وخت د دې نوم نه و او د سر برخه يې ” فرح بخش” منځ کې “فیض بخش” او وروستۍ حیات بخش نومېدل.
شالیمار په مستطیل شکل کې دی او چاپېره د خښتو دېوال لری چې جنوب شمال ته ۶۵۸ میټر او ختیځ لویدیځ ته ۲۵۸ میټر اوږد دی. د باغ په منځ کې د اوبو ویاله ده چې ۴۱۰ فوارې او ۵ ابشارونه ترې اوبه اخلي. په دې کې د سېل او ارام لپاره څو کوټې او دالانونه جوړ دي. د لاهور نه وروسته جهانګیر باچا په کشمیر کې هم دغسې یو باغ د جوړولو امر وکړو.
په ځینو باغونو کې د مرمرو یو لوی دېوال وړې محرابي طاقچې لرلې چې د ورځې به يې پکې د تازه ګلونو ګلدان او د شپې به پکې ډيوې بلیدې. د دې دېوال د پاسه نه به پرې د اوبو ابشار رنګونه یا رڼا منعکس کوو. د داسې طاقچې یوه بیلګه د لاهور په “شالامار” باغ کې ښکاري.
د جهانګیر زوی شاه جهان هم د باغونو جوړولو شوقین و او د ډېلي په لال کلا کې “مهتاب باغ” جوړ کړو چې د شپې غوړیدونکې سپین ګلونه لکه “رات کی رانی” او یاسمن پکې کرلی وو. په دې باغ کې د مرمرو دالانونه وو چې د شپې به د سپوږمۍ په رڼا کې ځلیدل. د شاهجهان یو نامتو امیر “علی مردان” د ډېلي نه واخلې تر کابل پورې ښکلې باغونه او د اوبو د رسولو سیسټم جوړ کړل. د پیښور شاهی باغ او د ننګرهار نمله د دې دوه ښایسته بیلګې دي.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۴ جولای ۲۰۱۹ م