د هند باچا بکرماجیت (۳۷۵ م نه تر ۴۱۴ م) د خپل ملک ۹ وتلي کسان په دربار کې ساتلي وو چې هر یو يې پخپل علم او مسلک کې نابغه و. دوی به د “نو+رتن” (نهه غمي) بلل کیده چې باچا به په حکومتي کارونو کې ترینه مشورې اخیستی. د وی نومونه په تاریخ کې داسې لیکل شوي دي.
دهنونتری- طبیب او جراح
کشپنک- ستور پوهه او نجومي
امرسنها- ژبپوهه او د سانسکرت عالم.
شینکو- مهندس او انجینیر.
ویتال بهټ- لیکوال
ګهټکرپر- مجسمه جوړونکې.
کالیداس. شاعر او لیکوال
ورارچی- ژبپوهه –پراکریت عالم
وارهه مهر- ریاضي پوهه.
په ۱۶ پېړۍ کې مغل باچا اکبر چې پخپله نالوستې و،پخپل دربار کې ۹ وتلي کسان د مشورو لپاره وساتل. هم هغه راهیسې د اکبر “نورتن” د پخوانیو په پرتله زیات مشهور شول. د ده د غمو نومونه داسې وو.
بیربل- (مهیش داس برهمن) شاعر، کیسه مار او ټوکي. د اکبر د “دين الهى” يواځينی هندو منونکی.
ابوالفضل فېضي- د عربي ژبې عالم، شاعر، تاریخ لیکونکې او د اکبر د زامنو استاد.
ابو الفضل علامي- د فېضي کشر ورور، فلسفي او شاعر.
تانسېن- موسیقار او سندرغاړې.
عبد الرحیم خان خانان- د اکبر استاد بیرم خان زوی. عبد الرحیم د ۵ کالو و چې پلار يې مړ شو. اکبر د ده کونډه مور(د اکبر ترله) سلیمه سلطان په نکاح کره. دی د پوځي چارو ماهر و.
راجه مان سنګهه- راجپوت او د پوځ سپه سالار و.
ملا دوپیازه-(ابوالحسن) په طایف (عرب) کې زیږېدلې او د پارس نه د اکبر پلار همایون سره هند ته تللې و. دی ټوکمار او دوپیازه يې خوښه وه نو ځکه په دغه لقب مشهور شو.
ټوډرمل- د شیر شاه سوري د مالي چارو وزیر و. وروسته د اکبر په حکومت کې د ۲۲ صوبو دیوان وټاکل شو.
مرزا عزیز کوکلتاش- د اکبر رضاعي ورور، د هغه ساتندوی او مله و.
د راجا ټوډرمل او عبد الرحیم خان خانان نه علاوه په دغو مشاورو کې بل هیڅوک د وزیر په عهده نه و ټاکل شوې.
اوس پوښتنه دا ده چې د مشاورینو شمېره ۹ ولې وه؟
په حساب کې ۹ تر ټولو لوړه هندسه ده. هغه وخت د لمر، زمکې او سپوږمۍ نه علاوه ۶ سیارې معلومې او په سترګو لیدل شوي وو چې عطارد، مریخ، زهره، مشتري، زحل او ارون ګره (یورینس) و. هم دغسې په هند کې ۹ علوم لکه ژبه، دین، ریاضي، نجوم، فلسفه، طب، موسیقي، ستورپوهنه او حکمراني رواج وو. د ۹ شمېره په برهمني کې نیکمرغه ګڼل کېږي. هندي پالګرو (جوتشیانو به د پال ویستلو لپاره ۹ خانې جوړولې. هندو فلسفه کې په کایناتو کې ۹ عنصر(توکي) دي چې د انسان په ژوند اغیز کوي. خاوره- اوبه-هوا- اور- ایتهر- وخت- ځای- روح او دماغ دي.
د انسان د بدن ۹ دروازې دي، چې ۲ سترګې، ۲ غوږونه، ۲ سپیږمی، خله، د زیږون او د فاضله موادو لارې دي. د انساني احساسات (جذبات) په ۹ طریقو څرګند شي. خوشالي- غم- قهر- مینه- کرکه – وېره- حیرانتیا- میړانه- سکون.
نورتن په هند کې هغه ګاڼه وي چې ۹ قیمتي کاڼې پکې لګیدلې وي. زمرد- نیلا یاقوت- زیړیاقوت- الماس- مرجان- ګومید (ګارنیټ) فیروزه- عقیق او ملغلره.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۴ مې ۲۰۱۹ م