امیر او پیر


امیرعبدالرحمان ته چا خبرو یوړو چې د بتخاک حضرت صیب خلکو ته لنګر ورکوي.
امیرسره پوښتنه پيدا شوه چې د دې لګښت د کوم ځای نه پورا کوي؟ په هغو ورځو کې خلکو به په پټه کیمیاګري د لارې سره زر جوړول او امیر شکمن شو چې یا خو ملا کیمیا ګر دی او یا دا پېسې د ده مخالفان ورله ورکوي. هغه ملا ته د حاضریدو وویل چې مخامخ ترې پوښتنه وکړي. حضرت صیب د جمعې په ورځ راغلو نو امیر په جومات کې د ده په انتظار او لومړي صف کی يې ځان سره ورله ځای ورکړو. د لمانځه نه وروسته امیر هغه ته مخ واړوو او وې ویل، ما درته وړاندې هم زحمت درکړې و. اوس یوه پوښتنه لرم چې دلته يې وکړم او که خلوت کې؟ حضرت صیب ورته وويل، زه داسې څه خاص کار نه کوم چې له خلکو به يې پټ ساتم نو خپله پوښتنه دې هم دلته وکړه. امیر وویل، زه دا معلومول غواړم چې ستا د لنګر پېسې څوک درکوي. ځکه لګښتونه دې ډېردي نو کیمیا ګر خو به نه يې؟
حضرت صیب ترې پوښتنه وکړه، ” آیا ته باچا يې؟ امیر ورته ویل، “هو”
ملا وویل، فرض که چې زه د بتخاک نه ستا حضور ته راغلم او ۱۰۰ روپۍ یا د دې هومره پېسو ډالۍ مې درته راوړل. زه یو غریب سړی یم او تا له دا تحفه درکوم نو ته د باچا په توګه په بدل کی به څه راکوې؟ امیر ورته جواب ورکړو، که تا سل روپۍ راوړي دي، نو پکار ده چې زه ۱۰۰۰ یا ۲۰۰۰ روپۍ ستا مخې ته کیږدم. حضرت صیب ورته وویل، زه هم یوه ټوټه ډوډۍ د خدای په نوم خلکو ته ورکوم او هغه راته په بدل کې لس ډوډۍ بیرته راکوي. که زه یو سیر ورکوم نو الله باچا راته سمدلاسه لس سیره راکړي. که زه یوه روپۍ لګوم نو خداې پاک راته لس روپۍ پیدا کوي. که ستا دغه کیمیاګري خوښه ده نو خلکو ته لنګر ورکول شروع کړه چې د هرې خوا نه درته پېسې راځي. دغه زما کیمیاګري ده.
د بتخاک حضرت صیب عبد الشکور د چکنور ملا نمسی او د پلار نوم يې اختر محمد و. دی په ۱۲۶۰ ه ( ۱۸۴۴ م ) کې زیږېدلې او په ۱۳۵۰ ه کې په د مارسینګي کې وفات شو.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه-۸ مې ۲۰۱۹ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *