د ۱۹ میلادي پېړۍ په نیمایی کې شاه شجاع د انګریز په ملاتړ د کابل پر تخت بیا کیناستو. د برطانیې پوځي او ملکي استاځي به د خیبر، بولان او د ټوچي په درو کابل ته ورتلل.
الیګزاندړ برنز هم دغسې په یو سفر ډېره اسماعيل خان کې د کوچيانو ننداره وکړه او د دوی په اړه يې معلومات راټول کړل. دی لیکي،
” لوهاني (لواڼي) افغان کوچيان او شپونکي دي او په کال کې يو وارې هند ته د تجارت لپاره ارو مرو ځي. دلته (په ډېرو کې) د اپريل د مياشتې په پاې کې يو ځاې کيږي، خپلې کورنۍ چې ژمې يې د اباسين په غاړه تير کړي وي، ورسره مله شي. بيا دوی خراسان ته کډه کېږي او په اوړي کې هم هلته وي.
دوی خپل سفر په يو منظم ډول او د وېش سره کوي چې “کيريز” نومېږي او مانا يې “کوچ” دې. د دغو کوچيانو درې قامونه ناصر، خروټي او مياخيل دي. دا د دريو قبيلو نومونه دي چې دا “کيري” يا کوچ جوړوي.
لومړۍ ډله (ناصر) تر ټولو لویه ده او د پنځوسو نه تر شپيتو زرو پورې پسونه ورسره وي. خو هندوان او نور بهرني د مياخيلو سره سفرغوره گڼي.
د دې لوې کوچ حساب کتاب د گمرک په دوسيه (رجسټر) کي ليدل کيديشي. په دې کې د اوښانو ۵۱۴۰ بار ليکل شوې دې چې تیر کال له دغه ځای ووتل. دا اوښان د هغو نه علاوه وو چې تمبوان (خيمې) او د خلکو خپل سامانونه يې وړل. د هغوی شمېره ۲۴۰۰۰ ( څلرويشت زره) اوښان و. د ناصرانو ۱۷۰۰۰ اوولس زره، د مياخيلو ۴۰۰۰ څلور زره او د خروټو ۳۰۰۰ درې زره اوښان پکې ليکل شوي دي.
دوی چې په کومو لارو تېريږي هغه د گومل سيند وچې او کچه (خامې) لارې دي چې د وزيرو د خطرناکو سيمو نه تيريږي. خو لوهاني وسله وال کسان لري چې د خپلو او د هغو بهرنيانو ساتنه وکړي چې ورسره مله وي.
دوی ټول د جون د مياشتې تر نيماي کابل او کندهار ته رسېدلې وي. او دومره وخت ورسره وي چې خپل مال بخارا او هرات ته يوسي.
د اکتوبر په پاې کې چې ژمې پېل کيږي، دوی بيا کوچ کوي او همدغسې د انتظام سره اباسين ميدان ته د اسونو، رنگ، ميوې او د کابل د سوغاتونو سره رسيږي چې هلته د هندوستان او د بريطانيې مال واخلي.
د تجارت دا لاره ډيره لرغونې ده ځکه په ۱۵۰۵ م کې بابر باچا ليکلي وو چې ډيره اسماعيل خان ته پخپل کيمپين کې ده په لواڼو حمله وکړه او له هغوی سپين ټوکر، مسالې، قند او اسونه لوټ کړل. وروسته دی چې کله باچا شو نو لواڼو ته يې ډير امتيازات ورکړل.
د هندوستان نه کابل ته په دريو لارو خلک تللي راغلي دي. لومړې د لاهور او د اټک لاره چې اوس هم کاريږي. دويمه د ډيره جاتولاره چې د راولپنډۍ نه بنو، ورپسې ډيره، غزني او کابل لاره ده. دريمه د شکار پور، ملتان، بولان دره او د کندهار لاره ده. دا لار په اتلسمې ميلادي پيړۍ کې افغانانو ډيره کاروله. د سندهه شکار پور نه د کابل باچا ته سوغاتونه او ميوې لکه آمونه په لسو ورځو کې رسيدل.
ډيره غازي خان يو صنعتي ښار دې خو د ملتان او بهاول پور مقابله نشي کولې چې د دې په گاونډ کې دي. ډيره غازي خان يو وخت د کابل سلطنت سره و، خو وروستو سيکانو ونيولو. د دې په بازار کې ۱۶۰۰ دکانونه و چې ۵۳۰ دکانونو کې جامې يې اوبدلې او خرڅولې. دلته پنځويشتو زرو خلکو ژوند کوو.”
برنز د هند د ګورنر جنرل په امر په ۱۸۳۶ او ۳۷ میلادي کلونو کې تر ۱۸ میاشتو په سفر و. ده سره دری نور کسان هم مله وو او د سفر هدف د اباسین دواړو غاړو د سیمو جاج اخیستل وو چې په سیند د تجارت امکان ولټوي. هغه وخت پنجاب د سیکانو په لاس او په پښتونخوا کې بارکزو سیکانو ته کلنګ ورکاو.
د برنز ډله د شکارپور نه ډېره اسمعیل خان په لار پیښور او کابل ته لاړه. هلته د امیر دوست محمد خان سره يې ولیدل. بیا دوی هرات ته لاړل او برنز لیکي چې د کابل او هرات تر منځ ۶۶۹۰۰ هزاره ګان میشت وو. د برنز په قلم لیکل شوي معلومات ښایی چې هغه څومره جزیاتو ته پام کړی دی. د غلې بیه، د قامونو جوړښت، د دوی شمیره، د کجور او د انارو تولید، او دغسې نورې څیړنې د دې سبب شول چې برطانیه په نیمه نړۍ حکومت کړی دی. برنز په ۱۸۴۱ م کې د لومړي افغان جنګ په وخت کابل کې ووژل شو. د هغه کتاب دوه کاله وروسته چاپ شو.
صفیه حلیم
سرچینه
د الېگزانډر برنز له کتاب-
کابل. په ۱۸۳۶ – ۳۷ م کې- دغه ښار ته زما د تگ او راتگ شخصي حال. خپرونکي، جان مرې ۱۸۴۳ م.
د خپریدو نېټه- ۱۶ مې ۲۰۱۹ م