چچ


د اټک نه پورې اباسین په لمنه کې د پنجاب شمال ته، ۱۹ ميله اوږده او اته ميله پلنه دره چچ نومېږي.
د ټيکسلا سره نزدې والي له کبله لرغونو متنونو کې “چهکشا” يا شکشا او بره هزاره ته به يې “اراشه” وئيل. نور روایتونه دي چې يو وخت دلته د سيند اوبه ودريدې او لوی ډنډ به جوړ شو چې پخوانیو ژبو کې يې چچ بللو. په پښتو کې “چهړ”هغه زمکې ته وايي چې سيند يا د ويالې اوبه پکې تيرېږي. ځينې ليکوالان دا د چج سره هم ورته ګڼي چې د غلې د پاکولو لپاره کارېږي. د سند يو راجا نوم هم چچ و او ممکن د هغه په نوم نومول شوی وي.
د چچ په ختيځ کې “ګنګرغر” او ورسره د تربيلې بند جوړ دی. په جنوب لوېديځ کې يې د اټک غونډۍ، په جنوب کې د “کامره غر” او په جنوب ختيځ کې يې د اباسین یوه څانګه “هرو سيند” دی.
د چچ په شمال کې د اباسين پر غاړه د هنډ او د لاهور لرغونې ښارونه دي. دا سیمه د اباسين په ډېرو اوبو خړوبېږي نو ځکه زمکې يې ښيرازې او هر ځای پکې ځنګلونه او فارمونه شته دی. د چچ څو لوی جهيلونه (ډنډونه) مشهور دي. په دې کې مصري خان ډنډ، ساکزۍ ډنډ، سيدو خيل ډنډ، باجوړ ډنډ، باټا خيل، مرکی خيل او هټۍ ډنډ مشهور دي. د ۸۴ کليو له کبله په تاريخ کې دا سيمه د چوراسي چچ ( ۸۴) په نوم هم ياده شوی ده. د دې اوسنی مرکز حضرو د پخوا نه یو تجارتي منډۍ او بازار له کبله هر حاکم لپاره مهم و.
په چچ کې د هر نسل او د توکم خلکو ژوند کړی دی. د پښتنو څو قامونه د خپلو قبيلو د لرغونو نومونو سره پاتې دي چې هم هغه يې د سيمې نوم دی. په دوی کې متني (لوديان) او سرکاڼي (الکوزي) کې خلک پښتو ژبه وايي. د خټک او یوسفزني د جنګونو په وخت ډېرو یوسفزو چچ ته کډه وکړه او د دوی ابادۍ اوس هم پکې شته. دلته د نيم نه زيات کلي ( ۵۶) د پښتنو دي چې اخون خيل، علي زۍ، بارک زي، دلازاک، لودي او مندورۍ، پيرو خيل، ترين، سدو خيل، بابري، بابي، جمال خيل او ساګري خټک پکې ميشت دي. خو تر لوی شمير خلک يې اعوان دي ورپسې پښتانه چې د څلويښتو او پنځوسو زرو تر منځ يې شميره ده. نورو قامونو کې کشميري ، براچه، شيخ، اراين، ګوجر، او سيدان دي.
په ۱۰۰۸ م کې د سلطان محمود غزنوي او د راجا انند پال تر منځ جنګ د چچ په مرکز حضرو کې ووشو.
څوک يې د مصر علاقه، څوک يې کشمير بولي
د چچ حسينې علاقې ته بې نظير بولي
د دې د حسن اندازه موقوف په آب نه ده
نه په اټک، نه په ګنګر څه په نيلاب نه ده
صفیه حلیم

سرچينه.
دامن اباسين ( د اټک د يو مردم خيز سيمې تاريخ) سکندر خان – ۱۹۹۳ م – اميد پرنټرز دربار مارکيټ لاهور-
د خپریدو نېټه- لومړی د جون ۲۰۱۹ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *