د نښتر یا دیار د ونې غوړ ” رانځړهٔ” زیړ بخن رنګ او په خوند کې تریخ وي.
نښتر په انګریزي کې سیډار یا سیډرس او هندي کې دیار یا دیودار نومېږي چې مانا يې د اسطورو یا د دیوانو ونه ده. د هند په لرغونو کیسو کې دا یوه سپیڅلې ونه وه چې عبادت به يې کیدو. د هند پخواني جوګیان او د شیوا منونکي به د دیودار ځنګلونو کې عبادت او مراقبې لپاره ورتلل.
نښتر، لکه زالغوزی- صنوبر- اوبښته او داسې نورو غرنیو ونو له کورنۍ سره تړاو لري چې شین او خړ بخن فیروزي رنګ پاڼې يې د ستنو په شان وي. دغه پاڼې ۲ نیم سینټي میټر اوږد او کله کله تر ۷ سینټي هم لوی وي. د دې غوزه نر او ماده وي. نر غوزه ۴ نه تر ۶ سینټ او په ۱۲ میاشتو کې چې پوخ شی نو وچوي او وزر لرونکي تخم په ژمي کې ترې را بیل شي. ماده يې ۷ نه تر ۱۳ سینټي میټر اوږد او ۵ نه تر ۹ سینټ پلن وي. له دغه ماده غوزې بیا نورې ونې راشنه کېږي. د همالیه- لویدیځ تبت، نیپال، کشمیر او د پښتونخوا په غرونو کې د نښتر لرغوني ځنګلونه دي. خو په لرغوني تاریخ کې د لبنان نښتر ډېر شهرت لرلو. د هغه ځای د ونو ” رانځړهٔ” په مصر کې د مړي د مومیایی کولو لپاره کاریدو. د بابل او نینوا سومیریانو به دغه غوړ به د ټکیدلي تیږې سره یو ځای کړل او بیا به يې د انځورو ګرۍ کې کاروو.
سره له دې چې په پکتیا او کونړ کې ځایی خلک د نښتر بیل بیل قسمونه پېژني چې یوه يې “کاچل” نومېږي. هلته ځینې نښتر په منفی ۳۰ درجې کې هم شین پاتې کېږي. خو دوی هغه نومونه لیکلي نه دي. په یورپ کې د دیار هر یو قسم ته د هغه د کشف کوونکي یا څېرونکي نوم ورکړې کېږي. ” آیزریګن” آیزوینټر” ” کارل فوشز” کشمیر او پولز یو څو نومونه دي. په ۱۹۶۴ م کې د جرمنی څېړونکو د کشمیر د شالامار باغ نه د دیودار یو قسم تخم راټول کړل چې “شالامار” نومېږي. دغه نښتر په پکتیا کې ډېر وي. د شالیمار تخم د شالیمار تخم د امریکه په بوسټن کې د “آرنلډ آربوریټم” نومې بڼ کې وکرل شو او له هغه ځایه نورې نړۍ ته هم کډه وکړه چې د تجارت لپاره غوره شو. په یورپ کې خلک د خپلو باغونو لپاره هم دغه “شالیمار” نښتر اخلي.
د ودانیو د جوړولو لپاره نښتر غوره ګڼل کېږي. په هند کې د عبادت ځایونو چت او دروازې به له دغه ونې جوړیدی. په سرینګر کې “کورکشتۍ” “شکاره” له دیار جوړوي ځکه ددې لرګی کلک وي، په اوبو کې ژر نه وراسته کېږي او دومره تریخ وي چې چینجي ترې ډډه کوي. بله دا چې لرګی يې دومره غښتلی وي چې د پاسه پرې روغن یا پالش يې نور هم پیاوړې کړي. په هند کې د انګریزانو بنګلې، بارکونه، د ریل پاټلۍ او ریل- پلونه د نښتر له لرګي جوړیدل. خو د دې عیب دا دی چې دیار د چوکۍ میز او المارۍ جوړولو لپاره مناسب نه وي ځکه ترکاڼ لپاره د دې پریکول او یا ورباندې نقش جوړول ګران وي. کشمیر او د هند غرنیو سیمو کې د غنم، اوربشي او د نورې غلې د ساتلو لپاره به پخوا د نښتر ګودامونه جوړیدل.
د دیار د ونې مغز خوشبویی لري او له دې اګربتۍ جوړېږي. د مغز نه غوړ یا رانځړهٔ راکاږي چې تریخ وي. د اسونو، اوښانو او نورو څاروو پښې د میاشو او مچانو نه د ژغورلو لپاره ورباندې راڼځړه وهي. په رانځړهٔ کې د چڼاسکي ضد مواد موجود دي نو ځکه دا د ځینو مسالو په ګودامونو کې به يې شیندلو.
رانځړهٔ زیړ بخن نسواري رنګ لري چې د زخم د ګنډلو او دارو په توګه به يې ترې ګټه اخیسته. اوس د عطر، صابون او په کور کې دننه د میاشو د مخنیوي شینده (سپری) له رانځړهٔ جوړوي. د لرګي د فرش پالش او د چینجو د وژلو دارو کې يې هم کاروي.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۳۰ جون ۲۰۱۹ م