د سوات د ناجی ګرام درې په لمنه کې د ابا چینه د یو زیارت لپاره مشهوره ده. دغه ځای ته خلک په پښو ورځي او د چینې اوبه د تبرک لپاره څښي. د ویجاړو ودانیو په منځ کې یوه سټوپا او چاپېره ترې ګومبدي عبادت ځایونه او د راهبانو کوټې دي. ورسره په غره کې نور جوړښتونه هم شته.
په ۱۹۳۸ م کې دوه انګریز لرغون پوهان، اي بارجر او پي رایټ هم په غونډۍ وختل او هلته د یو بودایی خانقاه نښې وموندلې. په سوات کې د بودایی کنډوالو د پلټنو کار اطالوي سفارت له خوا تر سره کېږي او د دې ډایرکټر، د ډاکټړ لوکا اولیویې نظر دا و چې ابا چینه په سوات کې تر ټولو مکمل او سم ساتل شوې بودای ودانۍ دي.
دلته یو سټوپا او د ویهارا (عبادت ځای) د پاڅه هم ګومبد جوړ شوی و. د سټوپا چاپېره په لږ فاصله د عبادت وړې کوټې جوړې دي چې ښای د وخت په تیریدو ورزیات شوي وي.
د ابا چینې خانقاه او سټوپا ودانۍ د “بلو کلي ګومبد” ته ورته دی چې په ۳ میلادي پېړۍ کې جوړ شو. دا د کشان سلطنت وروستي کلونه وو. د “ابا چینه” په ښه حالت کې ځکه پاتې شوی ده چې د نورې ابادۍ نه لیرې او نزدې ورته سړک نشته. خو د دې شا و خوا زمکه خلکو نیولې او ورباندې کرونده کوي. د خانقاه پخوانۍ تیږې هم کورونو جوړولو له او موندل شوي سکې، کودړې او مجسمې خلکو پخپله کیندلي او خرڅ کړي دي چې ریکارډ يې نشته.
یو کس چې د “اباچینه” خپل شخصي ملکیت ګڼي، دلته خلک کنډوالو ته نزدې نه پرېږدي. د دې له کبله ورته تر اوسه سړک هم نه دی جوړ شوی.
دغه ځای حکومت د اطالیې لرغون پوهانو ته د څېړنو لپاره ورکړې دی. “ابا چینه” نورو پلټنو ته هم اړ ده خو تر اوسه د سوات نورو لرغونو ځایونو په اړه هم حکومت یوه غښتلې پالیسي نه لري. هغه ځایی خلک چې کنډوالو ته ورځي په خپل مخ سر دلته کیندنې کوي او څرګنده نه ده چې څومره تاریخي توکي ترې غلا شوي دي. په سوات کې نور داسې ځایونه هم شته چې په قانوني توګه نه دي ژغورل شوي.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه. ۱۵ جولای ۲۰۱۹م