رخچین او بنارسي

بخمل، رخچین، کینخاب او بوسکي د ټوکر(کپړی) نومونه وو چې خپل ماشومتوب کی می ډېر اوریدل.
رخچین- د چین رخت یا ټوکر چې یو وخت ښځو به پرې سر پټاو. دا یو نیم میټر اوږد او یو میټر پلنه د مهین وریښم لوپټه وه. یواځې شته منو ښځو به اخستی شوه. وروسته د فرانسی شیفون (شیفان) یا سیفون ته هم خلکو رخچین ویل. بیا د شیفون ځای ۷۳۳۰ (تهتر تیس) واخیستو او جاپان دغو لوپټو په هر میټر سور اړخ ته په زرین ټاپه دغه نمبر ښکاریدو.
راوه- راوه په اصل کې پېروي ملایی یا قېمق ته وایی. د وریښمو دا ټوکر به لکه د پېروي نرم او مهین و. دا به په ګلابي شین او زیړ رنګونو کې راتلو او ځوانو ښځو به ترې لوپټې جوړولې.
جمدانۍ
د “جمه دانۍ لوپټه” پښتو سندرو کې یاده شوی ده. د ململ مهینه لوپټه کې به د سرو زرو تار اوبدل شوی و نو ځکه به ګران و. د جمدانۍ لوپټې به بنګال د نوابانو لپاره په لاسي “څرخه” جوړیدل.
بنارسي- د هند بنارس په لاس جوړ شوې ددې وریښمین ټوکر په اوبدلو کې به سوچا نقریی (سپینزر) تار کاریدو. دودیزه بنارسي به په زرینو ګلونو ډک و او چاپېره به ترې پلنه حاشیه وه. د هند له ویش وروسته د بنارس زیات مسلمان کاریګر پاکستان ته لاړل او په لاهور او کراچي کې يې خپلې کارخانې جوړې کړې.
ململ- د نازک کتان نه جوړ سپین ململ له بنګال په ټول هند کې خپور شو او په اوړي کې د کمیس ( کرته) ګنډلو لپاره هم کاریدو . د ململ په شان یو بل ټوکر “خاصه یا خاسا” نومیده. دا به شاړ او سپین خو ډېر ارزان و. بې وزلو ښځو به ترې لوپټې جوړولې. خاسه به پلاو د یخني مسالې چاڼلولو او د دیګ په سر د وریژو دمولو لپاره هم کاریده.
جارجټ- کریپ جارجټ او جارجټ د شیفون نه ارزان وو. د ۲۰ پېړۍ یو فرانسوي میرمن جورجیټ په نوم مشهور و.
جالۍ- د نایلون سره سره د جالۍ لوپټې په واده ښادۍ کې ښځو په سرولې. د ساده جالۍ نه علاوه ګلدار، رنګین او پړقیدونکې جالۍ رواج شوې. زما یاد دي چې یو وخت پخپلې جالۍ لوپټه کې د کلي له ویالې واړه چیندخان نیول.
نایلون- د مصنوعي تار جوړ شوي د “لیلون لوپټه” د ۱۹۶۰م په لسیزه کې مشهور شوه. دا مهینې لوپټې په سر به نه ټینګیدې او ځوانو ښځو به تش په اوږه تاو کړې وې. دا په خامو رنګونو کې راتللې او ژر له فیشن ولویدې.
د کمیس پرتوګ جوړولو لپاره به پرېړ ټوکر کاریدو چې بدن ترې ښکاره نشي.
بخمل یا د عربي مخمل په انګریزي کې ویلویټ نومېږي- د وریښمین ټوکر په مخ پشم او شا يې ساده وي. د کوچیانو د ناوې لپاره به يې له بخمل کمیس جوړاو. په پښتو شاعرۍ کې بخمل د معشوق د نرم پوټکي لپاره تشبیه وه. وایی چې د کشمیر تجارانو بغداد کې خلیفه هارون الرشید دربار کې ته یوړو. په مصر کې د مملوک دور کې مخمل ډېر جوړیدو او هلته نه به وینس ته يې خرڅولو له لیږلو.
شنیل- دا په فرانسوي ژبه “پیشوګۍ (کیټرپلر) چینجی وي. د ټوکر یو اړخ به پشم لرلو خو د مخمل نه ارزان و.
ساټن- پښتانه ورته “سالټن” وایی چې وریښمینه غټه کپړه او یو اړخ به يې بریښیدو. په ۱۰ پېړۍ کې د چین جوړ دا ټوکر د ” کوانژو” له بندر عربانو نورې نړۍ ته وړلو. په عربی کې دا بندر ” ذیتون” و نو د ټوکر نوم “سېتون” او وروسته ساټن شو.
کینخاب – کمخاب یا کمخواب په ساټن کې د نقرۍ تار ګلونه اوبدل شوي وو. د پښتنو د ناوې جوړه (کمیس پرتوګ) بوټان او کله کله کسوړه به هم له کینخاب جوړیدل.
اطلس – په انګریزي کې بروکیډ نومیدو. په پرېړساټن کې د سرو زرو او نقرې اوبدل شوي ګلونو له کبله دا کپړه به درنه وه. اطلس به شته منو خلکو د ودونو لپاره په فرمایش جوړاو او یواځې واسکټ یا چپن لپاره کاروو.
شنګهای- د چین د شنګای ښار دغه وریښمین ټوکر د ساټن ګلداره بڼه وه او پخوا د شاهي ټبر لپاره جوړیدو. زیړ رنګ شنګهایی د باچا او ملکې لپاره مخصوص وو. دا ټوکر اوس هم وي او د چین میرمنې ترې اوږد کمیس جوړوي.
جامه وار یا دلکي پیاس. د ساټن په منځ کې به په هم هغه رنګ ګلونه اوبدلي وو. د لیرې نه به چا نه لیدل خو پړک به يې وهلو.
کریب- د فرانسې ټوکر و چې وریښم سره به يې “لینن” تار ورګډ کړو. دا مهینه کپړه به دواړه ګلدار او ساده وه او میرمنو به ترې کمیس جوړاو.
لیډی ملټن- په انګلستان کې جوړ شوی د کریب په شان نرم دا ټوکر، ساده سپین، کریم، بادامي یا خړ رنګونو کې راتلو. زیاتو میرمنو به د کریب د کمیس سره د لیډي ملټن ساده پرتوګ جوړاو.
کاناویز- په انګریزي کې “را سلک” یاني خام وریښم نومېږي. دا شخ ټوکر د لونګۍ (پتکی) لپاره به خلکو اخیستو. ښایی هرات او مشهد کې به زیات و ځکه “مشهدي لونګۍ” به ترې جوړیده.
چیکن- د ۱۸ پېړۍ په لکهنئو کې د سپین ململ په اړولی اړخ وریښمین تار ګلونه به په لاس ګنډل شوي وو. دغه کپړه به د نوابي ټبر خلکو د اوړي کمیسونو لپاره کاروله. ورو ورور د دې تولید زیات او بازار يې پیدا کړو. اوس هم د دغه کار جامې لکهنئو کې په لاس جوړېږي. خو د لکهنئو کومو خلکو پاکستان ته کډه وکړه، هغوی په
مشین چیکن جوړول پېل کړل. اوس دغه ټوکر “بریزا” نومېږي.
چیټ- (چینټز) دا ګلدار کاټن په هند کۍ د انګریزانو له خوا وروپیژندل شو. دوی له هند به ارزانه پنبه یوړه او برطانوي کارخانو کې به يې چیټ جوړ کړل. بیا به يې بیرته په هند کې ګران خرڅوو.
بوسکي- د سوچا وریښم او کاټن د تار په یو ځای کولو دغه مهینه کپړه په لومړي ځل هند کې جوړه شوه. دا به په “کریم” رنګ کې و او د سړو لپاره په خاصو موقعو لکه اختر یا د واده کمیس ترې جوړېدو. د دې په هر میټر دوه اسونه ټاپه شوي وو نو ” دو ګهوړا” بوسکي په نوم مشهور شو.
لینن- پښتانه ورته “لیلن” وایی. دا د السي ( لین) د بوټي ریشه وي چې په لاسونو به يې ترې تار جوړاو. د دې تار په جوړولو به وخت ضایع کیدو نو ځکه د پنبې (پښت) په پرتله ګران و. لینن د کاټن په پرتله اوبه ژرجذبوي نو په یورپ کې به ترې، تولیه، کټ څادر او میز پوښ جوړیدل. هم هغه راهیسې په انګریزي کې د “لینن” توری د څادر او تولیو لپاره کارېږي.
پاپلین-
پاپلین- دا په پېل کې د کاټن- لینن او وریښم په تار جوړیدو او ډېر هوار و. وروسته هر نرم کاټن ته به يې پاپلین ویل چې د سړو جامې يې ترې رغولې. رنګونه به يې فولادي، نیلا، بادامي او سپین وو. د ښوونځي د جینکو لپاره به ددې نه نیلا او اسماني رنګ جامې ګنډلې.
ملېشیا- د سکارو د رنګ دغه جامه اوس هم د پاکستان نیمه پوځي ځواک (ملیشیا) لباس دی. هم هغه وخت نه دا ټوکر خلک ملیشیا بلي. وروسته د سکول د هلکانو کمیس پرتوګ به ترې جوړیدل خو وینځلو سره به ترۍ تور رنګ ووتلو.
وایل یا وېل. د نخي یا کاټن تار سره به لینن تار هم ورګډ و. له دغه نرم ټوکر به په اوړي کې ښځوکمیس پرتوګ ګنډل. انګریز پوځ لپاره به د مهین وېل نه مچهر دانۍ ( پشه خانه) او د بنګلو د دروازو او کړکیو لپاره پردې جوړیدې.
وېله یا وایله- دا د وړۍ او لینن د تارونو نه جوړیده چې ۵۵ وړۍ او ۴۵ برخه لینن وي. د ژمي لپاره به شته منو ښځو کمیس پرتوګ ترې جوړول.
ارګنډي- د کاټن تر ټولو مهین او نرم قسم دی چې ګران بیه او د دې کمیس به په اوړي کې اغوستل کیده.
لټها- سپینه لټا د سړو او ښځو د اوړي پرتوګ لپاره کاریدو. دا به ساده کاټن و او د مړی کفن هم د دې ټوکر وي.
خامتا- دا کاټن (نخي) کپړه به د لاس په کهډیو (څرخه) جوړیده. د مېزرو په اوبو به يې رنګاو او د سړو جامې به ترې جوړیدی. د چارسدې خامتا مشهوره وه او د پښتنو مشر عبدالغفار خان (باچا خان) ورله شهرت ورکړو. د خامتا څو قسمونه وو چې د بړستنو خامتا به لږ شاړ او د پاسه به پرې سور رنګ د ګوتو ټاپې وې. هم دغسې یو مهین قسم يې د ښځو د جامو لپاره لپاره و.
وزیري شړۍ- په ژمي کې به زیاتو پښتنو د خامتا د کمیس پرتوګ دپاسه دغه شړۍ تاو کړې وه. د وړۍ تار نه په څرخه اوبدل شوی ټوکر سور(بر) نیم میټر و نو دوه بر به يې پخپلو کې وګنډل او دوه نیم میټر شړۍ به ترې جوړه شوه. د دې رنګ به نسواري و او په بر به يې نرۍ شنه پټۍ د حاشیې لپاره وه.
ډوریا- د دغه ارزان کاټن د پاسه به رنګین لیکې جوړیدی او یواځې د ژمي د توشک ډکولو لپاره يې کاراو.
مرینه- د نرم وړۍ جوړ سپک ټوکر و چې قیمتي او یواجې شالونه به ترې جوړیدل. د کشمیر شالونه به له دغه مرینه وو چې ورباندې کښیده ګلونه ګنډل کیده.
فلالین یا پلالین. په انګریزي کې “فلینل” د کاټن او وړۍ ګډ تار سره اوبدل شوی ټوکر و. په ژمي کې به ښځو ترې کمیس پرتوګ او د ماشومانو جامۍ جوړولې.
ډماس- په انګریزي کې ډماسک (دمشق) پرېړ کپړه وه چې اوبدل شوي ګلونه به يې دواړو اړخونو ته ښکاریدل. له دې به بړستن او ګدۍ جوړیدی.
ګبرډین- ټویډ او سرج- دا هغه ټوکر نومونه وو چې د سړو لپاره د اروپایی لباس ( کوټ پتلون) ترې جوړیدل.
سابر- سانبهر. دا د څرمنې نوم و چې د سړو لپاره ترې جیکټ او بوټان ترې جوړیدل. وروسته د دې لاتیني نوم ” سویډ” رواج شو. په سویډن کې یو وخت د دستانو لپاره به يې څرمنه اړولې ګنډله چې اغوستو کې ورته اسانه شي. اوس هم سویډ ارولې څرمنه وي.
پلش- د دوه ډوله وړۍ او وریښمو نه یو نرم ټوکر و. په انګریزي کې د “پلش” د نرم توکي لپاره کاریدو او د ماشومانو لپاره د لوبو توکي ترې جوړیدل.
ویلوټین- ښځو به ورته “دروغ بخمل” ویل. د کاټن د پاسه به لکه د بخمل پشم و او د لویو بالښتونو او برستنو پوښ به ترې جوړاو.
موهېر- دا وړینه کپړه به لکه د ململ نرمه خو دومره ګرمه وه چې ښځو به ترې د ژمي کمیس پرتوګ جوړول.
د ۲۰ پېړۍ تر نیمایی نایلون نه په کارخانو کې جوړ شوي جامو ټوله نړۍ په مخه واخیسته. د نایلون او وریښمین تار په ګډولو، ” ټیشو- زري او مونلایټ پرکیدونکي مواد د مخمل او بنارس نه ارزان وو او زیاتو ښځو به د واده ښادې لپاره ترې جامې جوړولې شوې. ډشین یا “ډیشن- ټیفټا- کیمرک- شمامه او ورپسې “فلېټ کریب- کرینکل کریب- های سوفي- ټیټرون- ټیټریکس- وولن شیفون چې ښځو به “وولي” بللو دومره ارزان وو چې هر چا به ترې جامې جوړولې شوی.
د کراچي د بندر نه افغانستان په تجارتي مال کې جاپاني ټوکر ترټولو زیات ورل کیدو. د کابل او لندی کوتل په بازار کې به هټۍ والو هر ټوکر ته رنګا رنګ نومونه ورکول. بهګت سنګ کریب – ستارون کۍ دنیا – شام لندن د هر چا په خله وو. د مشهور بالیوډ فلمونو لکه مغل اعظم- کرانتي (کرنډي) پاکیزه، خوشبو تیری میری مرضی سره د هغه وخت د ښځو ستورو نومونه هم رواج شو. ممتاز- کم کم، راکهي او ریکها د طوفان نه وروسته دکاندارانو ټوکر ته د جوړښت په اندازه نوم ورکاو. ” پکوړه” پرېړ ټوکر او د پاسه پرې ګلونه راوتلي ښکاریده. ملایی به نرمه وه او ” پجیرو” به غټه چارخانه لرله. خو تر اوسه پوهه نه یم چې د “ما واله” او “چیرمېن ” ټوکر تر شا څه کیسه وه؟
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۲۰ جولای ۲۰۱۹م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *