اپریدی عبد الصمد خان

د پښتونخوا ځوانان به هند ته د کاروبار او جنګي خدمتونو لپاره ورتلل. په ۱۸۱۹ م کې کشمیر د افغان بارکزو ټبر نه د سیکانو لاس ته ورغلو چې شا و خوا ۲۷ کاله ورسره و. بیا د دې ځای ډوګره قام د سیکانو نه خپلواکه شول او د کشمیر نورو سیمو په نیولو يې لاس پورې کړ. د دې لپاره د ډوګره مهاراجه رنبیرسنګ تکړه ځوانان د پوځ لپاره پکار وو.
په ۱۸۵۵ م کې د ملکدین خیل اپریدو عبد الصمد خان د خپلې کورنۍ سره د تیراه نه کشمیر ته کډه وکړه او د جمون په اودهم پور کې “بټل بالیان” کې میشت شو. ښایی د ده سره نور اپریدی هم مله وو چې پوځ کې يې ځان شامل کړو.
په لږه موده کې عبد الصمد د خپل پوځي صلاحیت له کبله د ډوګره پوځ کوماندان شو. په ۱۸۶۳ م کې د اپریدو لښکر په ګلګت حمله وکړه او د “یاسین” سیمه يې ونیوله. د دې بري په انعام کې اپریدو ته جاګیر او نور امتیازات ورکړل او ټول په “ګوټلی باغ” کې میشت شول. عبد الصمد خان پخپل مسلک کې نور هم وړاندې لاړو او جنرل په عهده ورسیدو. هغه ته په “کپواړه، اچابال، او د اودهمپور “بټل بالیان” کې يې نورې زمکې ورکړې.
د عبد الصمد خان ۴ زامن د کشمیر په پوځ کې شامل شول. د ده مشر زوی سمندر خان وروسته د انګریزانو سره د میجر جنرل په عهده تقاعد وکړ. دویم زوی رحمت الله خان تر ۱۹۴۴ م برطانوي پوځ کې بریګیدیر و. رحمت الله خان د ۴ میرمنو نه ۱۱ زامن لرل. د ده دویم زوی ” محمد اصغر خان” مور غلام فاطمه نومیده. وروسته دی په برطانوي پوځ کې شامل شو او د پایلټ په توګه يې برما کې خدمات تر سره کړل. د ده مشر ورور بریګیدیر اسلم خان و. د پښتنو په قبایلي سیمه د انګریز الوتکو په حملو کې یو وخت اصغر خان هم په وزیرستان بمبارۍ وکړې. ده د هند د وېش مخالفت کوو خو په ۱۹۴۷ م کې دده کورنۍ ایبټ اباد ته کډه وکړه. وروسته اصغر خان د پاکستان د هوایی ځواک مشر شو.
د هند په کشمیر “ګوټلی باغ” سیمه کې اوس هم د ۴۰ او ۵۰ زرو شا و خوا پښتانه میشت دي.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه. ۲۸ جولای ۲۰۱۹م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *