د هاتیخیلو پیښه

د ۱۹۳۱ م په سپرلي کې انګریزانو د خدایی خدمت ګار په جلسو د بندیز لپاره ځای ځای مارشل لا لګولې وه. په ۱۶ اګست دوی باچا خان او د کانګرس نور مشران ونیول نو پښتنو د احتجاج لپاره نورو ځایونو کې غونډې پېل کړې.
د باچا خان یو ملګری په پټه د بنو سپین تنګي ته ورسیدو او په ۲۴ اګست یو لوی غونډې ته د شا و خوا قبایل هم وبلل شول. د هاتيخیل قام دا سیمه د بنو نه ۱۵ میله لیرې د کوهاټ په لاره ده. د وزیرو او نورو قامونو مشران هم د وینا لپاره ورغلی وو. پولیس د فضل قادر د فعالیت څارنه کوله. په ۲۴ اګست دی سپین تنګي ته ورغلو نو انګریزانو ۳۰۰ پلی پوځ، ۱۰۰ د ملیشیا ځوانان او څو تنه پولیس دغه جلسې ته ورواستول. د دغه ځواک مشر د شپږم رایل بټالین کیپټن اېش کرافټ و. د ده سره نیمه پوځي ځواک (ملیشیا) او پولیس هم مله وو. د دومره لوی ځواک په لیدو قاضي فضل قادر اعلان وکړو، چې دوی به د جلسې نه وروسته پخپله پولیس سټیشن ته ورځي او ځانونه به قانون ته وسپاري. دا د عدم تشدد لاره وه چې د باچا خان خدای خدمتګار غورځنګ پرې روان و.
انګریز وایی چې په جلسه کې ګډون کوونکو ناببره په دوی ډزې پېل کړې او د ملیشیا۱۰ کسان يې ووژل. د پوځ په جوابي ډزو لاس پورې کړو چې شا و خوا ۴۰ کسان پرې مړه شول. قاضي فضل قادر يې سخت ټپي حالت کې مجسټریټ (قاضي) ته وړاندې کړو چې لږه شیبه وروسته يې ساه ورکړه. خو بیا هم د فضل قادر مړي ته د ۱۴ کالو بند سزا ورکړه او په بنو جیل کې يې خښ کړو.
د ۲۴ اګست په اخوډب کې ۸۰ کسان مړه او شا و خوا ۳۰۰ تپیان شو. خو انګریز د مړو شمیره ۷۰ وښودله. د پښتنو ملت پاله ګوند هر کال په ۲۵ اګست د ډومیل سیمې د سپین تنګي شهیدانو ورځ نمانځي. له پیښې اویا کاله وروسته د پښتونخوا حکومت د بنو ښار نه بهر یو نوی زندان او پخواني جیل په ځای د یو پارک د جوړولو فیصله وکړه. د قاضي فضل قادر قبر وموندل شو او د پاسه پرې شناخته ودرول شوه.
په ۲۰۰۴ م کې د خیبر پښتونخوا مشر وزیر اکرم درانی د دې باغ په پرانسته کې وویل چې اوس قاضي فضل قادر ازاد شو.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۲۵ جولای ۲۰۱۹م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *