د ۱۹۷۰م په لسیزه کې یو بوډا انګریز چې خاکی پتلون او سپین کمیس به يې اغوستي و په بایسکل د پیښور په سړکونو لیدل کیدو. دغه “مایکل کلوز” و چې یوه ورځ زمونږ کالج کې د ” وینې خیرات” په اړه راته یو لیکچر راکړو. هغه ورځو کې دغسې څو انګریزان په پیښور کې لیدل کیده. مایکل کلوز به اوړی ژمې په بایسکل ګرځیدو. کله نا کله ورانو هلکانو به د ده د بایسکل ربړینه پایه سوری کړه.
هربرټ مائیکل کلوز له کیمبرج پوهنتون سبق خلاصولو نه وروسته، په ۱۹۳۷ م کې د یو پوځي افسر په توګه هند ته ورغلی و. خو د تدریس سره د شوق له کبله پوځ نه د تقاعد وروسته، په ډېلي کې د کالج استاد شو. په ۱۹۴۷ م کې د هند له وېش سره کلوز پیښور ته لاړو. لومری په اسلامیه کالج او بیا په ایډورډز کالج کې د انګریزي درس ورکاو.
د ده شاګردان لوړو عهدو ته ورسیدل. دی به په بایسکل ټول پوهنتون کې ګرځیدو او هر یو شعبې محاصلیونو ته د وینې ورکولو معلومات ورکول. خپله به يې هر دوه میاشت وروسته وینه ورکوله. د ۱۹۶۵ م په جنګ کې به يې شاګردان پوځي روغتون ته وړل چۍ زخمیانو لپاره وینه ورکړي. ده به د ښوونځو د استادانو ډېر درناوی کوو. ویل به يې چې د پروفیسرانو نه زیات مهم کار دغه استادان کوي. محاصلینو به په ټوکو ورته “حاجي کلوز” او “ویمپایر” ویل.
کلوز به په دې افسوس کاو چې د نورو هندوستانیانو په پرتله پښتانه په سبق کې ډېر وروسته پاتې وو. ویل به يې چې په کراچي او لاهور کې زما د ډېلي شاګردان ډېر دي چې اوس د پاکستان په بیوروکراسي کې په لوړو عهدو کار کوي. کله چې د صوبه سرحد نه بهر یو پښتون به يې په لوړه عهده ولیدو نو هغه ته به يې خواست وکړو چې خپل وطن کې د خپلو خلکو خدمت وکړي. کلوز په ۱۹۹۴ م کې یو کتاب “دی پټان کمپني” خپور کړو. بل کتاب په هند کې د قدرت د انتقال په اړه و چې په ۱۹۹۷ م کې چاپ شو. ده خپل ټول ژوند د پښتنو د تعلیم لپاره وقف کړی و. د ورځې د کارونو نه وروسته به ده ځوانان هڅول چې روغتون کې وینه ورکړي. مایکل کلوز په ۱۹۹۹م د اکتوبر په میاشت کې وفات شو او قبر يې د پیښور په ګوره قبرستان کې دی.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- د اګست اوله. ۲۰۱۹م