په دغه تصویر کې دوه کسان په سنډا سپاره ښکاري. شا و خوا یوه پېړۍ وړاندې د پیښور په یو بازار کې اخیستل شوې عکس د هغه وخت د ژوند یو څرک دی.
د پښتو لیکوال استاد خواجه سایل وایی چې ده په ماشومتوب کې کیسه خانۍ بازار کې په سنډا ناست یو کس ولیدو. هغه یو لاس په غوږ ایښې په لوړ غږ ټپې (لنډې) ویلې. د پیښور سنډاګان به زیات وخت د لویو بار اوړونکو ریړو(لرګین کاژي) سره تړلي وو او د ښار دکانونو ته به يې سامانونه ( سټاک) وړلو. هغه وخت د سنډا ارزښت هم هغه و لکه چې اوس د سامان ټرک (لارۍ) وي. دغه سنډاګان به زیات د ګوجرانو سره وو چې د خلکو کورونو ته د پیو اوړلو کار هم کوو. د ښار پخوانو خلکو وینا وه چې په اختر، دیوالي او بیساکي په موقع د دغو سنډاګانو منډه به هم کیده او لکه د اسونو به يې ځغلول.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۱۳ اګست ۲۰۱۹م