د کرکټ رنجیت


په هند کې د کرکټ د لوبې “رنجیت ټرافي” یو مشهور ټورنمنټ دی چې کې د هند د ۲۹ ایالتونو ۳۷ داخلي لوبډلې لوبیږي.
رنجیت سنګ د هند لومړنی لوبغاړی دی چې د کرکټ نړیوالې لوبې یې وکړې. ده چې کله په انګلنډ کې د کرکټ نړیواله لوبه کوله، د هند اوسنی افسانوي لوبغاړی سچن ټنډولګر لا پیدا شوی هم نه و. رنجیت د انګریزانو تر استعمار لاندې په ۱۸۷۲ز کې د هند په لویدیځ کې د “کاټیاواړ” ایالت د سردار جیوان سینګ جي په کور کې زوی پیدا شو. هغه څو ښځې لرلې خو زوی یې نه لره. ده پر خپل زوی کمار شري رنجیت سینګ جي نوم کېښود. د ده په زېږېدو سره ظاهرا د پلار دا اندېښنه ختمه شوه چې ګنې نوابي او سرداري به یې میرات شي، میراث خور او ځای ناستی یې پیدا شو.
رنجیت سنګ په ماشومتوب کې به ډېر مریض کېده. دی د شاوخوا ۱۶ کالو و چې له دوو نورو زده کوونکو سره انګلنډ ته د زده کړې لپاره ولاړ. خو هلته د کرکټ مینې دومره لیونی کړ چې د نوابي ژوند او زده کړې ترې پاتې او ټوله ورځ به بیټ او توپ په لاس د کرکټ په میدانونو کې ګرځېده. رنجیت سنګ یو مهال په انګلنډ کې په کرکټ کې دومره مشهور شو چې خلکو “شهزاده رنجیت” باله، خو ده ته اجازه نه وه چې ځان ته شهزاده ووايي. د ده سټایلیش ژوند خوښ و، پلار به ورته د زده کړو لپاره پېسې استولې خو ده به په کرکټ، ملګرو سره په میلو او ښکلیو لباسونو او نورو قیمتي شیانو په اخیستلو لګولې.
رنجیت سنګ په ۱۸۹۵ز کې د لارډز په مشهور میدان کې د انګلنډ د سسیکس کلپ لپاره د فرسټ کلاس( څلور ورځنۍ لوبه) وکړه. ده د انګلنډ د کرکټ د فرسټ کلاس په څو پرلپسې سیزنونو کې تر ۱۰۰۰ ډېر منډې وکړې. دی بیا د خپل کلپ کپتان هم شو او شپږکاله یې په دغه کلپ کې لوبه وکړه. دی په ۱۸۹۷-۹۸ کلونو کې آسترالیا په رسمي سفر ولاړ د انګلنډ په ټیم کې ولوبېده، ښه وځلېده. رنجیت سنګ هندی و او په انګلنډ کې نه و زېږېدلی خو د انګلنډ لوبډلې لپاره یې رسمې لوبې وکړې. د هغه مهال د ام سي سي (مېريلبورن کرکټ کلپ- ام سي سي) مشر لارډ هاریس د انګلنډ په ټیم کې د ده د موجودیت مخالف و. ام سي سي د انګلنډ او ویلز د کرکټ چارې تنظیمولې. له دې دومره مخالفتونو سره سره بیا هم رنجیت سنګ د خپل استعداد او د کرکټ د ځانګړي سټایل له مخې د انګلنډ په ملي ټیم کې ولوبېده، ۱۵ ټسټ لوبې یې وکړې چې دوې سلیزې او شپږ پنځوسیزې په کې شاملې وې.
رنجیت سنګ د خپل کرکټ او لوړ قد له کبله هم خورا مشهور و. دی د (لېګ ګلنس) ځانګړي کرکټ شاټ مخترع بلل کیږي. همدغه راز دی لومړی بېټسمین بلل کیږي چې “بک فوټ” یې مروج وکړ. له دې مخکې نورو لوبغاړو تر ډېره “فرنټ فوټ” کاروه. ده په ۱۸۹۸ کلونو کې په انګلنډ او هند کې خورا مشهور شوی و، بېرته هند ته وګرځېده چې هلته نوابي او سرداري ترلاسه کړي، خو د ده په کورنۍ کې بل کس، جاساجي، واکمني ترلاسه کړې وه او دی ونه توانېده چې نوابي ترلاسه کړي. د ۱۹۰۰ز کې د انګلنډ د کرکټ سیزونه هم ترې پاتې شول. خو په هند کې یې د پتیالا له مهاراج رجیندر سنګ سره ولیدل. رجیندر سنګ د کرکټ غټ مینه وال او د رنجیت سنګ د کرکټ او ژوند لګښت یې په خپله غاړه واخیسته خو په همدغه کال کې رجیندر سنګ مړ شو او ورسره د رنجیت سنګ ژوند نور هم له اقتصادي ستونزو سره مخامخ شو. په دې باندې دومره غربت راغی چې ان ډېر کله به د خپلو ملګرو ځانګړو میلمستیاو ته هم نه تله. بېرته انګلنډ ته وګرځېده، په ۱۹۰۲ز کې یې بیا کرکټ ته مخه کړه، خو هغه پخوانۍ مزه یې نه وه، د انګلنډ ملي ټیم کې ورته چانس ورکړل شو، خو ډېر ونه ځلېده. کرکټ د وخت او پرکټس لوبه ده، چې عمر دې ډېر او پرکټس دې کم شو، پر لوبو او وړتیا دې هم بد تاثیر کوي. رنجیت سنګ د برتانیا له مشهور پوهنتون کیمبرج څخه فارغ شو، خو د مالي ستونزو او کرکټ له کبله د وکالت ازموینه ترې پاتې شوه، وکیل نشو، خو د خپل وخت یو مشهور کرکټي شو. دی بېرته هند ته وګرځېده او بلاخره د “نوانګر” نواب شو. رنجیت سنګ جي په ۱۹۳۳ز کې د زړه د ناروغۍ له کبله مړ شو، خو د هند په کرکټ او د کرکټ په تاریخ کې یې لا هم نور یادیږي، رنجیت ټرافي سیالۍ د ده له مرګ یو کال وروسته پیل شوې.
جعفر هاند- واشنګټن
سرچینه:
A Gentleman’s Game
Author: Anindya Dutta

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *