پیفر


د انګریز نیمه پوځي ځواک “پنجاب ایریګولر فرانټیر فورس” مخفف “پیفر یا پفر او د دې غړي “پیفرز” نومېږي.
په ۱۸۴۰ م کې د سیکانو سلطنت په ړنګیدو، د دې خالصه پوځ بیکاره شو. په لاهور کې د ایسټ انډیا کمپنۍ استاځي کرنل هنری لارنس دغه پوځ پخپلې ولقې کې واخیستو. وروسته په دغه ځواک کې د هر نسل او قام خلک شامل شول.
د دویم افغان جنګ په وخت یو انګریز “اولیور ایمرسن ایډورډ” کوهاټ کې میشت و او د دوی په اړه لیکي.
” په کوهاټ کې د پیفرز چاوڼۍ درې رجمنټ (غونډ) پلي عسکر، يو د سپارو، يوه غرنۍ او بله د چاوڼۍ توپخانه لري. دلته ټولټال ۳۵۰۰ پوځ پروت دی. د چاوڼۍ کورونه واړه او باغونه يې نور هم وړوکي دي ځکه دلته د باغبانۍ موقع نشته. سنتريان د شپې پهره (ګزمه) کې په هر ګلدان نظر ساتي. هره ونه چې د الوچې نه غټه وي، بايد د غلو د لاسه خوندي شي.
دلته په يوې لوې کوټې کې وړه کليسا هم شته چې د اړتيا په وخت د نڅا او ډرامو لپاره کارېږي. يو کتابتون، د رېکټ، ټېنس، کرکټ، پولو او د اس د ځغاستې لپاره میدان دی چې چاپېره ترې د لرگي دېوال راتاو دې. که څوک ورزش یا لوبه کوي، د ماځيگر چاې پکې څښي، پوځي بېنډ غږول غواړي او يا ناول ولولي نو دلته کيناستې شي. د میدان نه وراخوا مېس (خوړنځی) دی او هر هغه چا ته ډوډۍ ورکوي چې خپله دنده يې سر ته رسولې وي. خو هرڅوک دومره خوشبخت هم نه دی چې دلته پاتې شي. البته نااشنا سړی ورته نشي راتلې او په تیره کوهاټ چاوڼۍ ته هيڅ نا پیژندل شوی کس وردننه کيدې نشي.
د پیفرز تر څارنې لاندې له هوتي مردان تر راجنپور او کوهاټ شامل دی. که مېلمه پالنه د سرحد د خلکو يوه ځانګړتيا ده نو په کوهاټ چاوڼۍ کې دغه دود تر وروستي بريده د ساتلو هڅه کېږي. چاوڼۍ مساپرو ته يواځې ډوډۍ نه ورکوي بلکه د لارې بدرگه او له ټولو حفاظتي چوکیو نه د تېریدو مله هم ورسره لېږي. په دې سيمه کې هر میلمه دغو دوو ته اړ دی ځکه د چاوڼۍ نه وراخوا بدمعاشان خپل فعالیت کې د ميلمستيا پرواه نه کوي. کيدېشي چې میلمه مړ نه کړي ځکه د يو “صاحب” وژل ورته گټه ور نه وي. دوی د يو انگریز کافر د وژلو په ځاې د ۹۹ ښو پښتنو لپاره زيات اندېښمن وي. خو له دغه میلمه به هرهغه څه شوکوي، چې له ځانه سره يې وړلې شي.
دوی د دومره محافظانو په موجودیت کې، د کمشنر نه اسونه او د لفټيننټ گورنرد کیمپ اوښان يوړل. د پېښور له بارکونو ټوپک غلا کول د دوی عامه دنده ده، هم هغسې لکه چې د کلي نه خپلې غواوي يا پسونه وړي یا د کاروباري سړي يا هندو نه د هغه يواځينی زوې وتښتوي. هغوی چې د خپل ماشوم غوږ يا د بدن يو(پرې شوی) غړی تر لاسه کړي نو بونګه ورکولو ته غاړه ږدي. د ډګرمن بالښت لاندې نه يې تماچه ويستله او د ډسټرکټ افسر له تمبو( کیږدۍ) هر څه يې داسې په هنر يوړل چې د هغه د کټ چاپېره قالينه يې هم پرېکړي وه. د یو پوليس افسر له خیمې، چې بهر ورته ساتندويان هم ولاړ و، د هغه او د میرمنې جامې يې پداسې وخت کې يوړل چې دواړه ويده وو. د یو کس پوره خېمه يې يوړه چې د دوی د هنر يو بېلگه وه. دا ټولې کیسې د ټوکو او د دوی د چالاکۍ ښودلو لپاره خلک يو بل ته کوي.
د کوهاټ چاونۍ په منځ کې سنتريان گرځي او په هر ناشنا کس ډز کوي. دا عادي محافظان نه دي بلکه په پښو کې غټ بوټان او د دوی په دربولو يو خوا بل خوا څرگند گرځي. په لاس کې يې يو غټ غوړ کوتک (لوړ) وي چې په تياره کې برېښي او د یرغل په نیت راغلو غلو ته یو نرم خبردارې ورکوي.
د پیفرز حمله داسې وي چې دوی د يو دېوال شا ته ودرېږي او يا بيا په وړې ډلې کې هغه ځاې ته ولاړ شي چې ترې د چا د راننوتلو خطر وي. د دوی نښه چرې هم خطا نه ځي او د پوچو گوليو په ځاې ژوندې کارتوس کاروي. دوی هغه اصول هم نه کاروي چې غل ته به لومری زباني خبردارې ورکوي او بيا به وسله کاروي بلکه نااشنا کس د ليدو سره په مخه ډز کوي. سهار که څوک دا خبر واوري چې بیګا دوه غله وويشتل شو او درېم په زخمي حال وتښتيدو، نو دا غېرعادي نه ده.
په دې سرحد د سهار په خړه کې ښه خبره دا ده چې محافظ ته خپل ځان ژر وروپېژنې او ترټولو ښه د پېښور په دود پر زمکه پریوتل او چيغه کول چې – “ملګرې يم”.
يوعام پیفر دومره هوښيار وي چې په خپل صاحب ډز نه کوي خو میلمه ته يوه مشوره دا ده چې خپل خدمت ګار دې د شپې دومره ليرې نه وراستوي چې د محافظانو ډلې د مشکوک يرغلګر په لټون په تياره کې راوتلي وي. دوی چې کله چاوڼۍ ته راځي نو سمدلاسه وژل کوي نو د محافظ لپاره غوره دا وي چې لومړې ډز دی پخپله وکړي. څنګه چې سنتريان د خپل کنډک ساتنه کوي، پيفرز لکه د غونډ، سرحد يا د دې لويه برخه ساتي. د پیښور او کوټې نه علاوه، دوی د هند په ټولو مهمو پولو پراته دي او د پوځ لپاره لکه يو مخکینی او ژغورونکي ځواک کار کوي. دوی د سرحدي ځواک په توګه دنده لري او ټول يې د هم دې سيمو نه وي چې سيکان، ګورکها، پنجابي، مسلمانان، افغانان او يو څو بلوڅان دي.
لوې شمېر پښتانه پکې د ليکې د پورې (افغانستان) غاړې نه دي. د بیلګې په توګه د پلی او سپارو د مليکې (وکټوريه) د ګايډ کور شانداره ډله، چې مرکزونه يې په هوتي مردان او پېښور کې دي. په دوی کې د اباسين او د کابل ترمنح هر هغه قام او سيمې غړي شامل دي چې خلک يې پېژني. دا هم هغه قامونه دي چې مونږ ورسره بيا بيا جنګ کړې دی او د دوی د قام خلکو په مرسته ناببره ورسره جګړې ته وتلې شو.
په داسې ملکونو کې چې وطن پالنه يو اساسي صفت ګڼلې شي، خلک پوځ ته راجلبول يوه مشکوک پاليسي ده. په تیره بیا چې په فرايضو کې يې د وسلې او د تورې ګرځول او دا د خپل پلرني خاورې په خلکو کارول، يا د خپلوانو په ضد جنګ او یا خپل کلی وګوري چې ورباندې ډزې کېږي. پښتون پیفر، که د ډاکټر جانسن (کتاب) لوستې وي نو ممکن د دې خبرې سره اتفاق وکړي چې داسې وطن پالنه د منلو نه ده، چې د يو بدماش لپاره وروستې پناه ځاې وي. د ګايډ د ډلې نه يو ښاغلی په افغانستان کې د یو انګریز د ژغورلو په هڅه ووژل شو. دغو کسانو بيا بيا او څو واري د خپلو خلکو او د خپلو کورونو پر ضد مارچ کړې دی. نه يواځې د خپلو پلرونو او وروڼو پر ضد بلکه د ځاې غازيانو د غزا د اپيل په ضد هم جنګیدلي دي.
په ميرانزۍ کې يو افسر چې پلار يې بره په غرونو کې و او انګریزغوښتل چې په هغه کلي حمله وکړي، نو خپل کوماندان ته وویل چې د شپې نه وړاندې په غازيانو حمله وکړي چې په دوی کې د رحم جذبه پېدا نشي. انګریزانو به هغه قبایل په پوځ کې اخیستل چې د دوی مخالف سره په میړانه جنګیدل. که یو سپای ته به يې چوټی ورنکړه نو هغه به له پوځ وتښتیدو.
د یوې پخوانۍ دشمنۍ بیلګه هغه دوه کسان وو چې یو يې تره او بل يې عیسا خان (وراره) وو. دوی دواړه په یو رجمنټ کې وو او په یو وخت کې ورته د چوټۍ ورکولو اجازه نه وه. تر کلونو دوی دواړه د ملکې دشمن سره جنګ ته تیار او خدمت ته يې ملا تړلې وه. خو پخپلو کې دشمني دومره بده وه چې که دواړو ته په یو وخت کې چوټي ورکړې شوی وای نو باور کیدو چې یو به پکې ژوندی بیرته راتلو. څه موده وروسته نوی افسران راغلل او له بده مرغه هغو دواړو ته په یو وخت کې چوټي ورکړې شوه. بیا عیسا خان یواځې بیرته راغلو. دی د چوټۍ نه ۳ ورځې د مخه پریډ نه ځان وویستو او د بنو نه ډیره اسمعیل خان ته په پښو لاړو او بیا بیرته هم راغلو چې ۱۷۰ میله فاصله ده. په ډیرو کې هغه خپل پخوانی افسر نه د رانجو (بارود) یوه کسوړه وغوښتله. وروسته يې چا ته وویل چې که “نارمن صیب” راته رانجه نه وای راکری نو هغه به خپل تره نه بدل نه وای اخیستې.
په ۱۹۲۲م کې د پیفرز ډلې بیرته ترتیب او ۱۲ او ۱۳ فرانټیر کور ترې جوړ شو. د پاکستان له جوړیدو وروسته اوس دغه ټول نیمه پوځي ځواک د ایف سي په نوم یادېږي. د دوی ټولې ډلې د هند له نورو برخو نه پاکستان ته ورواستول شول. د پیفرز په نوم یو مرکز اوس هم په ایبټ اباد کې شته.
سرچینه

Across the Border: Pathan and Biloch. Oliver, Edward Emmerson)1890)
Reprint. London: Forgotten Books, Chapman and Hall. 2013.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *