د کلکتې میوزیم ته هره ورځ په سوونو سیلانیان ورځي او هلته په بودایی ګېلري کې د ګندهارا هنر هم ګوري. د یو خانقاه په ماته دړه د بودا د ژوند یوه پیښه کنده شوی ده چې د سری بهلول نه وړل شوی ده.
سری (سري) بهلول د پیښور نه ۷۰ کلومیټر شمال لویدیځ کې په مالاکنډ روډ واقع دی. سری په هندي کې سر ته وایی او ممکن د یو پخواني نوم برخه وه. وروسته خلکو ورسره د بهلول نوم ورزیات کړو چې ممکن د یو مسلمان صوفي یا پیر نوم و. د تخت بهۍ نه ۵ کلوميټر په فاصله د زمکې نه ۹ ميټر لوړ غونډۍ دا کلی په لومړي میلادي پېړۍ کې اباد و. ښایی هغه وخت په غونډۍ د بودا سټوپا او خانقاه موجود و ځکه یو دېوال ترې تاو و. کشان باچاهانو د بودایی دین سرپرستي کوله او شا و خوا ۳۰۰ کاله د غونډۍ چاپېره خلکو کورونه جوړ کړل او بره زیارتونو ته د تلونکو شمېره زیاته شوه. په ګندهارا هنر کې د بودا د ژوند هره پیښه په ګچ او په تیږو جوړیده چې د پښتنو د سیمې یو روایت شو. د سری بهلول ځانګړتیا دا وه چې دلته د بودا د ورور پیښه په تیږو جوړه شوه.
د ګوتم بودا کشر ورور شهزاده ننده نومیدو. د بودا مور د ده له ولادت ۷ ورځې وروسته مړه شوه نو باچا “سودهدانا” د خپلې خښینې (د بودا ترور) سره واده وکړو. ننده د هغې زوی و.
کله چې سدهارته شاهي ژوند پریښودو او څو کاله په دشتو کې ګرځیدو او نروانه (ابدي ژوند) ته ورسیدو. نو د خپل پلار په غوښتنه ۷ کاله وروسته بیرته کپل وستو ته ورغلو. بیا په دریمه ورځ بودا د ډوډۍ خوړلو نه وروسته خپله کاسه (کچکول) ننده ته ورکړه او بهر روان شو. بودا په دغه عمل ورور ته په خاموشۍ د خپل دین پیغام ورکړې و. ننده نوی واده کړې و او ورور ورته د رهبانیت لاره ښودله. ننده فکر وکړو چې کاسه به بیرته ورور له ورکړي نو ورپسې يې منډې کړې. وروسته هغه د بودا سره مله شو او پخپله هم د بودا په شان لوړ روحاني مقام ته ورسیدو.
په ۴ میلادي پېړۍ کې کشان سلطنت په خاتمه بودای دین هم زیانمن شو او یفتلیانو په حملو دغه ځای ویجاړ شو.
په ۱۹۲۵ م کې کله چې سر جان مارشل په صوبه سرحد کې په لرغونو سیمو پلټنې شروع کړې نو په سري بهلول کې د دريو پېړيو د جوړښتونو نښې وموندل شوې. د لویو وړو مجسمو نه علاوه سکې او لوښي هم وکنستل شول. ځینې يې لاهور او پیښور په میوزیم کې کیښودل او نور يې د هند مختلفو ښارونو ته ورواستول. په ۱۹۸۰ م کې سری بهلول د یونیسکو له خوا ژغورل شوې سیمه اعلان شوه. په دغه لسیزه کې د افغانستان د جنګونو له کبله د پاکستان حکومت ځینې چارواکي د وسلو، اپیمو او د لرغونو توکو په قاچاق بدنامه شول. څو منظمو ډلو د ځایی خلکو نه په پټه لرغوني توکي په پېسو اخیستل. نتیجه يې دا شوه چې خلکو دلته په غیر قانوني توګه زمکه اخیسته، دېوال به يې ترې تاو کړو او په لوی لاس به پکې کنستون کاو. سری بهلول د ګندهارا هنر یوه لویه خزانه وه چې په ۱۰ کالو کې ځایی خلکو لوټ کړه. دلته نه موندل شوي بودایی توکي په ټولې نړۍ کې د املوکو په تول خرڅ شول.
خلکو په پخوانیو ځایونو کورونه جوړ کړل او یو حکومت هم د دې مخ نیوی ونکړې شو. اوس په غونډۍ تش یو لرغونی دېوال پاتې دی چې د انساني حرص داستان وایی.