ورخاړی


د پښتونخوا په بازارونو کې اوری د ورخاړي ساګ (سابه) نه بغیر نیمګړی وي. په هندکو کې “قلفه” او فارسي کې “غلفه” نومېږي. په لاطیني کې د دې نوم ” پورټولاکا اوری لاسیا” دی چې په لنډو “پرسلین یا پرسلي” بللې شي.
د دې بوټې له زمکې ۴۰ سینټي میټر لوړ شنه شي او د سرو ډنډرو سره غټې پاڼې يې پر زمکه خواره واره پراته وي. د نړۍ په ګرمو ملکونو لکه د شمالي افریقه نه واخلې تر جنوبي اروپا، عربستان، ملیزیا او اسټریلیا کې هر ځای راشنه کېږي. د امریکه پخواني سور نژاده خلکو به دا د سابو په توګه پخاو. خو اوسني خلک ورته دومره پام نه کوي. ښایی د دې سبب د ورخاړو معمولي تریخ والی دی. د دې زیړ واړه ګلونه ۵ پاڼې لري او هر وخت چې باران وشي نو په بوټو کې را ښکاره شي. خو د دې ګلونو ژوند یوه ورځ وي او په یو وړوکي پلۍ کې ترې زړي جوړ شي.
د ورخاړو لپاره ډېرو اوبو یا د سري اړتیا نه وي او دا په شاړو زمکو هم راشنه شي. د میډیټرینیا د ختیځ ملکونو کې ورخاړي د لرغونو انسانانو د خواړو برخه وه. په ترکي او یونان کې به خلکو دا د خاورو په لوښو کې کرل او د نورو خواړو سره لکه د دڼیا، کاږه او پودینه ورګډول. په لرغونې یونان کې د خفګان ناروغ ته به يې په غاړه کې د ورخاړي امیل یا په مټ ددې یوه څانګه تړله چې بلاګانې ترې پاسي. د یورپ بې وزلو خلکو به د قحطۍ په وخت کچه (اومه) ورخاړي خوړل. د ورخاړو ډنډر، ګل او پاڼې ټول د خوړلو لپاره مناسب وي. دا په سلاد او ښوروا دواړو کې کارېږي. د اسټریلیا اصل “ماوري” خلکو به د ورخاړو تخم په ډوډۍ کې ګډول. یونان کې اوس هم “انډروکله” کچه پاڼې د پنیر، زیتون او ټماټر سره یو ځای د سلاد په توګه خوړل کېږي. په پښتونخوا کې ورخاړي د پالک په شان پخوي او اکثر د جوارو ډوډۍ او شوملو سره يې خوري.
کروند ګر پخپلو پتیو کې ورخاړی د دې لپاره هم کري چې دا پر زمکه خپاره شي او د خاورې اوبه په څانګو کې پټ کړي. د زمکې د نمژن ساتلو لپاره ورخاړي ډېر ضرور وي. د جوارو د بوټي لپاره هم ورخاړي ښه وي ځکه د دې جرړې په زمکه کې دننه خاوره ورته نرمه کړي. په ورخاړو کې د نورو سابو په پرتله “اومیګا ۳ غوړ” وټامین الف- ب -ج او اوسپنې نه علاوه پوتاشیم او کیلشیم هم موجود وي. دا د شپې کاربن ډای اوکسایډ د هوا نه راکاږي چې “میلیک ایسډ” ترې جوړېږي او که سهار بوټي د خواړو لپاره راټول شي نو میلیک ایسډ پکې زیات وي او لږ خوږوالی لري. هم دغه بوټي که د غرمې نه وروسته لږ تریو خوند ورکوي. د پښتونخوا په کلیو کې کروند ګر په اوړي کې تازه ورخاړي له پټیو وشکوي او د ډوډۍ سره يې خوري. یو عام باور دا دی چې د ورخاړو تاثیر یخ وي نو د تبې مریضانو ته يې پخوي.
د ورخاړو په اړه د غنی خان دغه نظم مشهور دی.
ګلونه د ورخــــــــــاړي
د رنګ څاڅکي ولاړي
سحر په خندا تـېر کړي
ماښــام ټول خفه مړاوي
ځواني د يو سحر ده
جمدون د يوې ورځې
بيا هم ما نه نران دي
چې هر سحر خندان وي
او نرۀ يو پوټي غم ته
د لږ ساعت تورتم ته
آدم د اوښکو نوم دى
په ګلونو پسې ژاړي

صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *