په هند کې د خپلو څېړنو په وخت ځینو استادانو ویل چې مونږ دوه پښتانه پیژنو چې یو شیر شاه سوری او بل ډاکټر ذاکر حسین خان دی.
د قایم ګنج په یو محلت کې د “مد اخوند په قبر خلک اوس هم ډیوې بلوي. دا ښار قایم خان بنګښ په ۱۸ پېړۍ کې اباد کړی و او دلته د پښتنو د هر قام په نوم یو محلت شته. مد اخوند اپریدای و او په هند کې د دوی ټبر وروسته د “ذرین خیل” نوم واخیستو.
په ۱۹۶۰م کې د هند دریم صدر (جمهور رئیس) د قايم گنج پښتون ډاکټرذاکرحسين وټاکل شو. د کتابونو شوقین او د جامعه ملیه اسلامیه بنسټګر زاکرحسين پلار فدا حسین او نیکه غلام حسین نومیدل. غلام حسین د مد اخوند نمسی و او خپل ۲۰ کلن زوی فدا حسين په ۱۸۸۸ م کې حیدراباد ته د کاروبار لپاره واستاو. ده په ۱۲۰۰ روپو په بيگم بازارکی د لوښو هټۍ پرانسته او د خپل يو وکيل ملگري نه به يې د قانون کتابونه مطالعې لپاره پور وړل. بیا د وکالت (قانون) امتحان کې کاميابه شو نو دکانداري يې پرېښوده او په اورنګ اباد کې يو نامتو وکيل شو. په ۱۸۹۳ م کی دی بيرته حيدراباد ته لاړو، دوه پوړيز کوريې جوړکړو چې په ښکته برخه کی چاپځاې، دفتراو کتابتون او په بره برخه کی استوګنه لرله. په ۱۹۰۰ م کی دی د سل (ټي-بي) د مرض سره بيرته قايم گنج ته کډه او په ۱۹۰۷ م کی د څلويښتو کالو په عمر، مړ شو. هغه وخت ذاکر حسین د لسو کالو و چې په۱۸۹۷ م کی حيدراباد کی ذیږیدلې او لومړنۍ زدکړې يې په کورکی تر سره کړې وې. د فدا حسین د ټبر پالنه او د ماشومانو د تعليم څارنه دواړو نيکونو پرغاړه واخسته. زاکرحسين لومړې په اسلاميه سکول او ورپسې د اټاوه په پوهنځي کې داخل شو چې د قايم گنج نه لرې و. ده هلته په هاسټل (ليليه) کې ترسخت ډسپلن لاندې ژوند کوو. د ورځې د سبق نه وروسته د نوروعلمي اوادبي کتابونو مطالعه به يې هم کوله.
په ۱۹۱۱ م کی اطاليې په ترکي حمله وکړه او بل کال ته د بلقان جنگ پيل شو. زاکرحسين به په جومات کې د جمعې له لمانځه وروسته تقریر وکړو او خپل فیض (ترکي ټوپۍ) به يې د چندې لپاره ونیوله. بیا راټولې شوې پېسې به يې د پوسټ د لارې ترکيې ته ورواستولې. په ۱۹۱۳ م کی زاکر حسين په عليگړهه کالج کې سبق ویلو او د يونين مشر انتخاب شو. له هغه وخت نه د مسلمان محصلینو لپاره د پوهنتون په فکرکې شو ځکه د عليگړه په معاملوکی به انگرېزانو مداخله کوله. په ۱۹۲۰ م کی د عليگړهه په يو جومات کی ۲۳ کلن ذاکر حسین د جامعه مليه اسلاميه بنسټ کیښودو. په خيمو کی به هلکانو درس ویلو او ورسره په دووکورونو کی يې دفترونه و. د دی لومړی رئیس د رام پور یو پښتون مولانا محمد علي جوهر، د بنسټ اعزازي سکترحاجي موسا خان او تصدق احمد شيروانې او مولوي انوارالهدا په گډه د دې انتظام چلوو. زاکرحسين پخپله به هم په جامعه کی درسونه ورکول. په ۱۹۲۲ م کی دی انگلستان او بیا برلین ته د ډکټوره (پي اېچ ډي) لپاره لاړو. په ۱۹۲۶ م کی دی بيرته هند ته ستون شو نو مخې سره يې د ډېلي په جنوب کې د زمکې يوه لويه شاړه برخه واخیسته او جامعه د علیګړه نه ډېلي ته ورکډه شوه. په ۱۹۲۸م کې ذاکر حسین د جامعه رئیس شو او په څو کلونو کې دلته کالجونه، ليبارټرۍ، هاسټل او د استادانوکورونه جوړشول.
د هند د ويش پروخت جامعه د متعصب هندوانو تر حملو لاندې و. ذاکرحسين په ناروغه حالت، خپل ملگري، جواهر لال نهرو ته ټيليفون وکړو چې په منډه ورته راغلو. د ټولو استادانوسره په مشوره د پوهنتون د دفاع لپاره یو سم پلان جوړ شو او د پوليسو مشر يې هم خبر کړو. په هغه اري ګړي کې زاکر حسين د رئيس په توګه د ټولو استادان په کورنيو پام کوو. د بی بی سی اردو څانګی د اصف جيلانې پلار په جامعه کې استاد او د کار په سلسله کې بل ښار ته تللې و. د ده ماشومه خور ناروغه او ذاکرحسين به يې هره ورځ پوښتنې له راتلو. ماشومې انګورغوښتل نو هغه ماښام دی پخپله د ډېلي بل سرته ميوه منډۍ ته ولاړو. يو پښتون تجار ورته انګور وموندل او دا يې ماشومې ته راوړل. د ذاکرحسین مشره لور په ماشومتوب کې مړه شوې وه چې د هغې لپاره به يې وړې کیسې لیکلې. د ده لور سعیده خورشید وایی چې زما پلار ډېر نرم زړه لرلو او د مړې لور په غم کې به يې د شپې په پټه ژړل.
دی د خپلو شاګردانو لپاره پخپله د علم يوه لویه سرچينه وه چې تعصب يې نه لرلو او پخپلو اصولو ټينگ ولاړو. د رام پورنواب او هلته نورو مخه ورو پښتنود عليگړهه پوهنتون او بيا د جامعه مليه اسلاميه لپاره چې څومره مالي مرسته وکړه، دا د ذاکر حسین شخصي هلو ځلو له کبله وو. هغوی د انګریز له ویرې ورته په پټه پېسې ورکولې. د بهوپال نوابه ميرمن سلطان جهان د پوهنتون سرپرستي کوله او خپل زوی نواب حميدالله خان هم دلته سبق لپاره داخل کړې و.
د هند له وېش وروستو لوې شمير مسلمان استادانو پاکستان ته کډه وکړه. زاکرحسين په هند کې پاتې شو. د ده کشر ورور ډاکټر محمود حسين چې د جرمني نه يې ډکټوره اخستې، د ډهاکه او بیا کراچي په پوهنتونونو کی وايس چانسلر او وروسته، د پاکستان د تعليم وزير شو. هغه په کراچي کی د جامعه مليه اسلاميه (ډېلي) په شان يوه تعليمي اداره جوړه کړه چې د هند نه راکډه شويو استادانو به پکی درس ورکوو. ده يو شمير کتابونه هم وليکل چې ” يادون کي دنيا ” د خپلې کورنې تاريخ دې.
ذاکر حسین د ۱۹۵۷م نه تر ۱۹۶۲م د هند د بهار صوبې ګورنر وټاکل شو. د علم او کتابونو سره د ډاکټر زاکرحسين دومره شوق و چې د بهار له گوټ گوټ نه پخواني کتابونه راټول کړل. هلته يوعالم خدا بخش پخپل کورکې د داسې صحيفوغونډ لرلو او د زاکر حسين په هڅو د دې لپاره نوې ودانۍ جوړه شوه. دلته ډيرې پخوانۍ قلمي نسخې د هغه له برکته خوندي دي. په ۱۹۶۲م کې ذاکر حسین د هند نایب صدر او په ۱۹۶۳م کې د هند تر ټولو لوی اعزاز ” بهارت رتنا” ورته ورکړی شو. دی د ۱۹۶۲ م نه تر ۳ می ۱۹۶۹م تر مړینې د هند صدر پاتې و. د ده میرمنه شاهجهان بیګم نومیده او ۳ لوڼه ریحانه، سعیده خورشید او نیلوفر په ډېلي کې ژوند کوي. د سعیده خورشید زوی سلمان خورشید د کانګرس له خوا پارلیمان غړی پاتې شوی دی.
د ذاکر حسین شانداره مقبره د ډېلي په جامعه نګر او ورسره یو میوزیم کې د ده کتابونه او نور نوادرات پراته دي. په ۱۹۹۸م کې د هند حکومت د پوسټ په ټکټونو د ذاکر حسین عکس خپور کړو او د ده په نوم علیګړه کې د انجینیرۍ یو پوهنځی هم جوړ دی.