له کوټې ۳۰ کلومیټر لیرې، بوستان اوس د پشین برخه ده.
په فارسی کې بوستان د “باغ” یا د بڼ مانا ورکوي او ښایی چې شین او سمسور سیمه به په دغه نوم یادیده. په بلوچستان کې د بوستان په نوم یو بل ځای په سیوۍ کې هم شته او ایران کې څو ښارونه بوستان نومېږي چې تر ټولو مشهور يې په خوزستان صوبه کې دی.
په لرغوني زمانه کې د سیمو کچ د یو غر نه تر بل کېدو. سل کاله پخوا بوستان د “کاریزات” په سیمه کې شامل و چې د تکتو (تکه تو) غر نه تر “سورغر” سیمه پکې را نغښتې وه. په بوستان کې د مسو او نورو منرالونو زیرمې دي نو ځکه د دې ځای خاوره سور رنګ لري. د دې خاورې د مڼو باغونه مشهور وو چې د کاریز په منرالي اوبو خړوبیدل.
د پشین “بوستان” د پانیزو یو مشر بوستان خان په نوم مشهور شو. ده په لومړی افغان انګریز جنګ کې ګډون کړې و. د بوستان پانیزي دوه زامن وو چې یو حاجي هارون خان د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې د انګریز سره روغه وکړه. بیا د ژوب سیند سره سره د اور ګاډي پاټلۍ جوړه کړې شوه چې ” ژوب وېلي ریلوې (ذیډ- وي- آر) نومیده. د دې یو جنکشن (تمځای) په بوستان کې و چې کوټه له ژوب، چمن او هرنای سره يې نښلاو. بوستان او ژوب په یوې بیلې نرۍ پاټلۍ په خپلو کې تړلي وو. په ټول هند کې دومره اوږده تنګه پاټلۍ (۲۹۴ کلومیټر) بل چرته جوړه نه شوه. په ۱۹۲۰ م کې د دواړو ښارونو ترمنځ په دې پاټلۍ، ۱۱ تم ځایونه (سټیشنونه) وو چې تر ټولو مشهور يې د “کان مهترزې” سټېشن و. دا په پاکستان کې تر ټولو لوړ ( ۲۲۲۴ میټر) د اورګاډی سټیشن و.
د بلوچستان ګزیټیر وايی چې د بوستان سټیشن د بمبۍ سره وصل و او له دغه ځایه به يې د زراعتو سامانونه هلته وړل. په ۲۰۰۸ م کې د بوستان ژوب پاټلۍ ورانه کړې شوه ځکه د سړک په جوړیدو د اور ګاډي ارتیا پاتې نشوه.