سرکاري سفر


د برطانوي ملکه ایلزبت تر ۲۰۱۲م هغې ۱۱۶ ملکونو ته سفر لاړه چې د نړۍ یو مشر هم تر اوسه دومره سرکاري سفرونه نه دی کړې.
د یو مملکت یا د حکومت مشر (باچا- ملکه یا صدر او وزیر اعظم نورو ملکونو ته رسمي یا سرکاري سفر د تجارت، ثقافت او کله کله جنګي ملګرتیا لپاره هم کوي. د مشر په سفر کې نور حکومتي کسان ورسره د معاهدو او د معاملو کار اسانه کوي. د دې سفر فیصله د دواړو ملکونو خارجه وزارتونه کوي او د هغوی په مشوره یا غوښتنه د ملو کسانو نومونه د سفر لپاره غوره کېږي.
سرکاري یا رسمي سفر ۵ ډوله وي.
د مملکت سفر (سټیټ وزیټ) چې یواځې د یو ملک مشر (باچا-ملکه-صدر) کولې شي. د حکومت مشر یاني وزیراعظم ته د دغه سفر بلنه نشي ورکړی کیدای. د افغانستان باچا محمد ظاهر شاه په ۱۹۶۳م کې د ۴ نه تر ۱۶ ستمبر د امریکه د هغه وخت صدر جان ایف کینیډي په بلنه د امریکه ۶ ایالتونو ته سفر وکړو. د امریکایی قانون تر مخې په کال کې یواځې ۶ ملکونو مشران امریکه ته دغسې سفر کولې شي. دغه بلنه ډېرو خاصو او یواځې هغو ملکونو ته ورکوي چې د امریکه صدر ملګري وي. میلمه مشر د الوتکې نه تر هوایی ډګر پر زمکه ” سره قالینه” غوړیدلې وي. د کوربه ملک مشر ورته د حکومت د لوړ پوړي چارواکو سره هر کلي ته ولاړ يي. ده ته د ۲۱ توپو سلامي او د پوځي دستو د معاینې انتظام شوی وي.
دویم ډول “رسمي سفر” یاني “آفیشل وزیټ” وي. دا د حکومت مشر یاني وزیر اعظم یا صدر لپاره وي. خو په امریکه کې د هغه هرکلي لپاره “نایب صدر” ورځي او ۱۹ توپو سلامي ورله ورکوي. په مارچ ۱۹۶۷م کې د افغانستان وزیراعظم هاشم میوندوال او هم هغه کال په جون کې وزیر اعظم داود خان د یو کلتوري تړون د لاس لیک لپاره امریکه ته دغسې په رسمي سفر لاړل.
دریم “د کار سرکاري سفر” وي او په دې کې نه سره قالینه وي او نه د توپو سلامي. ددې بلنه د مملکت مشر له خوا وي چې پکې یو ملاقات او ډوډۍ شامل وي. امریکه ته تلونکي زیات مشران هم دغسې سفر کوي. د بیلګې په توګه په ۲۰۱۷ م کې د ۳۵ ملکونو مشرانو د امریکه سفر وکړو چې ټول د کار لپاره وو. په دوی کې پاکستان او هند نه واخلې تر ترکي او کویت ملکونو مشران شامل وو.
څلورم ډول سفر د کار لپاره وي خو رسمي یا سرکاري بڼه نه لري. د افغانستان صدر حامد کرزي د جنوری ۲۰۰۲م نه ۲۰۱۳ م امریکه ته دغسې ۱۵ کاري سفرونه وکړل. تر دې چې په ۲۰۰۴م او ۲۰۰۷م کې هغه به هره دریمه میاشت امریکه ته تلو او ځینو ژورنالیسټانو هغه وخت افغانستان ” د امریکه ریاست” په نوم یاد کړو.
پینځم سفر شخصي وي او که یو مشر د امریکه صدر سره لیدل غواړي نو د غیر رسمي ملاقات لپاره خواست کولې شي. د افغانستان وزیر اعظم شاه محمود په ۱۹۴۷م اګست په میاشت کې او بیا په ۱۹۵۱م کې د درملنې لپاره دغسې سفرونه وکړل.
د امریکه رسمي سفر لپاره بلنه یواځې هغو ملکونو ته ورکړی کېږي چې د هغوی سیاسي ملګرتیا ته اړ وي. د پاکستان صدر ایوب ته د ۱۹۶۰م په لسیزه کې دوه ځلې د “مملکت سفر” بلنه ورکړې شوه. بیا د ۱۹۸۰م په لسیزه کې ضیاءالحق په رسمي سفر لاړو. دواړه ځلې امریکه د روس خلاف سړی جګړې لپاره پاکستان ته اړ و. وروسته د پاکستان ۶ وزیراعظمانو امریکه ته دویم ډول سرکاري سفرونه وکړل چې په ۱۹۸۹م کې د بینظیر بهټو سفر وروستی ګنلې شي. نور ۵ چې پکې ۲۰۱۹م د عمران خان سفر هم و، د کار سرکاري سفرونه وو.
د دې نه علاوه د نورو ملکونو مشران ملګرو ملتو ته د خطاب او یا په کانفرنسونو کې ګډون لپاره امریکه ته ځي چې سرکاري سفر نه ګڼل کېږي. خو کیدای شي چې د امریکه صدر د یو ملک مشر یا د هغه معاون سره د لیدو لپاره پخپله خواست وکړي. د ټولو سرکاري سفرونو لګښت د هغه ملک د ولس په پېسو وي.
څو کاله وړاندې یو مشر انګلستان ته په رسمي سفر و. ده سره ۲۰۰ بدرګه کسان د لندن په ګران بیه (والډورف) هوټل کې ایسار وو. هلته ۷۳ کوټې د دوی لپاره اخیستل شوې وې چې د هر یو کرایه ۳۰۰ ډالر د شپې وه. په ډله کې یو ژورنالیسټ راته وویل، ځینې کسان د شپې دومره شراب وڅښي چې سهار غونډې ته په وخت نشي رسیدای او مشر ورته په قهر دی. ځینی د لندن مشهور بازار “اکسفورډ سټریټ” ته ځي او ګران بیه توکي اخلي.
د بالټک یو ملک “اسټونیا” د څلورم صدر “ټوماس هینډریک ایلویس” کشر ورور “آنډریس ایلویس” په بی بي سی کې زمونږ د څانګې مشر و. په دفتر کې مې تازه خبرونو کې ولیدل چې ملکې د استونیا صدر ته سرکاري میلمستیا کړې وه. زه چې غونډې ته ورغلم نو مشر ته مې وویل، ” نن خو لکه چې ته بکننګهم پیلېس ته ورځې.” هغه حیرانه شو نو ما ورته د ده د صدر ورور سرکاري سفر خبره وکړه. وې خندل چې ، ” ورور راته پرون پیغام پریښې دی چې اوزګار شې نو زما هوټل ته راشه.” ما ورته وویل، ملکې ته به نه ورځې؟ ویل يې “زما ورسره څه کار دی؟ ورور خو مې صدر دی او دا د هغه د دندې یوه برخه ده. زه به ورور لیدو ته هوټل ته ورځم ځکه ډېر وخت نه مې نه دی لیدلې.”
که ستاسو ورور د ملک وزیر اعظم وای نو څه به مو کری وای؟

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *