ګل باران


د ۱۹ پېړۍ په کاکړی غاړو کې ګل باران “ګل بارو” په نوم یاد شوی دی.
چه شنکئ تاڼه ئې کښه (برید)
ګل بارو کړګي (کړی) ده ساده
په ټوپو تښتي سیکان
داسې غړوبې (خوځښت) د ګل باران
بېخي ټيک ولي په نښه
ګل بارو وژني ګورکيان
د ژوب ملیشیا په ۱۸۵۲م کې د یو انګریز پوځي افسر ویلیم رېکز هاډسن له خوا د صوبه سرحد او بلوچستان د نیمه پوځي ځواک یوې برخې په توګه جوړه شوه. په دوی کې پښتانه، بلوڅ قبایلي ځوانان او د افغانستان فارسي ژبې ځوانان برتي کیدل. د سیمې هغه ځوانان چې روزګار يې نه لرلو، د انګریز په نوکري کې د ډوډۍ وسیله پیدا شوه.
په ژوب ملیشیا کې د پښتنو د ترین، کاکړ او ابدالي قامونو ځوانان به يې اخیستل. د دوی مرکز په فورټ سنډیمن کې او درې نورې چاوڼۍ يې په “سمبازه، هندوباغ او قمردین کاریز کې وې. د کاکړو ګل باران هم د روزګار لپاره انګریز په ملیشیا کې نوم ولیکلو. څرګنده نه ده چې ده څومره موده نوکري وکړه خو یو وخت د خپل انګرېز افسر نه په څه خبره خفه شو. دی له نوکرۍ وتښتیدو او د څو ملاتړو سره يې د دوی په ګاډو يې حملې پېل کړې.
د هرنایی، زیارت او سنځاوي سړکونه په “تورخام” دره یو ځای شي چې د لوړو غرونو په منځ کې تاو راتاو تیرېږي. دغه ځای “لوی چکر” په نوم مشهور دی او ګل باران به دلته په غرونو کې د انګریز پوځي قافلو ته مورچه نیولې وه. يو ځل په دغه دره کې یو انګریز د ګل باران په ګولۍ ووژل شو.
مړ ئې کړو په لوی چکر کښې
مېمه (پرنګۍ) ژاړي په موټر کښې
مېمې ياد کړه لوی چکر
هلته چا کړی دې اختر
یو ځل يې په “شینکۍ تاڼه” برید وکړو ځکه هلته د ګل باران هم هغه افسر مقررشوی و چې دی ترې خفه و. په تاڼه د برید سره دی افسر مخې ته ورغلو او هغه يې وګواښلو. افسر په طماچه ورباندې ډز وکړو خو نښه يې خطا شوه. سمدلاسه د تاڼې نورو پولیسو چې زیات يې سیکان او ګورکه وو، ډزې پېل کړې. ګل باران په خپل ټوپک انګریز او د تاڼې څو سپایان ووژل. د ګل باران د ژوند یا مړینې په اړه نور معلومات نشته او د ده په شان خلکو نیمچه داستان تش په ولسي سندرو او لنډیو نه مونږ ته رارسېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *