د ۱۸۵۱ م نه وروسته د سپین غر دواړو غاړو مومندو او انګریز پوځ تر منځ ۸۳ لوی واړه جنګونه وشول.
د مومندو لوی ټبر له کندهار او کندوز تر پیښور خپور دی. د باجوړ، کونړ او ننګرهار د غرونو پورې راپورې د دې قام یو بل سره خپلوي ده. د پېښور نه ۳۵ کلوميټر شمال لوېديځ کې د مومندو په سیمه کې د سوات او کابل سيندونه بهېږي. د نولسمې میلادي پېړۍ له پېل د ۱۸۲۰ م نه تر ۱۸۴۰ م سيکانو د خپل پوځ لپاره د دغو سيندونو سره د خټو کلاګانې جوړې کړې. په شبقدر کې د “شنکر ګړ” په ۱۸۳۷ م کې جوړه شوه نو د مومندو له خوا پرې حملې پېل شوې.
اخو د کابل سیند پرګس لاس “مچني” (متنو) کې سیکانو د خټو یوه وړه کلا جوړه کړی وه چی د هری سنګ له مړینې وروسته دوی انګریز ته پریښوده. د ۱۸۴۰ م په ژمي کې د سیکانو راج په ختمیدو شو نو مومندو يو لوی لښکر سره په شنکرګړ بريد وکړو او مخالف ته يې ځاني تاوان واړو.
په ۱۸۴۹ م کې د شنکر کلا انګریزانو واخیسته نو ۱۸۵۰ م په دسمبر کې د سعادت خان زوی فتح خان په مشرۍ یو لښکر ورباندې برید وکړو. په ۱۸۵۱ م مارچ کې د دوآبې مومندو په کلا بله حمله وکړه او د معمولي تاوان نه وروسته ترې ووتل. هم هغه کال انګریزانو په مچنی کې یوه نوی کلا جوړل پېل کړل. مومندو په ۲۵ اکتوبر په دغه کلا برید وکړو او د بل کال تر ۱۲ فروری دغه حملې روانې وې. “لیفتنټ بولنویا” چې د انګریز انجینرانو د ډلې مشر او دغه کلا يې جوړوله په ۱۸۵۲ م کې د مومندو په یوې حملې کې ووژل شو. په ۱۸۵۴ م کې په مچنی بیا یرغل وشو خو شا و خوا ۱۵۰۰ هندي پوځ خپله دفاع وکړه.
د ١٨٦٤م په ۲ جنوري شا و خوا ۵ زره مومند په مچني کلا وروختل خو انګریز د درنې وسلې په مټ ځان وساتلو او دوی د افغانستان په امیر شیرعلی خان زور راوړو چې د مومندو مشر د نورو حملو نه منع کړي. دغه مشر سعادت خان د بارکزو سره خیښي کړې وه نو د امیر په وېنا څه موده جنګ ونشو. د ١٨٧٣ م مارچ په ۲۲ مومندو په مچني کلا بیا حمله وکړه چې کرنل میکډونلډ پکې ووژل شو.
په ۱۸۹۷ م کې مومندو يو وار بيا په شنکر ګړ د حملې پلان جوړ کړو. دا ځلې د اشنغر پښتانه هم ورسره مله وو. خو څو کسانو پکې د خپلو تربورانو او وروڼو خلاف انګرېز ته مخبري کوله. دوی به انګرېزانو ته هغه کورونه په نښه کول چې ځوانان يې په غزا کې ګډون لپاره تلل. هغه کورونه به يې سیزل او مومند مات شول.
د ١٨٧٩ م کال کې، د دویم افغان انګریز جنګ په وخت پښتنو په ټولو سیمو کې د انگريز سره غزا اعلان شو. په ١٨٨٠ م کې د مومندو لویو قامونو په باجوړ کې په انګریز لښکر چپاو وکړو چې مشر يې “جنرال ډورن” و. انګریز انځري کنډاو ونیولو او کومک يې وغوښتو نو د مالاکنډ نه “بینډون بلډ” او د پیښور نه “ایډمنډ ایلس” په ۶ ستمبر خپلو دستو او درنې وسلې سره روان شول. دواړو ځواکونو په باجوړ کې د یو کېدو پلان لرلو. د مالاکنډ دسته په ۱۴ نېټه ناوګۍ ته ورسیده. خو د رامبهټ درې نه تیریدو وخت کې په “مرخاڼۍ” کې غازیانو ورباندې حمله وکړه. په ۱۵ نیټه بریګیډیر جیفریز په عنایت کلي کې پړاو وکړو او په بله ورځ په ۳ لیکو کې ماموند درې ته ورننوتل چې هلته په سخت جنګ کې د انګریز ۱۴۹ کسان ووژل شو. جنرل بلډ د سخت فشار سره هم په ناوګۍ کې د ایلس دستې ته په انتظار و. هغه جیفریز ته پیغام ورواستاو چې ماموند کې خپل عملیات جاري وساتي. د ۲۰ ستمبر په شپه د ناوګۍ په برطانوي کیمپ د هډې ملا خپلو ۴۰۰۰ کسانو سره حمله وکړه. په دې کې هم د انګریز ځاني تاوان ډېر و خو دوی د مومندو څو کلي وسیزل. جنرل بلډ او ایلس په “لکړۍ” کې یو ځای شول او ایلس د خپل پلان له مخې د بر مومند کوډه خیلو ته حرکت وکړو. هلته هم په سخت جنګ کې د دوی ۳۰ پوځیان مړه او ژوبل شول. په ۲۲ ستمبر د جیفریز پوځ هم ورسره یو ځای شو. په ۲۴ دوی پنجکوړي سیند ته مارچ وکړو او په ۲۷ جیفریز د مومندو څو کلي وران کړل. په ۳۰ نېټه مومندو په “اګره” کلي کې انګریز په پوځ پریوتل او د دوی ۶۱ کسان يې ووژل. په ۲ اکتوبر جنرل بلډ عنایت کلا ته نور کومک راوغوښتو او مومندو ته يې د روغې وړاندیز وکړو. په ۵ اکتوبر دواړو غاړو روغه وکړه.
د ډیورنډ په تړون د مومندو سیمه وویشل شوه او په پښتونخوا کې د انګریز خلاف یو عمومي جهاد اعلان شو. په ١٨٩٧ م د “هډې” ملا نجم الدين اخونزاده په مشرۍ د مومندو لښکر په شنکرگړ (شبقدر) حمله وکړه او شنکر بازار يې چور کړو. له دغو حملو وروسته انګریزانو امیرعبد الرحمان ته ګواښ وکړو چې د دوی مخالفانو ملاتړ دې پرېږدي. امير په يو فرمان کې د جلال آباد حاکم نه غوښتنه وکړه چې افغانان دې په جهاد کې د ګډون نه منع کړي.
په ١٩٠٢ او ١٩٠٣ م کلونو د باجوړ مومندو په خپلې سیمې کې د سړک جوړولو خلاف پاڅون وکړو. د وړو نښتو نه وروسته، په ١٩٠٨م کې غازي ميرزمان خان او د بتخاک ملا عبدالشکور په اقرب ډاګ کې خلکو ته د انګریز خلاف د جهاد غږ وکړو خو جنګ و نشو. په ۱۹۱۵ م کې اقرب ډاګ کې درې ځلې د مومندو لښکر راټول شو او د انګریز الوتکو ورباندې بمونه وغورځول خو مرګ ژوبله لږه وه. د مومندو دیني مشر د ترنگزو حاجي (سيد فضل واحد) هم په دغو جنګونو کې ګډون کړې و.
په ۱۹۱۶ م کې انګريزانو د مچني کلا نه تر ابازو د اوسپنې ازغن تار ديوال جوړ کړو چې برېښنا (بجلي) پکې ګرځېده. هدف يې دا و چې د مومندو نه څوک بې له اجازې پېښور ته را نشي. دا ديوال د مومندو کنډه تار(خنډه تار) په نوم مشهور و. په ۱۹۱۹م کې مومندو بیا د جهاد غږ پورته کړو خو څه نتیجه يې ورنکړه. په ١٩٢٧ م د مومندو لښکر د الينگار د فقير صاحب د مشرۍ لاندې غزا ته راټول شول او د انگريزهوائي بمبارۍ له امله د غازیانو مرګ ژوبله ډېره وه. په ١٩٣٠ م کې د سمڅې په سيمه کې او په ١٩٣٣ م کې د مومندو لښکر په گنداب کې انگريزانو ته دومره ځاني تاوان واړاو چې هغوې د گنداب نه وتلو ته اړ شول.
په ١٩٣٥ م کې د ګنداب مومند يو ځل بيا انگريز پوځ سره وجنګیدل، وسلې او مهمات يې ترې واخيستل او انګریز د گنداب نه ووتل. په هند کې د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوونکي به د مومندو په لار افغانستان ته اوړیدل. اخر د ۱۰۰ کالو د جنګونو نه وروسته د مومندو سیمه کې ارامي شوه.
سرچینې
۱. د هندوستان شاهی ګزیټېر- سر ویلیم ولسن هنټر. د وایسرای د قانون ساز اسمبلی غړی. ۱۴ ګڼه ۱۸۸۷ م.
۲.د مومندو غزاگانې. سیال مومند. (١٣٥٤ کال). يونيورسټى بک ايجنسي، پيښور. ١٢او ١٨ مخ.
۳. په شمال مغربي سرحد کې پوځي کیمپېن. ایچ-ایل-نیویل. ۱۹۷۷ م. ۵.مومند- ډبلیو-آر-ایچ مرک. وینګارډ خپرونې. لاهور. ۱۹۸۴م.