د پیښور سینماګانې


د لومړي نړۍ وال جنګ نه وروسته هند کې لومړی خاموش فلمونه به د برطانوي پوځیانو لپاره راوړل کیده.
په ۱۹۲۰ م کې په پیښورچاوڼۍ کې لومړۍ سینما جوړه شوه. دلته یواځې انګریز او هندي پوځ غړو به خاموش فلمونه لیدی شول. دوېمه سینما “ډیلکس” یو کاروباري، هری چند کپور د پوځي بارکونو په منځ کې جوړه کړه چې د پوځیانو نه علاوه په صدر کې اوسېدونکو پکې فلمونه لیدل. درېمه سینما په اوسني طارق روډ جوړ شو او “سینما ډي پیرس” نومیده. هغه وخت د ټولو نندارچیانو شمېره به د ۱۰۰ شا و خوا وه.
په ۱۹۳۵ م کې رای بهادر الشیرداس د صدر بازار لومړۍ سینما ” کېپیټل” جوړه کړه چې په ټول هند کې د ۵۰ نه زیات سینماګانې لرلې. د کابلي دروازې نه بهر “ناولټي” سینما هم د ده وه. بیا د صدر کیپيټل سینما د بمبۍ د میټرو په ډیزاین جوړه شوه چې د هغه وخت ترټولو نوی ډیزاین تهیټر ګڼل کیدو. د سینما په ودانۍ کې چاپځای هم و چې د فلمونو اشتهاري پوسټرې به پکې جوړیدی او ټول هند ته به يې وراستولې. په ۱۹۳۷ م کې د صدر په لوی سړک د سیک کاروباري ” لېنسډاون سینما” د هندي اروپایی جوړښت ودانۍ وه چې رنګین کاشی خښتې يې پکې کارولې وې. په دې کې به د هاليوډ انګریزي فلمونه ښودل کیده. په خلکو کې د سینما شوق لا زیات او دا د پېسو ګټلو وسیله شوه. د تفریح په وخت د چای، سموسې، ګنډېرۍ، مومپلي او په اوړي کې د سوډا واټر کاروبار لا پرمختګ وکړو. د صدر سینما به “تهیټر” بلل کیده ځکه دلته به په سټیج ډرامې هم کیدی. د کابلي دروازې نه بهر ۳ سینماګانې په یو قطار کې جوړ شول چې “ناولټي- تصویر محل او پکچر هاوس” نومیدل. خو عامو خلکو به ورته لومړۍ، منځنۍ او درېم نومونه اخیستل.
د هند له ویش وروسته پیښور نه لویو کاروباریانو هم کډه وکړه خو د بمبۍ نه تور او سپین فلمونه به بیا هم سینماګانو کې ښودل کیده. هغه وخت د زرګرانو بازار سره جوخت د انګریزانو د نڅا کلب کې ” ناز سینما” جوړه شوه چې زیات وخت انګریزي فلمونه به يې ښودل. هغه مسلمان هنر مندانو چې د وېش نه وروسته بمبۍ نه کراچي او لاهور ته کډه کړې وه، نوی فلمونو په جوړولو لاس پورې کړ. د بالاحصار مخامخ “فردوس سینما” په لومړي ځل “وعده” نندارې ته وړاندې کړه چې د هغه وخت یو مشهور پاکستاني فلم و.
په ۱۹۶۰ م کې لینسډاون سینما خرڅ او نوي خاوند ورته “فلکسېر” نوم ورکړو خو فلمونه به پکې بیا هم انګریزي ښودل کیده. د ښار په نشتر اباد کې “میټرو سینما” هندي او پاکستاني فلمونه ښودل او یو وخت دوی ” خانه خدا” فارسی فلم نندارې لپاره وړاندې کړو نو د ټول پیښور خلک ورته مات شول. د خانه کعبه او د حج د مراسمو دغه فلم د ښودلو په وخت هال کې به د “اګربتۍ” لوګی خوشبویی خپور و او ښځو به درود شریف ویل.
د پیښور خلکو لپاره هغه وخت سینما د یو ارزان تفریح وسیله وه. د ماځیګر ۳ بجو نه تر ۶ به ښځې د خپلو ماشومانو سره ورتلې. د ۶ نه تر ۹ بجو به سړي د خپلو ښځو او ماشومانو سره سینما لیده. د ۹ بجو “شو” ته به هغه کاروباریان ورتلل چې د ورځې ناوخته به يې کار شروع کوو. نوی فلم به د جمعې په ماځیګر راتلو او د دې اشتهاري پوسټر به د ښار په مصروفو سړکونو په دېوال ونښلول شول. د اختر په موقع به د نوی فلم نندارې ته د کلي خلک هم روان وو. د ۱۹۷۰م په لسیزه کې د ټیلویژن راتلو سره سینما ته تګ ورو ورو په کمیدو شو. هغه وخت د پښتو فلمونو بازار تود شو او په ښار کې ۳ نوی سینماګانې ” صابرینه، شمع او پلوشه” جوړ شول چې زیات پښتو فلمونه به يې ښودل. د ۱۹۸۰م د افغانستان د جهاد سره پیښور کې د بمي چودنو له کبله سینما ته ورتګ لږ شو. کاروباریانو د سینما ودانۍ ړنګ او ورباندې “کاروباري پلازه” جوړول شروع کړل. پیښور کې په سینما کې د فلم لیدو کلچر ختم شو او پخواني خلک اوس په خوند د هغه وخت کیسې یو بل ته کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *