علی مسجد روغتون


د علی مسجد غونډۍ په تاو راتاو لاره زمونږ موټر په هواره ودریدو. لږ وړاندې پخه او ښایسته د تیږو په لاره مرمر او نور تیږې خښې وې. د اوسپنې یو دروازې ته ودریدو چې بهر نه لکه د زندان د سیخونو په شان ښکاریده. دننه تکه توره تیاره وه خو د ملیشیا بدرګه ځوان د دروازې رڼا بله کړه چې پکې تک سپین دېوالونه او پوڼۍ وځلیدل. مونږ یو پراخ دالان ته وردننه شو چې اړخ ته يې د علی مسجد هسپتال نقشه وه. دا انګریزانو په ۱۹۴۲م کې جوړ کړې و.
د خیبر درې په نیمایی کې تر ټولو تنګه لار او ورسره لوړعلی مسجد غونډۍ تل د جنګ یوه مورچه پاتې شوې ده. د دویم نړۍ وال جنګ په وخت برطانیه په ویره وه چې چې جرمنی یا روس به د افغانستان د لارې په هند حمله وکړي. هم هغه وه چې دوی په خیبر دره کې د خپل دفاع لپاره تیاري شروع کړه. د خیبر په خوړ کې اوس هم د سیمټو جوړ لوی لوی بلاکونه په سترګو کېږي چې د مورچو او د خندقونو لپاره يې هلته ځای پر ځای کړل. ورسره په غر کې دننه د یو پټ روغتون لپاره کنستون پېل کړو.
مونږ په پراخو پوڼیو ښکته ورغلو چې د نقشې په حساب ۳۵ وې. هر کوریډور (ټونل) ۵ فټه پلن و او د نمژن هوا یا د بوی احساس پکې نه کیدو خو ښکاره نه وه چې تازه هوا له کومه دننه راتله. د غر دېوال په مهارت د نریو ستنو په شان توږل شوی او ورباندې سپینه چونه وهل شوی وه. د کوریډور (ټونل) دواړو غاړو ته د ډاکټرانو معاینی او د مریضانو (زخمیانو) د کیناستو انتظام و. ټول ۲۲ لوی وړې کوټې او په هر یو نوم لیکلی و. دغه روغتون د جنګ د وخت برطانوي جوړښت یو ښکلې بیلګه ده چې د خپل پوځ او د عامو وګړو د روغتیا غم د هر څه نه وړاندې کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *