غوړاسکی


د اباسین شا و خوا سیمو کې غوړاسکی ډېر وي او خلک دغه بوټی د سوند لپاره کاروي.
په لاطین ( انګریزي) کې د دې ساینسي نوم “ډوډونیا ویسکوسا” دی چې د ګرم او معتدل هوا بوټی او د نړۍ په ټولو براعظمونو کې شنه کېږي. په جنوبي هند کې “ویرالي” په اسټرلیا کې “هاپ بش” امریکه کې “کینډل وډ” او “سوپ وډ” په نومونو یادېږي.
د غوړاسکو زیړ بخن نارنجي ګلونه په دشتو کې د لیرې نه ښکاري. د دې بوټی ۱ نه تر ۳ میټر پورې لوړ خېژي او کله کله د وړې ونې په شان لوی وي. د دې شنې ربړین پاڼې زیات وخت ګول خو ځینې قسمونه يې څوکه دار پاڼې لري چې د ګوتې زور ورله ورکړې نو سلیخ ترې را وځي. د دې په پاڼو کې سره رګونه وي چې وروسته بیا ګل کېږي او د څانګې سره نښتي وي. د غوړاسکو نر او ماده ګل دوه نیم سینټي میټر لوی وي. په یو بوټي کې یواځې نر یا ماده ګل کېږي خو کله کله یو بوټی کې دواړه جنس ګلونه هم موندلې شي. د دې ګلونو زردانه د هوا د لارې خپرېږي چې بیا نور بوټي ترې شنه شي. کله چې یو ګل خپله ذردانه شیندي نو خپله پاڼې ورژوي چې د تخم په پاڼو هوا ولګي. د غوړاسکو میوه نسواري رنګ یو سینټي میټر غوزه او دوه یا څلور وزرې يې وي.
د غوړاسکو لرګی کلک او پایدار وي او پخوا به خلکو د کور د استعمال توکي ترې جوړول. په نیوزيلینډ کې د غوړاسکي یو قسم تر ټولو کلک وي او له هغې به بومی “ماوري” خلکو د تبر لاسکی او د کیندلو اوزار جوړول. د ایشیا او افریقه ځینو قبایل د سوند نه علاوه له دغه لرګي کورونه هم جوړول. د “هوایی” جزیرې خلک د غوړاسکو د لرګي نه مهیانو د نیولو جال او د زمکې د کیندلو سسپار او کودال هم جوړوي. غوړاسکي د سختې هوا او په وچې زمکې هم وده کوي. د دشتو د ابادولو لپاره دغه بوټې تر ټولو په سر کې کرل کېږي ځکه دا زر خپور شي. دا د سختو بادونو مقابله هم کولې شي نو ځکه د پټیو او باغونو چاپېره لکه د دیوال کرل کېږي.
د غوړاسکي طبي ګټې هم شته. په هند کې ځینو ځایونو کې دا په لوی لاس د داروګانو لپاره کري. د دې پاڼې د زخم د پاسه لکه د پټۍ تړل کیدل. د نس ناستي (پیچش) د هضم، د پوټکي د دانو لپاره ترې دارو جوړیدل. په افریقه او ایشیا کې د غوړاسکو میوې نه د روماټیزم دارو جوړوي. په “نیو ګني” کې د جنازې په وخت د غوړاسکو بوټی لکه د سپیلنو سېزي. پخوا اسټریلیا کې به يې د بیر شراب د پاکولو لپاره د غوړاسکو بوټې يې کاروو. د دې د سرو پاڼو او میوې نه يې رنګ ویستلو چې د جامو رنګولو لپاره به يې کاراو.
د هوا د ککړتیا ختمولو کې غوړاسکی لوی رول لوبولې شي او پکار ده چې زیات وکرل شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *