د بلوچستان په لورالایی ضلع کې د دُکّی نه ۲۰ کلومیټر جنوب ختیځ کې یوه وړه غونډۍ شهرغالی (غلی) په نوم شهرت لري.
دُکّی (دوکي) یو وروسته پاتې سیمه ده چې کاکړ، ترین، لوني، نچاري او شادوزي قامونو خلک پکې میشت دی. په ۱۵۴۵ م کې دُکّی د کندهار یوه ولسوالي او د بابر باچا زوی همایون میرسید علی ته د جاګیر په توګه ورکړې وه. کندهار په ۱۵۵۹ م کې د پارس صفوي باچا ونیولو چې اخر په ۱۵۹۵ م کې اکبر باچا بیرته واخیستو. هغه وخت مغلو دُکّی سره نزدی په دغه غونډۍ یوه کلا جوړه کړه چې د جنګ په وخت ترینه ۵۰۰ سپاره او ۱۰۰۰ پلي جنګیالي اخیستل کیده. باورکېږي چې دا “شهر مغلي” وروسته شهرغلي او بیا غالي شو.
د لرغونو وختونو نه پارس ته د ملتان تجارتي قافلې د (کسی) سلیمان په غرونو تیرېدل او دُکّی په لاره او په غونډۍ د پړاو سرای او ممکن یو عبادت ځای جوړ و. دغه غونډۍ شا و خوا ۲۶ جریب زمکه کې پرته ده. په ۱۶۱۴م کې دوه انګریز انګریز تجاران، جان کراوتهر او رچرډ سټیل د اجمیر نه اصفهان ته په لار ۳ ورځې دُکّی کې ایسار وو. دوی د مغلو کلا او پکې د پوځ شتون یادوي او لیکي چې د دُکّی خلک هغه غونډۍ ته د خزانې په لټون ورتلل.
په ۱۶۲۲ م کې کندهار یو ځلې بیا پارس په لاس کې شو. په ۱۶۵۳ م کې شاهجهان د خپل مشر زوی دارا شکوه په مشرۍ یو لوی لښکر د کندهار نیولو لپاره ورواستاو خو دوی د پارس نه ماتې وخوړه. په ۱۸۸۱ م کې بلوچستان د انګریزانو سره شو او دوی سبي او دُکّی په هرنایی کې شامل کړل. په ۱۸۸۴ م کې انګریز په بوری (لورالايی) کې د ۴۸۰۰ پوځیان او نوره درنه وسله وساتل. بیا د ډېره غازي خان نه تر پشین د یو پوخ سړک جوړولو تابیا وشوه چې د لورالای نه تیرېدو. هم هغه وه چې په ۱۸۸۶ م کې د انګریز پوځي کیمپ او د پولیټیکل ایجنټ دفتر دُکّی نه لورالای ته ورکډه شول. دُکّی له هغه راهیسې خپل اهمیت د لاسه ورکړو او له پامه وغورځیدو.
هر کال د باران نه وروسته، د دُکّی ځینې ځوانان او ماشومان به شهرغالي غونډۍ ته ورتلل. په رمبو او بیلچو به يې د غونډۍ نرمه خاوره کې ځان ته خزانه لټوله چې وړې مرې، د خټو لوښي او ګوډاګي وو. دوی د غونډې په منځ کې د خټو یوه لویه او غټه ستنه لیدله. ددې په شمال کې یوه تنګه لاره دننه ورغلې وه چې هلته یوه کوټه کې په دېوالونو بوتان او نورشکلونه جوړ وو. خلکو له دغې غونډۍ موندل شوي توکي نزدې په ” یاروشهر” کې یو درملتون ته وړل. د ده په فارمیسي کې د داروګانو سره المارۍ کې دغه لرغوني توکي هم پراته وو. شا و خوا ۹ سینټي میټر مجسمو کې د مور، اس او غویې، په تیږه تراشل شوی انسانی سر چې تور رنګ پرې وهلی دی. د دې نه علاوه د پخلنځي اوزار او یو بودایی “جعبه” هم ده چې پکې د بودا ایره یا نوک د تبرک لپاره ساتل کیدو او ممکن په غونډۍ یوه سټوپا کې پرته وه. د سپینې تیږې جوړ مات پړانګ چې په هوسۍ يې پنجی خښې دي. یو لوی مرتبان چې ممکن په بلډوزر مات شوی و، له ټوټو ښایی چې یو میټر لوړ او پکې ۱۰۰ لیټر اوبه ځایدې شو. د لوښي په غاړکۍ زنځیري نقشونه دي چې په ځینو نورو توکو هم جوړ دی. دلته پخې خښتې هم راووتلی چې بیلګه يې د سنده او بلوچستان په لرغونو جوړښتونو کې لیدای شو. دا خښتې د غونډۍ په سر کې وموندل شوې نو اندازه ده چې په بیخ کې به د دې نه هم زاړه دیوالونه جوړ وي.
یو کس په ۲۰۱۷م کې دلته بلډوزر راوستو او د غونډۍ نه يې خاوره اړول پېل کړل. ده ویل چې په ۱۹۹۶م کې يې د کیندنو اجازه اخستې وه چې یو غیر قانوني عمل و. تر څو د صوبې چارواکي خبریدل، دا غونډۍ ویجاړه او نایابه توکي يې مات وو. کاشکه هغه پوهه وای چې لرغوني نوکي په بلډوزر نه راویستل کېږي. د دې لپاره لومری زمکه سروی کېږي او بیا ماهران د رمبي، بیلچی او د برش سره له زمکې خاوره اړوي او قیمتي توکي ترې راباسي.
اوس په “شهرغالي” حکومت بیرته خاوره اړولې ده تر څو دوی د ساینسي پلټنو لپاره وسایل پیدا کړي.
سرچینه
۱.ډان اخبار- ۷ جون ۲۰۱۸م – سلمان رشید مقاله