مهر چند کهنه


په ۱۹۳۷م کې جوړه د صوبه سرحد (خیبر پښتونخوا) د دویم حکومت د خزانې وزیر مهر چند کهنه نومیدو.
مهر چند په اول جون ۱۸۹۷م کې پیښور کې و زیږېدو. د ده پلار کرم چند په خټه پنجابی او یو شته من کاروباري او کور يې د صدر په مال روډ او اوسني ارباب روډ په ګوټ کې و. مهرچند لومړۍ زدکړې په پیښور کې تر سره کړې او بیا د صدر په ایدورډز کالج کې داخل شو. بیا په پنجاب کې د قانون (حقوق) له لوستلو وروسته څه موده يې وکالت وکړو. ده په پیښور کې یوه ټولنه “هندو سبها” جوړه کړه او په سیاست کې وردننه شو. کهنه په ۱۹۲۶ م کې دی د صدر (چاوڼۍ) انتظامي بورډ غړی او د پیښور د هندوانو استاځې و. د فرانټیر کرایمز ریګولیشن د پلټنو حکومتي کمیټې غړی پاتې شو. په ۱۹۳۲م کې د ” هندو سیک ګوند د کاندید په توګه دی د صوبه سرحد د اسمبلۍ لپاره منتخب شو.
په ۱۹۳۷م کې کله چې کانګرس په صوبه سرحد کې د ۵۰ غړو د اسمبلۍ انتخابات وګټل نو عبد الجبار خان (ډاکټر خان) د وزیر اعلی په توګه خپله کابینه کې مهر چند کهنه ته د مالي چارو وزارت وروسپارلو. په ۱۹۳۹م د برطانیې له خوا جرمني سره د دویم جنګ اعلان په ضد د ټول هند د کانګرس ګوند وزیرانو احتجاج په توګه استعفی وکړه چې کهنه هم پکې شامل و. د ۱۹۴۵ م نه تر ۱۹۴۷م د صوبه سرحد په دویم حکومت کې مهر چند یو ځلې بیا د خزانې وزیر شو. د هند له وېش وروسته، په جنوري ۱۹۴۸م کې دی د باچا خان سره یو ځای په دې تور ونیول شو چې وسله يې لرله او دواړه په پیښور جیل کې بند شو. د صوبې حالات دومره ترینګلي وو چې د هند یو وکیل هم پیښور ته د تلو لپاره زړه نه ښه کوو. اخر حکومت یو انګریز وکیل “فرینک انټوني” پیښور ته ورواستاو چې د کهنه د خوشې کولو لپاره قانوني کاروایی وکړي. کهنه د جیل نه ووتلو نو پیښور يې پریښود او ډېلي کې میشت شو. هلته د پارلیمان ( لوک سبها) په انتخاباتو کې د ډېلي وکیل او د جواهر لال نهرو په کابینه کې له ۱۹۵۴م نه تر ۱۹۵۷م د بیا ابادۍ وزیر شو. دی پخپله هم مهاجر و نو د پاکستان نه ورغلیو کډوالو چارې يې په ښه توګه سمبالې کړې. وروسته تر ۱۹۶۲م د هند د قانون وزیر و. دی د ۷۳ کالو په عمر کې په ۲۰ جولای ۱۹۷۰ م کې ډېلي کې وفات شو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *