د پښتونخوا تر ټولو ښایسته لرغونی بودایی اثار د جمال ګړۍ په غونډۍ ښکاري.
د مردان نه ۱۳ کلومیټړ د کاټلنګ په لار جمال ګړۍ د لومړی میلادي پېړۍ راهیسې د بودایی خانقاه لپاره مشهور شو. د دې د تیږو ودانۍ په یو ښکلې نقشه او ترتیب جوړ دي چې د غر د پاڅه شا و خوا سیمه ترې لیدای شی. دلته یوه سټوپا او خانقاه نه علاوه د عبادت وړې کوټې دي. د تخت بهۍ په شان دلته هم شا و خوا ۵ پېړۍ خلک د عبادت او منښتو لپاره ورتلل.
د اسلام نه وروسته دا ځای په کنډوالو بدل شو او خلکو ورته ” کافرو” ډېړۍ ویل. په ۱۸۴۸ م کې الګزانډر کننګهم دلته په لومړي ځل پلټنې وکړې. د دې ځای سټوپا کرنل لمسډن وسپړدله خو هغه وخت يې څه نایاب شی و نه موندلو. په ۱۸۷۱ م کې دغه ځای یو بل پوځي “لیفټنټ کرومټن” بیا وکیندلو. هغه ترې د بوداي مجسمو یوه لویه زخیره وموندله چې اوس د کلکتې او برټش میوزیمونو کې پراته دي.
په خانقاه کې په خروشتي ژبې لیکل شوې یوه مخطوطه اوس په پیښور میوزیم کې ایښې ده. په کلکتې او برټش میوزیم کې ایښي د جمال ګړۍ توکي د خپل هنر لپاره شهرت لري.