په تاریخ کې د “کله مینار” ټکی د چنګیز ویجاړونکي ځواک سره تړلی دی.
په ۱۲۰۰م کې د مرکزي ایشیا ترک قبیلې خپل منځ جنګونو کې محمد علاوالدین د اوسنی تاجکستان، ازبکستان، ترکمانستان، قرغزستان او داغستان سیمه ونیوله چې خوارزم نومیده. د دې لوړو غرونو نه وراخوا منګولیا (مغلستان) یوه لویه دشته کې د کوچیانو یو قامي مشر “تموجين” یا چنګیزخان پخپل جنګي صلاحیت د چین صوبې رالاندې کړې او ځینو ځایونو کې يې خپل مخالفان سخت وزپل.
هغه وخت د اسلامي ملکونو مشر د بغداد خلیفه و چې خراج (ټیکس) به يې اخیستو. علاوالدین د خراج نه ډډه کوله او خلیفه النصر چنګیز خان ته د شاه خوارزم خلاف د حملې لمسون وکړو. د “قره ختن” له ماتې وروسته د مغلو سلطنت نورهم پراخ او د دې سرحد د خوارزم سره جوخت شو. چنګیز غوښتل چې ګاونډي ملکونو سره تجارت شروع کړي او په ۱۸۱۸م کې د ۴۵۰ کسانو یوه تجارتي قافله خوارزم ته واستوله چې په لاره د فاراب (اورتار) حاکم ایساره کړه. هغه شکمن و چې په قافله کې د چنګیز جاسوسان وو نو د خوارزم شاه په امر ټول يې ووژل. چنګیز درې سفیران (دوه مغل او یو مسلمان) خوارزم دربار ته ورولیږل نو هلته د مغلو سرونه يې وخریل او مسلمان يې ووژلو. دا په ښکاره جنګ ته بډې وهل وو.
د خوارزم شاه دا خیال و چې چنګیز به د ژمي په وتلو منګولیا نه روانېږي نو د قره خطایی غرونو “زونګاریان” دره خوندي کړه. د جنوبي “شان” غرونو ته نزدې د چنګیز مشر زوی،”جوچي” او جنرل “جېبي” د ۲۰ نه تر ۳۰ زره جنګیالو سره پراته وو. دوی ته په فرغانه د حملې امر وشو.
د ۱۲۱۹ م د ژمي په نیمایی کې کله چې د مغلو لښکر “تیان شن” په غرونو وختلو نو هلته یو نیم میټر واوره پرته وه. د دوی ځاني تاوان نه علاوه ډېر څاروي مړه شول خو فرغانه ته چې ورسیدل نو خوارزم شاه هېښ شو او خپل “غښتلي” پوځ يې فرغانې ته واستاو.
جوچي او جیبي په فرغانه کې خپل اسونه ماړه او پوځ يې دمه کړو. بیا يې لښکر په دوو برخو وویشلو. جیبي جنوب کې د خوارزم سیمو ته مخه کړه او جوچي شمال لویدیځ کې د سیردریا پرغاړه واړه ښارونه ویجارول. د چنګیز زامنو،”چغتایی او “اوګیدایی” په مشرۍ یو بل لښکر د التای غرونو نه فاراب ته مخه کړه او ښار يې کلابند کړو. چنګیز پخپله د دریم ځواک سره د التایی غرونو سره سره روان و خو د جنګ نه يې ډډه کوله. د هغه د توقع سره سم علاوالدین د مقابلې لپاره سمرکند نه فاراب ته روان شو. په لاره د چنګیز پوځ نه خبر شو نو ښار ته نزدې تلو نه يې ډډه وکړه. د فاراب حاکم ۵ میاشتې کلابند او په مغلو يې غشې ورول. اخر د هغه ځای یو خاین (قراچه) چې د حاکم مخالف و، مغل پوځ ته د کلا یوه دروازه پرانسته. بیا هم د فاراب پوځ یو میاشت نه زیاته موده د مغلو مقابله وکړه او اخر مات شول. اوګیدایی او چغتایی د فاراب حاکم په خله کې ویلې شوي سره زر وڅڅول. دلته د وژل شویو خلکو سرونه يې د ښار دېوال سره راټول کړل چې د منارې په شکل خلکو لیدای شوه.
په بخارا د حملې لپاره چنګیز د قزل قم په دشته کې ۳۰۰ میله لویدیځ ته سفر وکړو او هلته هڅوک د هغه په پلان خبر نه شو، ان تر دې چې مغل ورته په دروازه ودریدل. د دې لرغوني ښار چاپېره دېوال او مخې ته يې د اوبو دفاعي خندق و. د محاصرې په دریمه ورځ د دوی تکړه پوځیانو یوه ډله له ښاره بهر ووتله خو مغلو په جنګ کې ټول ووژل. د ښار مشران اندیښمن او د چنګیز له خوا ورته ډاډ ورکړې شو نو د سلامي کیدو فیصله يې وکړه. پوځیانو ۱۲ ورځې نورهم دفاعي جنګ کوو تر څو ښار سقوط وکړو. چنګیز مسلکي خلک د غلامانو په شان منګولیا ته واستول، ځوانان په مغل پوځ کې واخیستل او ځینې پوځیان پخپله مغلو ته واوړیدل. بیا د بخارا ښکلې لرګین ودانۍ په اور کې سکاره شول. د بخارا کله مینار هم جوړ شو.
چنګیزخان ته جاسوسانو خبر راوړو چې د شاه او د ده مور تر منځ اختلاف و. ترکان خاتون د ګورګنج (ارګانج) حاکمه او پوځ جنرالان او سپاره دستې د هغې سره و. د دې او خوارزم شاه ځینې لیکونه مغل جاسوسانو لاس ته ورغلل چې د لیکونو متن بدل کړې شو او په پلازمینه سمرکند کې ګډ وډی پیدا شوه.
د ۱۲۲۰ م په سپرلي کې مغل سمرکند ته ورسیدل چې د بخارا په پرتله دفاعي حالت يې ښه و. ددې د پوځ شمیره ۱۲ زرو شا و خوا وه. د مغلو د پوځ په لومړیو لیکو کې د بخارا بندي ترکان وو چې د کلا سر نه په غشو وژل کیده. په دریمه ورځ د غشو په ناتار مغل پوځ ناڅاپه محاصره ختمه او په تیښته شول. د سمرکند ځواک داسې ګڼله چې دشمن يې مات کړو نو له ښار رابهر شول. ناڅاپه مغل لښکر پرې بیرته تاو شو او نیم نه زیات يې ووژل. محمد خوارزم د تازه دستو سره دوه وارې بیا حملې وکړې خو کامیابه نشو. ورو ورو د خلکو حوصله ماته شوه او په پینځمه ورځ د سمرکند زیات پوځ مغلو ته تسلیم شو. خوارزم شاه د خپلو نوکرانو او زوی جلال الدین سره لویدیځ ته وتښتیدو. چنګیز په امر د سمرکند عام خلک د ښار نه بهر په یو لوی میدان کې راټول او ډېريې هم هلته ووژل. د لوټ مار نه علاوه په زرګونو ښځې او ماشومان يې وتښتول او کله مینار له وړاندې هم لوړ شو.
علاوالدین د کسپین بحیرې یو وړوکي ټاپو ته پناه یوړه او هم هلته په دسمبر ۱۲۲۰ م کې مړ شو. ترکان خاتون د قیدي په توګه، منګولیا ته يې واستوله. د ګورګنج یو جنرل خمارتګین سلطان شو. جوچي، چنګیز، اوګیدیی او چغتایی په ګډه د آمو سیند پر غاړه دا ښار محاصره کړ خو دلدل کې د منجنیق تیږې نه وې. چنګیز دغه ښار، جوچي ته د بري په انعام کې د ورکولو لوظ شوی و نو ځکه هغه دا ویجاړول نه غوښتل. په دغه فیصله چغتایی ناراضه شو نو چنګیز اوګیدایی د اورګنچ محاصره کوونکي پوځ مشر وټاکلو. د ۷ میاشتو نه زیاته موده ګورګنج خپله دفاع وکړه خو سره د مشکلاتو هم مغل کلا ته ورختل چې مرګ ژوبله يې ډېره وه. هلته هم د بخارا او سمرکند تاریخ تکرار شو. ځوانې ښځې او ماشومان يې مغل جنګیالو ته ورکړل، د ښار د اوبو بندونه يې مات کړل چې دا ځای مکمل ویجاړ شو.
د پلار له مرینې وروسته جلال الدین خوارزم د چنګیز مقابلې ته ملا وتړله. د خراسان په ښارونو کې ګنګوسې خپرې شوې چې هغه د جنګ لپاره لښکر راټولوي. د چنګیز جنرل جیبي د سوبوتایی په ملتیا خراسان ته روان شوی و. چنګیز ورپسې ۷ زره غوره چاڼ پوځ د “تولویی” په مشرۍ او ترک قیدي پوځیان چې شمیره يې ۲۵ زرو ته رسیده، ورواستول. په “ترمیز کې ورسره ډېر مقامت ونشو خو بلخ کې جلال الدین یو دفاعي پوځ تیار کړی و. د بخارا او سمرکند نه تښتیدلي خلکو بلخ ته د مغلو د ورانۍ خبرونه راوړل چې په اوریدو يې هند او ترکي ښارونو ته د کډوالو بهیر روان شو. د امیر خسرو او د مولانا جلال الدین رومي پلار په دغو کډ والو کې و.
په ۱۲۲۰م کې چنګیزی پوځ په بلخ کلا حمله وکړه او ښار يې لوټې لوټې کړو. په “مرو” کې ۱۲ زره پوځ نه علاوه د ختیځ خراسان لوی شمیرپناه ګزین هم موجود وو. پوځ د بخارا او سمرکند حال نه خبر شو نو د ښار له دروازو بهر جنګ ته راووتل. مغلو ۶ ورځې د دوی جاج اخیستو او په ۷ ورځ يې یوه لویه حمله وکړه چې ترکانو شا ته وتمبول. “تولویی” پوهیدو چې جنګ په حالت کې به ورته سخت ځاني تاوان وي نو د مرو حاکم ته يې د روغې پیغام ورواستاو. حاکم ورته د کلا دروازه پرانسته او د مغلو له خوا د انسان وژنې لړۍ پېل شوه.
د مرو له ویجاړولو وروسته، تولویی ” نیشاپور” په ۳ ورځو کې ونیوله. خو هلته د چنګیز یو زوم “توکوچار” په یو غشي ووژل شو. د چنګیز حامله لور په بدل کې مغلو د نیشاپور هر ژوي د وژلو امر وکړو. وایی چې د نیشاپور کله مینار تر ټولو لوړ و.
هرات بغیر له جنګ مغلو ته تسلیم شو او په ۱۲۲۱ م کې مغلو بامیان کلابند کړو چې د چنګیز نمسي پکې سر وخوړو. د غچ لپاره مغلو دومره خلک قتل کړل چې تر اوسه هغه کنډوالې د “شهر غلغله” په نوم یادېږي. د “طوس” په نیولو په ۱۲۲۱ م ټول خراسان د چنګیز په لاس کې شو. چنګیز د جلال الدین خوارزم د نیولو لپاره هرې خوا دستې وراستولې وې. د ۱۲۲۱م په سپرلي کې د دوی یوه دسته په “پروان” کې ورسره مخ شوه. خوارزم مغل مات کړل او د باجوړ د لارې هند ته واوختو. چنګیزخان اوس پخپله د یو تکړه ځواک سره ورپسې روان شو. په فروري ۱۲۲۱ م کې خوارزم شاه د هنډ په مقام اباسین کې خپل اس واچاو او چنګیز نور وړاندې تلو نه ډډه وکړه. دی ۱۸ اګست ۱۲۲۷م کې منګولیا کې مړ شو او قبر يې پټ ساتل شوی دی. جلال الدین څه موده هندوستان کې د سندهه او ملتان سیمه ویجاړ کړه او بیا پارس او ترکي کې د خپل سلطنت د بیرته اخیستو لپاره جنګیدو. اخر ۱۵ اګست ۱۲۳۱م د ترکی په “دیار باکر” کې ووژل شو.
د چنګیز خان د لښکر شمیرو په اړه تاریخونه د مبالغې نه کار اخلي ځکه منګولیا ښیرازه زمکه نه ده او هلته ژوند سخت دی. د مغلو اصل کامیابي د دوی جنګي صلاحیت او وسله وه. د خوارزم د تباهۍ پړه د ده په مغرور واکمنو په غاړه وه چې د چنګیز ملګرتیا ته يې د شک په سترګه کتل.