د هند د خپلواکۍ غورځنګ دوو وروڼو محمد علی جوهر او شوکت علی مور په تاریخ کې د “بي اما” په نوم شهرت لري.
ابادی بانو په ۱۸۵۰ م کې په روهیله ریاست رامپور کې وزیږېده. د دې پلارشیخ مظفرعلی په نجیب اباد کې د پوځ په سپاره دسته کې شامل و. په ۱۸۵۷م کې د انګریز خلاف د پوځ په پاڅون کې شیخ مظفرخپله میرمن، د ابادی بانو او زوی رشید بیرته رامپور ته واستول. پخپله د باغیانو په ډله کې وجنګیدو او په ټپي حالت کې له نجیب اباد وتښتیدو. دی څه موده د انګریز پوځ نه په یو غارکې پروت و او بیا په مړ ژواندی حال کې رامپور ته يې ځان ورساو. شیخ مظفر ډېره موده په خپل کور کې پټ اوسیدو ځکه د انګریز باغي ته پناه ورکول جرم و. د ابادي بیګم د ټبر په سوونو خلک انګریزانو غرغره کړل. دا هغه وخت ماشومه وه خو د انګریز په ضد نفرت ورته په میراث کې پاتې شو.
په ځوانۍ کې ابادي بانو عبد العلی خان یوسفزي ته ورواده شوه چې رامپور د نواب ملازم و. دی د کولرا په ناروغۍ مړ شو نو ابادي بانو د ۳۰ کالو او د ۶ اولادونو کونډه مور شوه. هغې پخپله د ښوونځی مخ نه و لیدلی او په کور کې يې دیني تعلیم کړې و. خو د بچو لپاره يې ورته د انګریزانو سکول غوره کړو چې لګښت يې ډېر و. هغې خسرګنۍ ته د مرستې وویل نو لیور يې مخالفت کوو چې د انګریزي سکول په سبق به د ده زامن کافران شي. آبادي بانو دا خبره نه منله او د خپل ګاونډۍ د یو خدمتګارې په لاس خپل کالي د صراف سره ګاڼه (ګرو) کیښودل چې زامن د بريلي په یو انګریزي سکول کې داخل کړي. لیور يې خبر شو نو ګاڼه يې د زرګر نه خلاصه کړه او د ماشومانو د تعلیم لپاره يې ورسره لاس وکړو.
د ابادي بانو ژوند ساده او بچو ته يې معمولی جامې او ډوډۍ ورکول. ورسره د اولاد دیني زدکړو ته يې هم پام وکړو او مولانا شوکت علی علیګرهه او محمد علی اکسفورډ کې لوړې زدکړې تر سره کړې. محمد علي جوهر یو تکړه مقرر و چې دغه استعداد کې د هغه د مور لوی لاس و. د ۲۰ پېړۍ د سر نه دواړه وروڼه چې ” علی برادران” په لقب مشهور وو، د انګریز سیاست د مقابلې لپاره میدان ته ورودانګل. د رامپور نواب حامد علی خان په دواړو بندیز ولګوو چې ریاست ته به نشي ورتلی. په ۱۹۱۷ م کې د ترکی عثماني خلافت په پلوي علی برادران د هند نورو مسلمانانو سره یو تحریک کې ورګډ شول. د دې مشران ونیول شو چې د ابادي زامن هم پکې وو.
ابادي بانو بورقه په سر د لاهور یوه جلسه کې د خلافت تحریک په اړه تقریر وکړو. په کور کې به ماشومانو ورته بی اما ویل نو په جلسو کې هم ورته د “بی اما” نوم اخیستل کیدو. مهاتما ګاندهی ورته ډاډ ورکړو چې ښځې باید سیاست کې ګډون وکړي. هغه وخت د دې په اړه یوه ناره مشهوره شوه چې
بولی اماں محمد علی کی
جان بیٹا خلافت په دے دو
جوهر شا و خوا ۴ کاله په جیل کې و او د یو زندان نه بل ته وړل کیدو. په ۱۹۲۱م کې هغه په کراچی کې د ۲ کالو په بند محکوم شو. هغه وخت د ده لور آمنه ناروغه او د ژوند هیله يې نه وه پاتې. داسې اوازه شوه چې ممکن محمد علی د لور لیدو لپاره انګریز نه بخښنه وغواړي. خو بی اما د هغه سره ملاقات ته ورغله نو وې ویل، “زما په لاسونو کې اوس هم دومره زور شته چې که انګریز ته دې سر ټیټ کړو نو مرۍ به ورته خفه کړم.”
ابادي بانو د ۷۰ کالو په عمر کې د هند لر و بر کې خپلواکۍ د مبارزې په توګه جلسو کې ګډون لپاره ورتله. دا زړه ور میرمن په ۱۲ نومبر ۱۹۲۴م کې وفات شوه او خپل ابایی ټاتوبي رامپور کې خاورو ته وسپارل شوه.