د امیر عبد الرحمن وصیت


په تورخم کې د خیبر رایفلز ملیشیا مرکز په وړوکي میوزیم کې پروت د پیتل یوه دړه د لرګي په چوکاټ کې بند او د پاسه پرې عربي متن کنده شوی دی.
عربي متن په پښتو کې دا مانا ورکوي.
” په دې کې شک نشته چې ډېر ژر زما روح به د خپل پروردګار په وړاندې او زما زړه به په افغانستان کې پاتې وي. ای زما زویه او وارثه زما وروستۍ خبره تل لپاره درته دا ده چې په روس به چرې باور نه کړې.
د افغانستان باچا عبد الرحمن خان- د مرگ په بستر 1901ء”

د دویم افغان جنګ ( ۱۸۷۸-۸۰م ) تر شا د روسانو لاس و چې د ” لوی لوبې” په ترڅ کې په انګریزانو فشار زیات کړی و. ځینې خلک باور لري چې عبد الرحمان د روسانو په ملاتړ د افغانستان امیر شو. خو د دې تر شا انګریزانو لوی لاس و او امیر د روسانو د چلند نه خوشاله نه و.
د امیر ځای ناستی د ده زوی امیر حبیب الله خان و. دی په جنوری ۱۹۰۷م کې هند ته په سرکاري سفر ورغلو او انګریزانو ته يې ډېر مراعات ورکړي وو. ښایی د پلار وصیت د هغه په امر په دغه دړه کنده شو او بیا يې انګریز ته ورډالۍ کړو. خو دا امکان هم شته چې د افغانستان یو پوځي ډلې د خپل سرکاري سفر په وخت “مچني پوسټ” کې یو جنرل ته د یادښت په توګه ورکړی وي. د خیبر رایفلز په دغه میوزیم کې د ډېرو هیوادونو د پوځ سوغاتونه او عکسونه نندارې ته ایښي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *