جوغه (جوقعه) یا جیغه د سرو زرو هغه ګاڼه ده چې د هند په لویه وچه او پارس کې شته منو سړو په پټکي یا ټوپۍ کې ټومبله.
د دې نه وړاندې د شاهانو او راجه ګانو په پټکي کې د طاوس يا د مرغ زرېن بڼکه د دوی د واک او مقام ښکارندوی وه. د ځینو قامونو مشرانو به په پټکي کې د نایابه او ښکلې مارغه بڼکه ټومبله. بیا د دې په ځای د سرو زرو بڼکه (جوقعه) رواج شوه. په هند کې د مسلمان باچاهانو او په تیره مغلو په وخت کې جوغه د فیشن اوج ته ورسېدو. د دوی پټکی به “سرپيچ” نوميدو چې وریښم او د سرو زرو په تار به اوبدل شوې وه. جوغه به د سرپیچ سره یو ځای ګنډل کېده. تر ټولو قيمتي جوغې شاهجهان باچا لپاره جوړيدې ځکه هغه د جواهراتو شوقين و. باچا به دا سرپېچ او جوغه شهزاده یا د دربارامیر ته د درناوي لپاره پخپلولاسونو په سروله.
په ۲۰ پېړۍ کې د شته منو پښتنو د ناوې لپاره هم جوغه جوړیده. دا به د سرو زرو یوې کړۍ سره نښتې او د بنارسي د پاسه ورته په سروله. وروسته په ویښتو کې به يې د تاج په شان ایښودله. د ۱۹۶۰ او ۷۰ م لسیزو کې جوغه د هر ناوې ارمان و او په هند کې هم د سر د نورې ګاڼې په ځای “تاج” واخیستو. هلته د نوابانو او راجه ګانو سره په سیالۍ کې د سرو زرو تاجونو کاروبار تود شو. بیا د ۱۹۸۰ کلونو کې جوغه یواځې هغو شته منو په ودونو کې لیدل کیده چې پخوا نه ورسره پاتې وو.