پوله د دوو پټیو په منځ کې هغه سرحد وي چې د خاورې او په څو تیږو جوړ شوی وي. د پښتنو په سیمو کې د دغو پولو سره د ویالې، لښتي یا سیند اوبه، د یو کس پټی خړوبوي.
د کروند ګرو د اوبو وار ټاکلو لپاره د کلي خلک په یو هوجره کې فیصله کوي. په ډېرو پخوانیو کلیو کې اوس هم یو کس “میرآب” د اوبو وار څاري. دا د پښتنو او د دوی ګاونډي قامونو د تمدن یوه نښه وه او یواځې هغه کس به میراب کیدای شو چې باوري او منصف سړی و.
د کلي په ژوند کې د خپلې پولې ساتنه لوی کار وي. هغه خلک چې یو بل سره يې پوله شریکه وي، د شپې په پټیو کې د څار لپاره ګرځي. یو خو دا چې ګاونډی يې د اوبو مخه ځان ته وا نه ړوي. دا کار ډېر اسانه وي ځکه د پولې نه د خاورو یو څو چمان لیرې کړه نو اوبه بلې خوا ته بهېږي. بله دا چې که ګاوندی پخپل کور کې ارام ویده دی نو له دغه موقع نه په ګټه اخیستو د هغه پوله څو انچه وسکېږي. د دې چل دا دی چې د شپې د خپلې پولې ساتونکي، تکړه کسان د خپلې پولې خاوره اوبو ته ورټېله کوي. په اوبو زور راشي نو هغه د ګاونډي د پولې په خاوره ځای جوړ کړي. سهار چې ګاونډی راځي نو په ښکاره څه بدلون نه لیدل کېږي. خو تکړه کروند ګر خبر شي چې د شپې ګاونډي ورسره څه حرامتوب کری دی. بیا نو د پولې په سر ناندرۍ پېل او خبره په مرګ ژوبلې تمام شي.
په ۱۹ پېړۍ کې کله چې انګریز د پښتنو په خاوره پښې ټینګې کړې نو د پولې پټي شخړې به ډېرې وې. هغوی د هر چا د زمکې کچ لپاره د پټواري او ګرداور سسټم وټاکل چې د سرکاري خزانې نه به يې ورته تنخوا ویستله او دغه پېسه به بیا د کروند ګرو نه د مالیې په شکل اخیسته. د پولو شخړی اوس هم کېږي او د زمکې په هوس به تر هغې وي تر څو دا زمکه پاتې ده.