په ۲۰۱۸م کې د پاکستان نوی وزیراعظم عمران خان پکول (چترالي ټوپۍ) په سرد چاپیریال په غم، د بیلیاردو ونو کرلو اعلان وکړو. دی خبر نه و چې په ټوپۍ کې يې د مرغ زرین وزر ټومبلې و چې نړۍ کې د ورکیدو په حال دی.
د دښتې چرګ- سونا مرغ- سونال- نیل- او “مونال” ساینسي نوم “لوفوفورس” دی. دا د نېپال ملي مارغه او هلته ” ډېفني” نومېږي. د همالیه ځنګلونو نه علاوه، ګلګت بلتتستان، هنزه، بهوټان، برما او چین کې به موندل کیده. افغانستان کې د دې نسل ختم او ډېر خلک يې اوس نه پیژني.
د زرکې او مړض د کورنۍ دا چرګ ۷۰ سینټي میټر اوږد او د دوو زرو ګرام نه زیات وزن لري. د نر وزرې نیلا او ځلیدونکي او د ماده خړ بخن او سپین وي. د نورو چرګانو او طاوس په شان دا د زمکې نه لږ اوچت الوتلی شي چې هغه وخت په سینه يې سپینې بڼکې ښکاري. د دانو نه علاوه، چینجي، د واښو نرم جرړې او ځنګلي توت او بیری د دې خوراک دی. د مرغ زرین مښوکه دومره تیره وي چې زمکه تر ۲۵ سینټي میټۍ کیندلې شي. دا په وحشي او ټیټو بوټو کې اګۍ اچوي او کله چې ترینه چوچی راووځي نو تر یو کال د نر او ماده رنګ یو شان وي. بیا ورو ورو د نر وزرونه رنګ اخلي. دغه وزری په ټوپۍ (پکول) کې ټومبل کېږي چې کشمیر، هنزه او ګلګت بلتتستان سړي يې په سروي.
یو وخت دا ښایسته مارغه د پښتونخوا ۶ زره میټر لوړ غرونو کې زیات ښکاریدو او په ژمي کې د دانو او چینجو په لټون تر ۲ زره میټر لوړو غونډیو ته راښکته شو. په ۲۰ پېړۍ کې د دې ښکار او نیول اوج ته ورسیدل. د دې یو سبب سیمې کې د انګریز پوځ و. د ګلګت سکاوټس پو ځیانو په سر پکول کې د مرغ زرین وزر ټومبل کیدو. هم هغه وخت په سوونو مارغان ووژل شول. نه یواځې دا بلکه په لویدیځ کې شته منو میرمنو لپاره د دې وزرو نه پوره ټوپۍ جوړیده. د انسانانو له ویرې د ټیټو غرونو دا مارغه اوس ۵ زره میټر لوړو غرونو د څېرۍ په ځنګلونو کې هم اګۍ اچوي. دا په واورو کې هم ژوندی او پخپل مښوکي واورین زمکې نه د واښو جرړې او چینجي راباسي.
د انسان نه علاوه دغه مارغه د غرونو پړانګ او باز په شان لویو مارغانو ښکار شي. هند په ۱۹۸۲م کې د مرغ زرین په ښکار بندیز ولګاو ځکه د همالیه په غرونو کې د اوبو نویو بندونو له کبله د دې زالې ورانې شوې. په ګلګت کې د اغا خان سرینا هوټل ملازمانو او دربان په سر پکول کې د مرغ زرین وزره وه. اوس د نړۍ وحشي ژوند ادارې په خواست د دوی په خولۍ د نایلون مصنوعي وزرې کاروي. د ۲۰۱۹م په پای کې کله چې د برطانوي شهزاده ویلیم او میرمن ته د پاکستان شمالي غرونو کې ډالۍ شوی پکول مصنوعي وزرې لرل.