د برطانوي میوزیم د خطي مسودو په ګیلري کې د انډونیزیا د یو جزیرې ” بون” سلطان احمد الصالح شمس الدین د لاس لیکل شوی روزنامچی ( ډایري) هم پرتې دي. دی د ۱۷۷۵ م نه تر ۱۸۱۲ ژوندی او تر ۱۷۹۵م يې حکومت کوو.
د بون او د دې شا و خوا جزیرو ژبه ” بوګیس” وه. په دوی کې د ۱۸۱۱م د ملای ژبې یو فرمان هم شته چې په عربی املا کې لیکلی او هغه وخت ” جاوي” نومیده. دا ژبه وروسته په رومن تورو واوخته. سلطان د روزنامچو په منځ کې پاڼې ساده پریښودل شوې چې وروسته به پکې د دربار مهمې فیصلې او نور اسناد ورزیات شول. په دغو ساده پاڼو به سلطان کله نا کله د سوچ او فکر په وخت کرښې راښکلې او یا به يې انځورونه جوړول. یوه بیلګه يې د سلطان د تره محمد رمضان د لاس کښل شوی وزر لرونکی اس دی.
هغه وخت د ده مخالفانو جنګ ته لاس اچولې و چې د هالینډ هم پکې لاس و. د سلطان په لاس د جنګ حالت، د دفاع چارې او د هغو مشرانو نومونه هم لیکل شوي دي چې په جنګ کې ووژل شو. نورو پاڼو کې د قانون پوښتنې دي چې د واده او د جایداد د اخیستو سره اړه لري. د شاهي ټبر او د حاکمانو پیښې پکې زیات لیکلي دي. یوه بیلګه يې د ۷ جولای ۱۷۷۵م ده چې “محمد رامالنګ د مقدانرنګ (منشی) وټاکل شو. د بون حکومت کې مشر منشی نه علاوه دوه نورې عهدې مهمې وې چې یو يې ” ټوماري لالنګ (د شورا مشر) او بل مقیدانګه ګیتانه (د ملک ویاند) وو.
د سلطان د کتابتون نه خطي مسودې او نور کتابونه تر ۱۹۹۰م کاریدل چې د لندن په برطانوي میوزیم کې پراته و. اوس هغه ۲۲ صندوقونه د برطانوي کتابتون یوه برخه ده. د متمدن قامونو باچاهان د لیک لوست د لارې خپل تاریخ، سیاسي ستونزې او د هغه دور د ژوند یو څرک ملت او نړۍ ته پرېږدي.