“ژرنده که د پلار ده خو په وار ده…”
دا هغه محاوره ده چې پښتانه يې هره ورځ په یو نا یو ځای اوري او یا يې پخپله کاروي.
هغه جمله، محاوره یا ټکی چې په ویلو او لیکولو کې زیات تکرار له کبله بې خونده شي، “کلیشه” یا ” کلیشا” نومېږي.
دا د فرانسوي ژبې “کلیشی” چې مانا يې د خبرو تکرار وي، د نړۍ نورو ژبوکې معمولي زور-زیر– شد د فرق سره تلفظ کېږي. د کلیشه سره څنګ کې د “سټیریو ټایپ” نوم هم اخیستل کېږي. دا ضرور نه ده چې په مضمون یا تقریر کې د یو کلیشایی جملې مانا عمومي وي. د انګریزي اصطلاح ” ایکچولي” ( اصل کې) ” او مایی ګاډ” ( اف خدایه) اوس ټوکیان په خپل کامیډي کې د خندا لپاره کاروي. برطانوي وزیر اعظم په ۱۹۹۷م کې د ” نیو لېبر” په شعار انتخابات وګټل خو وروسته هم دغه محاوره د هغه د پوزی پیزوان شوه.
داسې جملې چې تش د مضمون ډکولو او یا په تقریر کې د وخت تیرولو لپاره وکارول شي نو لوستونکی او اوریدونکي پرې ستړې شي.
په نورو ځايونو کی بيا د کلچر او د خلکو د پوهې د سطح خبره راشي. نيمگرې انځور کله چې په فرانسوي ژبه واړول شو نو ښاغلي نجيب منلي راته وويل چې دا عنوان په فرانسه کی کليشاي نوم دې. دوي د يوی بلې کيسې عنوان چې د نارنجو مربه نوميده د کتاب لپاره غوره وگڼلو.
۱۹۸۰م په لسیزه کې ” د افغانستان مظلوم ملت” جمله عام وه چې د جنګونو د لاسه خلک خپلو کورونو پریښودو ته اړ شول. خو وروسته یو غټ خیټي مشر یا ټوپک په لاس جنګیالي له خوا دا جمله کلیشه او د ټوکو وړ شوه. ځکه چې خپل اصل مانا يې د لاسه ورکړې وه. هغه کسان چې په خبرو یا لیکنو کې کلیشایی جملې کاروي، معلومات او یا تجربه نه لري.
یو څو بیلګی يې دا دي،
“په لاره اچول شوی…
د جنګ نه ستړی شوي…
” سرټکوي”
“دا په داسې حال کې ده چې…”
“د ښځو په وړاندی تاو تریخ والی…”
” په دې حواله…”
“د اسلام مقدس دین…”
د محاورو کلیشه…
“سپما کری، سپو خوړلی”
“لمر په دوو ګوتو نه پتېږي.”
“توری دې لالا وهي، نمړۍ دې عبد الله…”
ټوک ټوک کیدل…
” د لستوڼی مار…
” خپله لمنه پورته کول…
” په کبابو کی هډوکی…
د لندیوکلیشه
” څانګه به نن سبا کې ګل شي…
” که په میوند کې شهید نشوی…
” دا ګل په لاس درته ولاړ یم…
“د مساپرو یاري مه کړه…
” بارانه ورو ورو پری وریږه…
پخپلو لیکنو کې د کلیشایی جملو د کارولو په وخت فکر وکړئ چې دا د مفهوم په بیانولو کې درسره څه مرسته کوي؟
.