زه په جاله د پیر بابا سلام له ځمه
یاره جالوانه، جاله د باندې راوړه
جاله د کشتۍ مور ګڼلې شو. انسان د سیندونو سره ژوند پېل کړو نو دا ورته جوته شوه چې لرګی په اوبو کې نه ډوبېږي. پخوانیو ټولنو کې د یو کس اوبو سفر په لرګين تخته کیدی شوه او ځینو ځایونو کې د څاروي پوټکی ( مشک) چې پکې هوا ډکه وه، کاریده. د بر سوات په ځینو جایونو کې دغسې مشک اوس هم د سیند نه پورې وتلو لپاره خلک کاروي.
یو وخت د لرګي تختې يې یو بل سره وتړلې او دواړو غاړو ته لوی مشکونه د جالې سفر نور هم ارامه کړو. په دغه “جاله” د زیاتو انسانانو او څاروو ځای جوړ شو. د پښتنو هغه سیمې چې د سیندونو پر غاړه اباد وو، د جالې او جالوان کلچر ته وده ورکړه. د آمو نه واخلې تر اباسین ځای ځای د جالو “مرکزونه” جوړ شول. خلکو به خپل تجارتي مال، څاروي او اسونه په دغو جالو له اوبو پورې ویستل.
د جالې تر ټولو خطرناک سفر په “کابل سیند” کې د مچني نه تر جلال اباد ” ډکې” و. دغه سفر د اوبو مخالف څپو کیدو او کله نا کله به جاله په ګرداب کې را ګیره او دړې وړې شوه. ځینو انګریزانو په ۱۸ پېړې کې د جالې دغه سفر کړې او په اړه يې نه یواځې لیکل بلکه انځور کړی هم دی.
پکښی ورکه هم جاله هم جالوان دی.
د غنی پر انګړ بیا ځلځلۍ ګرځی