یو بې خونده- بې رنګه، اوبړین سلیخ چې په اوبو کې حل شي، کتیره یا ګوند کتیره نومېږي.
کتیره د ځنګلي ازغن بوټی ” ایستراګالوس” نه اخیستل کېږي. د سلیخ ساینسي نوم “ټرېګاکانت ګم” دی. د بوټي جرړه کې راتولې اوبه په رڼا کې کلک او د “چیړ” په شان ښکاري. خو چیړ زیړ بخن سور رنګ لري او پکې ځلا وي چې په اوبو کې حل شي. کتیره سپینه، شفاف او ځلا پکې نه وي. کله چې اوبو کې يې واچوي نو را وپړسېږي او سلیخ ترې جوړ شي.
د کتیره بوټی د لویدیځ ایشیا ملکونو، سوریا، ترکی، عراق، ایران، مصر روس او د هند په دشتو کې را شنه کېږي. په ایشیا کې د دې د سلیخ تجارت د لرغونې زمانې نه روان دی خو یورپ کې خلکو نه پیژندلو. هلته په لومړي ځل دا د شیراز نه یوړل شو نو “شیراز ګم” په نوم مشهور شو. اوس وخت کې هم د ایران کتیره تر ټولو ښه وي او د وخت په تیرېدو د دې غوښتنه زیاته شوه. د دې یو سبب دا دی چې زیات خلک اوس هغه خواږه ” جېلي” نه خوري چې د څاروو له هډوکو يې راټول کړی وي.
کتیره په تاثیر کې یخه وي نو د هند خلک يې اوړي کې شربت، فالوده او فرني یا مربه کې ورګډوي. په بازار کې کتیره په مختلفو شکلونو کې خرڅېږي. تاو راتاو پټۍ، ورق او یا پوډر په شان کاغذي ډبو کې بند وي. کتیره د خواړو نه علاوه، د څرمنې بوټ، بیګ، پېټۍ، دستانو او ټوپیو په جوړولو کې او ټوکر(کپړه) له اوبدلو وروسته د دې په وینځلو کې لکه د نشاستې یا “بت” کارېږي.
په کوچاني ژوند کې د میرمنو لپاره خپل ویښته هره ورځ ږمنځول یو ګران کار و. له دې کبله، د ویښتو وړې کمڅۍ به يې جوړې کړې او بیا به يې ورباندې “کتیره” ووهله. کتیره هم هغسې به کاریده لکه چې اوس د ویښتو “جل” یا سلیخ په بازار کې خرڅېږي.
په هند کې کتیره د جګر ناروغۍ، ټوخي او د نس ناستي، سوځیدلي پوټکي ملهم لپاره کاروي. د شربت او نورو مایعاتو د خټه کولو او د ډبو خوراک تازه ساتلو لپاره هم کاروي. په بندو ډبو د نورو توکو سره د دې نومره اي- ۴۱۳ لیکل شوی وي. ځینې انځورګران د رنګ پخولو لپاره پکې کتیره ورګډه کړي. د کیک د پاسه له چینو جوړ ګلونه او نور توکي د کتیری له کبله تر ډېره وخته کلک پاتې وي. د سګار پاڼه د کتیر په سلیخ تاو راتاو پاتې وي. د اګربتۍ جوړولو کې هم کتیره یو لازمي وي ځکه دا خوشبودار توکي پخپلو کې وتړي.
عرب قبایلي ښځې یو ډول عناب د کتیرې سره ورګډ او د شیمپو په شان ویښته پرې وینځي. په چینایی طب دا د بدن پوټکي په دانو لکه د ملهم وهي. اوس د نړۍ ساینس پوهان د ایډز او سرطان په درملنو تجربې کوي. د شکر او د بلډ پریشر د دارو لپاره هم ورباندې تجربې روانې دي.
خو کتیره څو قسمونو بوټی لري چې ځینې يې زهرژن وي. نو د دې راټولونکي باید پوهه خلک وي.