دا دوه عکسونه (تصویرونه) ډاکټر هیملټن په ۱۸۹۶م کې کابل کې پخپلې کیمرې واخیستل.
په یو تصویر کې درې میرمنې ښکاري چې یوی، ممکن خدمتګاره یا وینځه، د لاس وینځلو لپاره چلمچي او د اوبو کوزه نیولې دی. افغانستان کې په دودیزه توګه له ډوډۍ وروسته لاسونه وینځل کېږي. ورپسې میوه خوري او بیا شنې یا تورې چای وي.
۳۸ کلن ډاکټره “لیلیاس انا هیملټن” د برطانیې نه د معالج په توګه امیرعبد الرحمن له خوا کابل ته بلل شوی وه. د دې د سفر او د استوګنې ټول لګښت امیر ورکړی و. دا ۶ میاشتې په کابل کې پاتې وه او د حرم میرمنو درملنه يې کوله. د هغوی له خوا یوې میلمستیا کې لیلیاس ته د عکس اخیستو چانس برابر شو. هغه وخت د تور او سپین عکس اخیستو لپاره ” بکس کیمره” کاریده چې ډاکټر لیلیاس له ځانه سره وړې وه. په لومړي عکس کې ګس لاس ته د یو کوچ په ګوټ د ځینو توکو شتون ښایی چې لیلیاس به هلته ناسته وي.
دغه عکسونو کې د پاخه عمر ښځه، د ټبر مشره او د میلمستیا کوربه ښکاري. دویم عکس کې ځوانې شین سترګې جینۍ ځان په سپینه بورقه کې کلک تاو کړی دی. ټولو ښځو په سرونو “سرپیچک ” او د پاسه پرې وړې ټوپۍ (خولۍ) دي چې یوې خوا ته د وریښمو ګل او جیغه پرې ګنډلې ده. یوې میرمنې په ټوپۍ د سپینو یا د سرو زرو تعویذ یا ټیک هم ځوړند دی. دوه مشرې ښځې د سرو غاړکۍ هم لري. د خدمتګارې او د ځوانې جینۍ نه علاوه نورې ښځې کیمرې ته نه ګوري. هغه وخت د کیمرې عکس یو نوی شی و. خو د ځوانې جینې بورقه او د نورو میرمنو څېرې ښایی چې دوی د عکس په حقیقت پوهیدی.
د کوچ او چوکیو د شتون سره هم شاهي حرم کې هغه وخت ډوډۍ په فرشي دسترخوان خوړل کېده اوهغه ساده ژوند په ګوته کوي چې د امیرعبد الرحمن د مړینې سره پای ته ورسیدو. د ۲۰ پېړۍ د پېل سره د شاهي کورنۍ کره وړه اروپایی شول.