د فرانسوي ژبې ” ګاردی” د “ګارډ” یا محافظ مانا ورکوي. د پانی پت په دریم جنګ کې د مرهټو له خوا د توپخانی مشرابراهیم ګاردی و.
په ۱۶۶۸م کې فرانسویانو د لویدیځ بنګال مالاباربندر د تجارت لپاره مغلو نه تر لاسه کړو نو د حفاظت لپاره يې پکې پوځ هم وساتلو. مرهټو هغه وخت دکن کې د لوټمار د لاسه په خلکو کې ویره خپره کړه. په ۱۷۲۴م کې د حیدراباد دکن حاکم (نظام) له مغلو پړی وشلاو اوجنوبي هند کې د وړو ریاستونو نه باج اخیستل پېل کړل. دوی به کله مرهټو او کله نظام سره ملګرتیا کوله. دغو دواړو قوتونو خپل پوځ د روزلو لپاره فرانسی ته لاس وغځاو چې ګورنر جنرل يې “ډوپلی” نومیدو. د هغه په امرد مالابار نه یو پوځي افسر، چارلس جوزف (بسي نانبایی) حیدر اباد ته لاړو او دوه کاله ( ۱۷۴۷- ۴۹م ) د پوځ لپاره د تکړه ځوانانو په لټون بوخت و. د پوځیانو د صلاحیت کچ هغه ډېر لوړساتلی و او یواځې لوړ دنګ او د منډو ترړو زغم لرونکي به يې روزل. د پلي او توپچي دستو لپاره هغه ځوانانو ته د میداني جنګ او محاصره کې د ډسپلن ساتلو لارې ښودلی. مرهټو هم ورته د خپلو دستو د روزلو لپاره معاش ورکاو. بسي د ۱۷۸۳م نه تر ۱۷۸۵م د مېسور نواب حیدرعلی (ټیپو سلطان پلار) پوځ سره پاتې شو.
د “بسي” روزل شوی پوځ “ګاردی” نومېدو چې د یونیفورم، وسله، مارچ او سخت ډسپلن لپاره مشهور و. د حیدراباد په دغو پوځیانو کې د ابراهیم خان ماما مظفرخان هم شامل و. وروسته دی د مرهټو د یو دستې مشر شو او په یو جنګ کې يې خپل ځلمی خوریې ابراهیم خان هم بوتلو. په مارچ ۱۷۵۶م کې نواب مظفرخان ګاردی د مرهټو پیشوا بالاجی راو خلاف بغاوت وکړو او په لویدیځ هند کې د “سوانور” مسلمان نواب سره يې لاسونه یو کړل. مرهټو د دغو باغیانو د نیولو لپاره د حیدراباد نواب صلابت جنګ سره یو ځای، د سوانور کلا محاصره کړه او د فرانسوي توپخانې په مټ دومره بمبارۍ يې وکړې چې مظفرخان وتښتیدو او د هغه ځای نواب حمله کوونکو ته تسلیم شو. مظفرخان د “بهاو” د وژلو هڅه وکړه خو پاتې راغلو. ابراهیم خان ګاردي د حیدراباد په پوځ کې ورګډ شو او پخپل جنګي صلاحیت د نظام باور يې تر لاسه کړو. د ده په واده کې نظام د نورو درباریانو سره پخپله هم ګډون وکړو.
په ۱۷۵۸م کې بسی بیرته لاړو او په حیدراباد کې دوه تربوران صلابت جنګ او نظام علي د واک لپاره یو بل ته تورې وبریښولې. نظام علي د صلابت جنګ نه ټول واک غوښتو خو هغه د ابراهیم ګاردي له ویرې دا کار نه کاو. نظام علي ته يې شرط کیښودو چې که ابراهیم ګاردي له نوکرۍ وشړي نو دی به ورته سرټیټ کړي. د صلابت جنګ ویره په ځای وه ځکه ابراهیم ګاردی سره ۱۲ زره روزل شوي عسکرچې په ۱۲ کنډکو ویشلي او توپخانه وه. دومره ځواک د یو بغاوت لپاره کافي او ابراهیم ته د حیدراباد په ګدۍ د کیناستو موقع ورکوله. نظام علي ابراهیم خان له خپلې عهدې لیرې کړو او صلابت جنګ د حیدراباد دکن اختیاراتو نه لاس واخیستو. د ریاست د خزانې وزیر”ویتهال داس” ابراهیم خان ته ۳ لکه روپۍ تاوان په توګه ورکړل او دی په ۹ اکتوبر ۱۷۵۹م له نوکرۍ ګوښه شو.
اخوا په پونا کې د مرهټو یو مشر ” سداشیو” خبر شو نو خپل پوځي استاځې يې ابراهیم ګاردی ته ورواستاو او د مرهټو د پوځ توپچي مشر دنده يې ورته وړاندې کړه. ابراهیم خان په ۵ نومبر ۱۷۵۹م کې پونا ته ورغلو او ښایی ورسره ډېر ځوانان هم ورغلل. په پونا کې ده د مرهټو دستې وروزلې او بیا په “اوډګیر” کې د نظام علی پوځ يې مات کړو.
په ۱۷۳۷م کې مرهټه “باجي راو” د ډېلي جنوب ټولې سیمې له مغلو نیولې وې. تر ۱۷۵۸م د ده زوی ” بالاجي” تر پنجاب وړاندې لاړو او د هند مسلمانانو احمد شاه ابدالي ته لیکونه وراستول چې د دوی سره مرسته وکړي. مرهټو چې د افغان باچا د لښکر نه خبرشول نوسداشیو د هغه مقابلې لپاره پنجاب ته روان شو. د دوی په لښکر کې د زرګونو تکړه جنګیالو، خدمتیانو او ښځو نه علاوه د ابراهیم ګاردی ۸ زره پوځ او درانه توپونه هم وو. په نومبر ۱۷۶۰ م کې دغه توپخانې د لال کلا دېوالونه ړنګ کړل خو مرهټو څو ورځې هلته د خپل بري د جشن نه وروسته، پنجاب ته مخه کړه. د دوی په لښکر کې د خواړو کمی و او سداشیو خبر شو چې په کنج پوره کې اکمالات ساتل شوي وو. هم هغه وه چې ابراهیم ګاردی په خپلو توپو، دغه کلا ړنګه کړه. بیا مرهټو په کنج پوره کې ډېر مسلمانان ووژل نو احمد شاه ابدالي ابراهیم خان ته یو لیک ورواستاو چې دی د مسلمان په توګه د بل مسلمان وینه توی نکړي. خو په تود جنګ کې ابراهیم د سداشیو سره خیانت نه شو کولې. د ده پوځ ته معاش هم نه و ورکری شوی ځکه د مرهټو خزانه لوټ شوی وه خو د ده جنګیالي په پوره ډسپلن ورسره ولاړ وو. د ده ورور فتح علی خان ګاردی د ۱۹ نومبرپه شپه د یو وړوکي دستې سره په افغان مورچو حمله وکړه او یو څو توپې يې ترې وتښتولې. بیا په ۷ دسمبر د ګاردی توپو د نجیب الدوله په مورچو ګولې وویشتلې.
په ۱۴ جنوری ۱۷۶۱ م پاني پت میدان د ابراهیم خان د مسلکي ژوند وروستی کارنامه وه. هغه په یو لاس کې بیرغ او بل کې ټوپک نیولې و او د ده توپو لومری ډز د برخوردار خان په مورچه وکړو. ابراهیم پخپله د احمد شاه ښې لاس ته په روهیلو پریوتو او نزدې وه چې دوی يې زپلې وای چې هغه وخت روهیلو ته د افغانانو کومک ورسیدو. د ګاردی پوره کنډک زیانمن شو نو ” دمه جي ګایکواړ ” د ابراهیم مرستې ته وړاندې شو خو افغان او روهیله دستو ورته سخت ځاني تاوان واړاو.
د ابراهیم خان توپخانې په څلورګوټیزه پوزیشن کې چې منځ يې خالي و ډزې کولې. د ګاردی د توپو هدف د افغان لښکرمنځ ویشتل وو چې د شاه ولي خان په کنټرول کې و. تر غرمې دغو توپو افغانان سخت زیانمن کړل. د ابراهیم خان په نقشه کې د سپاره او پلي پوځ منځ د دې لپاره تش پریښودل شوی و چې د توپو مخه بنده نه شي. خو له غرمې وروسته، مرهټه د ” هرهرمهادېو” په ناره د افغان پوځ په منځپرک پریوتل او ګاردی توپچيان مجبور شو چې ډز ونکړي. د ابراهیم ګاردی زوی او یو اوښی په میدان کې ووژل شو. دی پخپله تر وروستیو شیبو، د سدا شیو سره ولاړ و او اخر په زخمي حالت کې روهیله پوځیانو نواب شجاع الدوله ته یوړو. هغه ابراهیم خان خپل خیمه کې وساتلو چې څوک ورته تاوان و نه رسوي. احمد شاه د سداشیو تنکي ځوان ورور “جنکوجي” ته معافي ورکړه. نو شجاع الدوله ابراهیم خان لپاره هم د معافي خواستګار شو.
یو روایت دا دی چې ځینې افغانان د شجاع الدوله خیمې نه بهرودریدل چې ابراهیم دې ورته وسپاري. بیا جنرل شاه ولي هغه خلک وشړل او شجاع الدوله نه يې د ابراهیم ګاردي د سپارلو غوښتنه وکړه. مرهټه وایی چې افغانانو، ابراهیم خان په شکنجه ووژلو او د ایشیدلو تیلو په دیګ کې يې وغورځاو. بل وایی چې کله شاه ولي د شجاع الدوله سره په خبرو بوخت و، نو یو افغان په پټه هغه خیمې ته ورغلو چې ابراهیم ګاردی پکې زخمي حالت کې پروت و. دی يې ووژلو او وروسته شجاع الدوله په امرهم هلته يې خښ کړو. خو دا مبالغه ده ځکه د پاني پټ د مړو،ژوبلو د سمبالولو کار پیچلې و. د سدا شیو مړی شجاع الدوله په لاس مرهټو ته وسپارل شو. افغان پوځیان چې ترسخت ډسپلن ساتل کیده، دا کار نشو کولې او نور د جنګ په میدان کې په لوټمار بوخت وو. کاشي راج چې هغه وخت پخپله د دې جنګ شاهد و، وایی چې ابراهیم خان د احمد شاه ابدالي په امر ووژل شو. دی ممکن د افغانانو اتل نه وي خو د دکن پاردهي خلکو د ده په ستاینه سندرې ویلي دي. د ده د ټبر خلک اوس هم هلته ژوند کوي چې یو يې سردار نواب میر احمد علی خان نومېږي.
سرچینی
۱.احمد شاه درانی- ګنډا سنګهه.( ۱۹۵۹م) بیا چاپ طارق خپرونی لاهور. ۱۹۸۱م. ۲۵۱-۲۵۵-۲۵۷-۲۶۱.خونه
۲. د پانی پت د جنګ احوال. (۱۷۶۱) کاشي راج. بزم اشاعت. یوسف کالج ۱۹۶۱م.
۳.پاني پت. ۱۷۵۴-۱۷۷۱م. سر جادو ناتهه سرکار.