په ۲۲ می ۱۹۱۸م د میډرډ یوې ورځپاڼې سرټکي د یو انفلونزا په اړه وو.
هر کال د می په دریمه اوونۍ کې د کیتهولک اسپانیې خلک د دودیزه نمانځنو لپاره په کلبونو او خوړنځایونو کې راټولېږي. ناڅاپه په دغه اوونۍ کې د میډرډ په خلکو کې د تبې او د نس ناستي وبا خپره شوه. په ۲۸ می د اسپانیې باچا الفانسو، وزیراعظم او د کابینې ځینې وزیران والګي ووهل. په زرګونو ناروغان کور کیناستل. ډاکخانې، ټیلیګراف دفتر او بینکونه بند شول او خلکو هره ورځ په اخبار کې د ” خپورشوی ناروغۍ” خبرونه ولوستل.
که څه هم اسپانیه په لومړی نړۍ وال جنګ کې بې طرفه وه خو بداغیز يې د دوی په کاروبار شوی و. شا و خوا ۲۰ میلینه اسپانویان بې روزګاره او د حکومت خلاف مظاهرې، کاربندي او هړتال کیدو. ځینې ځوانان په اورګاډو کې د روزګار لپاره فرانسې ته تلل. هلته به په زکام اخته شول خو ژر به جوړ شول. خلکو به ویل چې فلانی په ” فرانسوي فلو” اخته دی. په دوو میاشتو کې وبا ختمه شوه خو په ستمبر کې يې بیا زور وموندلو. په لوی شمیرمزدوران به په اور ګاډو کې فرانس ته تلل. اخر حکومت فیصله وکړه چې د پرتګال مزدوران د اسپانیې په سټیشنونو نه کوزېږي. یو پوځي روزنیز کیمپ کې د انفلونزا زپلو مزدورانواو پوځیانو علاج کیدو. اسپانوي مطبوعاتو د وبا خبرونه ازاد خپرول خو په فرانس او برطانیه کې دغه خبر چا نشو خپرولې ځکه حکومت ویرېدو چۍ د پوځ او د خلکو مورال به پرې ټیټ شي. د ” اسپانوي زکام”سپېنش فلو” نوم د فرانسې سیاست و، هم هغسې لکه چې اوس صدر ټرمپ کورونا ته ” چینایی وایرس” وایی. ځینې څېړنې وایی چې دا وایرس لومړی د “کانسس” ایالت نه نیویارک او نورو ځایونو ته خپور شو او بیا امریکایی عسکرو یورپ ته یوړو. خو د زکام وایرس پخوا هم موجود و. په ۱۹۱۷م کې د فرانسوي پوځ په یو طبي کیمپ کې ناروغه او زخمي پوځیان د زکام او تبې نه وروسته په نمونیه مړه کیدل او اینټی بایوټیک پرې اثر نه کاو. دغه طبي کیمپ ډېر لوی او هره ورځ به ورته یو لک پوځیان ورته وړل کیده او بیرته وتل. په نزدې کلیو کې د چرګانو او د سرکوزو فارمونه وو چې هلته نه به هره ورځ په خروارونو غوښه د پخولو لپاره کیمپ ته وړل کیده. هغه وخت په یو څېړنه کې د چرګانو یو وایرس په ګوته شو چې خپله بڼه واړوي یاني “میوټیټ” شي نو سرکوزي پرې اخته شي. په کیمپ کې ډاکټرانو ولیدل چې زکام د یو ناروغ نه بل ته ژر کډه کوله. خو پوښتنه دا وه چې وایرس هلته څنګه ورسیدو. دوی په هغو ۹۶ زره چینیانو شک کاو چې د فرانس سنګرو ته يې کومکونه وړل. په نومبر۱۹۱۷م کې شمالي چین کې د ساه یو مرض خپور شوی و چې د هغه ځای حکومت په وېنا، یورپ کې چینایی مزدورانو ددې وایرس له ځانه سره راوړی و. په یورپ کې هم څېړنو وښودله چې اروپا ته تلو لپاره د چین مزدوران نورو ملکونو نه هم تیرشول او هلته دا مرض خپور نشو. بله څېړنه ښایی چې وبا له آسټریا (اتریش) خپره شوه. د دې لپاره پوهانو تېرو کلونو ته هم پام کاو. د ۱۸۸۹ او ۱۸۹۰ م دویم افغان جنګ په وخت، دغسې د والګي یوه وبا ” روسي فلو” نومیده. دغه زکام په شمالي کره کې د سپرلي نه ترخزان بې شمیره خلک ووژل چې زیات شمیر يې میندوارې میرمنې وې. د ۱۹۱۸م په پېل کې ډاکټرانو دغه ناروغي کولرا- ټایفایډ (لویه تبه) ملاریا یا “نمونیا” ګڼله او مریض ته به يې د انفکشن دارو ورکول. خو د مریض له پوزې، غوږونو او کولمو نه به وینې راوتلې. د ځینو پوټکی به چودیدو او ساه به يې نشوه اخیستی. په وبا کې د مړینې یو سبب د اسپرین ګولۍ هم ګڼل وې چې ډاکټرانو به ۳۰ ګرام هره ورځ د خوړلو مشوره ورکوله. د زیات اسپرین له کبله د مریض له پوزې او غوږونو به وینې روانې شوې. اوسني ډاکتران د ورځې ۴ ګرام نه زیات اسپرین نه ورکوي. خو په فلو هغو ځایونو کې هم خلک مړه کیدل چې اسپرین پکې موجود نه وو. اخر د ناروغو شمیره دومره شوه چې روغتیا پالان به ورته نشو رسیدای. د مړو خښولو څوک پاتې نه و او په لویو کندو کې به بې کفنه خښول.
په اسپانوي زکام د ۵۰ نه تر ۱۰۰ میلینو انسانانو ژوند ختم شو چې هغه وخت د نړۍ ۳% ابادي وه. تر ټولو زیات خلک هند کې ۱۲-۱۷ میلین، چین ۸-۹ میلین، انډونیزیا یونیم میلین، ایران ۱-۱ نیم میلین، امریکا ۵-۷ لک برطانیه ۲ لک، جاپان ۴ لک فرانس۴ لک ګهانا یو لک او په برازیل کې ۳ لکه خلک په انفلونزا مړه شول. وړو ملکونو کې هم په سوونو ځاني تاوان وشو. پخپله په اسپانیې کې دوه لکه او ۶۰ زره خلکو په دغه وبا کې خپل ژوند د لاسه ورکړو. د ۱۹۱۸م تر پای د دې وبا زور کم شو او له کبله يې جنګ هم ژر ختم شو ځکه دواړو غاړو ته پوځیان مړه کیدل.
په تیرو سلو کالو کې د دغې وبا په اړه د امریکه او یورپي ملکونو نه علاوه په چین کې هم څېړنې وشوې چې پکې د وبا دویم پړاو د لومړني نه زیات وژونکی وګڼل شو ځکه وایرس خپله بڼه بدله کړې او زیات توان پیدا کري. هره وبا درې دورې لري چې د دوی ۳ اسباب وي. یو دا چې د ښوونځو د پرانستو او بندیدو سره تړاو لري. دویم د موسم په بدلیدو وایرس فعال شي خو دریم او مهم سبب پخپله د انسانانو چلن دی.
په ۱۹۱۸م کې د وبا دویمه دوره د لومړي نه زیاته خطرناکه وه. په لومړي بهیر کې بوډاګان او هغه خلک ناروغه کیدل چې پخواني مرضونه يې لرل. ځوانان او روغ به ژرښه کیدل. په اګست کې کله چې په فرانس، سیرا لیون او امریکه کې د دې دویم دوره شروع شوه نو وایرس خپله بڼه اوختی او زیات ځوانان يې ووژل.
ایچ ون این ون- وایرس (ویروس) دوه ډوله وي چې یوه يې هم دغه اسپانوي زکام و. دویم ډول په ۲۰۰۹ م کې “د چرګانو” ناروغي وه. کله چې په مرض اخته پړنجي ( انتروشي) کوي یا ټوخېږي نو د ده له پوزې یو نیم میلین وایرس بهر ووځي او نزدې بل کس ته کډه وکړي. د جنګ په وخت پوځیان به په مورچو کې یو بل ته ډېر نزدې پراته وو. په نمژنه هوا او خټو کې وایرس د خپریدو چانس زیات و. په عامو حالاتو کې یو کس ناروغه شي نو په کټ، او کور کې بند شي. په جنګ کې هغه پوځیان چې معمولي تبه يې وه، په خندق کې به پاتې وو. سخت ناروغان يې، په اورګاډو او بسونو په ګڼه ګوڼه کې د کیمپ روغتون ته وړل او په لاره دغه وایرس په نورو شیندلو. هغه خلک چې په لومړي ځل ناروغه شي، ممکن په بدن کې مقاومت پیدا کړي. خو دا هله کیدایشي چې ښه خواړه وخوري. د ۱۹۱۸م اکتوبرمیاشت د وبا اوج و ځکه یو خو د خواړو کمی و او بل پوځیان ستړی او کمزورې شوي وو. په طبي کیمپونو کې د حد نه زیات کسان ساتل کیده. د ځان پاکولو او لاس وینځلو کلچر نه و. یو کس به مړ شو نو د هغه کټ به د پاکولو په ځای بل مریض ورباندې سملولو.
۱۰۰ کاله پخوا هم دا باور کیدو چې د زکام وایرس مصنوعي جوړ شوی او یو سازش و. اوس ۲۱ پېړۍ کې هم ځینې خلک باور لري چې کورونا په چین، روس، اسرایل یا امریکه په لیبارټري کې جوړ شوی او هدف يې په خلکو کې ویره خپرول دي. داسې کسان خپل ځان او چلن ته لږ پام وکړی نو د زکام مخ نیوی اسانه دی. بې ځایه لاړې توکل، په پوزه ګوتۍ منډل- د ډوډۍ نه وړاندې لاس نه وینځل- د کور کثافت کوڅې ته ویشتل، تشناب ګنده ساتل او هر وخت د خلکو په ګڼه کې ګرځیدل، د زکام د وایرس میلمستیا ده.