د خانه کعبه تاریخ ډېر پخوانی دی او هلته د حج او د عمری ځنډیدل هم څه نوی خبره نه ده.
په ۹ میلادي پېړۍ کې اسلام په څو فرقو وویشل شو. “قرامته” د شيعه مسلک نه بېله شوې ډله او مشر يې ” همدان قرامت” نومیدو چې د عراق جنوب نه يې د خلافت په ضد بغاوت وکړو. قرامتیانو د حج مخالفت او دا يې خرافات ګڼلو. په ۸۶۵م کې د دوی مشراسمعیل بن یوسف السفاک په مکې حمله وکړه او هغه کال حج ونشو.
په ۹۰۶ م کې ۲۰ زره خلک چې له حج وروسته، خپلو ملکونو ته روان و، د بحرين په لاره قرامتیانو ووژل او د دوی مالونه يې لوټ کړل. په ۹۳۰م کې د قرامته مشر ابو طاهرالجنبي په مکې حمله وکړه، په کعبه کې يې سوونو حاجيان ووژل او د ځينو مړي يې د زمزم په کوهي کې وغورځول. د الحسا قرامتیانو حجر اسود له کعبې یوړو او ۲۰ کاله يې ځان سره ساتلی و. په دغو کلونو کې حج ونشو.
د کعبې نيول په بغداد کې د عباسيانو لپاره د شرم خبره وه. اخر خليفه ورته د ډيرو پيسو ژمنه وکړه او دوی په ۹۵۲ م کې له مکې ووتل. د قرامته يوې ډلې د فاطمي په نوم ځان له نوې فرقه جوړه کړه چې پخپلې تگ لارې کې دومره توند نه وو. خو د عباسیانو سره يې شخړه روانه وه او د ۹۸۳- نه تر ۹۹۰ م یاني ۷ کاله بیا حج ونشو.
په عثماني سلطنت کې، اسلامي نړۍ لږ ارامه شوه. په مکه او مدینه کې د حاجیانو لپاره میشتځایونه جوړ شول او دغه سفر به په امن کیدو. خو د کولرا، طاعون او د نورو وباګانو کې کله کله په حج بندیز ولګیدو. په ۱۸۳۱م کې د طاعون او بیا ۱۸۳۷م نه تر ۱۸۵۷م پوری د وبا له کبله حج څو واری وځنډیدو. په ۱۸۴۶م کې مکه کې هیضه ( کولرا) د حاجیانو مخه ونیوله.
د ۱۸۶۵م نه تر ۱۸۸۳م په نړۍ کې د کولرا او د زیري وبا له کبله کعبه د طواف لپاره بنده وه. اوس د کورونا وبا هم هغه حالت بیا پیدا کری دی او ځینو مسلمانان په واویله دي چې دجال او قیامت نزدې دی. نور بیا وایی چې دا د کفارو سازش دی او نه غواړي چې خلک حج وکړي.
اسلام یو مکمل دین دی او د وبایی حالت کې د بدلون ځای لري.