ټیک


د تندي دغه ګاڼه د هندوانو د “ټیکه” لنډه بڼه ده. ټیک د سرو زرو او زیات وخت د ناوې لپاره جوړېږي چې یو مخملي پټۍ سره په ویښتو ټینګ شي. دغه پټۍ ته “مانګ” وایی.
په هندو یوګ د علم په حساب انساني بدن څو ځایونو کې “چکر” یاني ځواک یا قوت موجود وي. په دوی کې یو ځواک تندي کې هم وي چې ” آګیا چکره” (مخامخ –ورتګ یا راتلونکی) نومېږي.
د عبادت په وخت په تندي د چندڼ یا کورکمن نښه څرګندوي چې مونږ ښه راتلونکی غواړو. د ښه راتلونکی دعا په توګه ناوی په لومړی ځل د سیندور نه علاوه د سرو زرو ټیکه هم په تندي ځړوي.
د هند په مسلمانانو کې د توپیر لپاره د ټیکې سره یو بله ګاڼه جهومر هم جوړیده. د پښتنو کوچیانو ښځو ټیک به زیات د سپینو زرو جوړیدو او د ناوې د پسول دودیزه ګاڼه وه. شته منو خلکو بیا د سرو “ټیکه مانګ” جوړول.
ټیک پہ تندی پیزوان پہ شونډو
اوګۍ پہ غاړہ یارہ لا مزہ کوینہ
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *