په پیښور کې د مهابت خان جومات نه علاوه مغل منصب دارانو ۳ نور جوماتونه هم جوړ کړي دي. د کابل یو منصبدار دلاورخان روهیله په ۱۶۵۸ م کې بازارکلان کې یو جومات جوړ کړو چې اوس هم دلاور خان جومات په نوم شته. ګنج علي خان په ۱۷ پېړۍ کې پیښور کې پخپل نوم یو جومات جوړ کړو چې د شاه جهان او د اورنګ زيب يو منصبدار و. کله چې سیکانو په ۱۸۲۳م کې پیښور ونیولو نو د ښار ښکلې باغونه او بالاحصار يې ویجاړ کړل. یار محمد بارکزی د مهاراجه رنجیت سنګ سره روغه وکړه او د ښار حاکم شو. سیکانو د ښار وران شوي جوماتونه بیرته جوړکړل. په دې کې د مهابت خان، ګنج علي خان او دلاور خان جوماتونه شامل وو. په کیسه خانۍ کې د قاسم علي خان جومات هم په ۱۸۴۲م کې سیکانو بیرته جوړ کړو. د پیښور قدیمه اثارو د شعبې ډاکټرابراهیم شاه وایی چې قاسم علی خان د اورنګزیب په وخت یو ټیټ رتبه افسر(واقعه نویس) و. د ده مقبره جومات ته مخامخ اوس هم شته.
څرګنده نه ده چې د پیښور پوپلزو څه وخت د قاسم علي خان جومات پخپل کنټرول کې واخیستو. دوی دعوا کوي چې عبد الرحیم پوپلزی په ۱۸ پېرۍ کې د احمد شاه ابدالي له خوا د پیښور قاضي، ټاکل شوی و. د عبد الرحیم پوپلزي زوی محمد امین د ښار یو مخه ور دیني شخصیت و. په ۱۹ پېړۍ کې مفتي عبد الحکیم پوپلزی د قاسم علی خان جومات خطیب شو. د ده زوی عبد الرحیم (دویم) په ۱۸۹۰ م کې زيږېدلې و او په ځوانۍ کې يې عملي سیاست ته ورودانګل. ده یوه ډله ” نوجوان بهارت سبها” جوړه کړې وه چې د چپ لاس سیاسي مفکوره يې لرله. انګریزانو په دې ډلې بندیز ولګاو نو عبد الرحیم د هند د سوشلسټ ګوند له خوا د صوبه سرحد د څانګې مشر شو. ده “سرفروش” نومې یوه پاڼه هم خپروله. په ۱۹۳۹ م کې په وزیرستان د انګریز د بمبارۍ خلاف په بنو کې مظاهره کې ګډون وکړو. هلته ونیول شو او ۵ کاله د بند په سزا محکوم شو.
د وخت په اوږدو کې قاسم علي خان جومات په رژیدو شو. په ۱۹۴۰م کې د پیښور یو تجار حاجی غلام صمدانی د جومات د بیرته سمون لپاره پانګه ورکړه. عبد الرحیم په ۱۹۴۴ م کې مړ شو نو د ده ورور مولانا عبد القیوم او اوس وراره مفتي شهاب الدین د جومات خطیب دی.
د پښتونخوا خلکو به د هند له نورو مسلمانانو یوه ورځ وړاندې روژه او اختر نمانځل. د هند له وېش وروسته هم دغه دود په ځای و او په پیښور کې به د پنجاب او کراچي نه یوه ورځ وړاندې روژه او اختر کېدو. په ۱۹۷۴م کې حکومت د میاشت لیدو لپاره یوه کمېټه (رویت هلال ) په نوم جوړه کړه. د کمیټی غړي چې زیات يې سرکاري ملایان وي، په کراچي کې ترټولو لوړ ودانۍ کې د پرمخ تللی دوربین سره د میاشت لیدو هڅه کوي. د حکومت هدف دا و چې د پاکستان ټول خلک په یوه ورځ روژه او اختر وکړي. خو داسې ونشوه ځکه کراچي او پیښور تر منځ ۱۱۰۰ کلومیټر نه زیاته فاصله ده. پښتونخوا د سمندر نه څه د پاسه ۴۰۰ میټر لوړ دی. د دې “افق” لویدیځ کې په لوړه دی او د میاشت لیدو امکان پکې زیات وي. په پیښور کې قاسم علي خان جومات د تیرو ۳۰ کالو نه د روژې او اختر د میاشت لیدو او نه لیدو اعلان پخپله غاړه اخیستې دی. خو کله کله د پیښور اوسېدونکي هم پرې شکمن وي. په ۱۹۹۰م کې ما یو ځل په دغه موضوع یو ښاري سره مرکه کوله. راته يې وویل چې په قاسم علي خان جومات کې داسې خلک هم د میاشت د لیدو شهادت ورکوي چې د سترګو دید يې نه وي. په کراچي کې میاشت یوه ورځ وروسته ښکاري او سرکاري روژه او اختر هم د هغوی له اعلان وروسته کیده. کله به حکومت د جوماتونو ملایانو ته ګواښ کاو او دا یوه سیاسي ستونزه شوه چې د پیښور خلک افغانستان سره روژه او اختر کوي. مفتي شهاب الدین پوپلزي او نورو ته د “غدار” لقب ورکړې شو. خو ولس په مذهبي معامله کې د حکومت نه مني.
د پاکستان یو جنرل طارق سلیم ملک چې په ۱۹۹۵م کې د پیښور د ۱۰۲ بریګیډ مشر و، لیکي. ” زه لنډیکوتل ته یوې دندې لپاره تللې وم. بیرته راتلو وخت کې په لاره ماښام شو او د “شګۍ کلا” سره نزدې ما پخپلو سترګو د اخترمیاشت ولیده. کله چې پیښور ته ورسیدم نو په ټي وي مې خبر واوریدو چې په پاکستان کې هیچرته د اختر میاشت نه ده لیدل شوې. خو د صوبې حکومت بیا هم سبا اختر اعلان کړی دی. ما خپل مشر ته ټیلیفون وکړو، هغه کور کمانډر جنرل ممتاز ګل خبر کړو. بیا جنرل وحید کاکړ (د پوځ مشر) ته يې وویل. د پښتونخوا په نورو سیمو کې هم د پوځ پرسونیل میاشت لیدلې وه. هم هغه وخت فیصله وشوه چې پوځ به سبا د صوبایی حکومت سره یو ځای اختر نمانځي او په نورملک کې به روژه وي.
که د نفرت سیاست نه وي نو زمونږ ډېرې ستونزې به په اسانه حل شي.