پښتون کوټ


په ۲۰۱۹م آی فون دغه عکس کې یوه لوحه ښکاري چې ورباندې په دري کې ” پښتون کوت” او د ودانۍ د جوړیدو نېټه واضح ده.
په ۱۵ جون ۲۰۱۴ م په پیښور کې د “افغان بلډنګ” په اړه یو مضمون لپاره مې پخپلې کیمرې اخیستل شوی تصویر په ویبپاڼې خپور کړو. په کيسه خانۍ بازار کې د شهيدانو څلي سره جوخت دا ښکلې تعمير چې افغان بلډنګ نومېږي د ۱۹۳۰ لسيزې کې جوړ شوی و. د دې لوحی متن په پښتو کې داسې دی.
“د پښتون کوټ بنسټ د محمد نادر شاه پرمهال په ۱۳۱۲ کال کې د افغانستان د پېښور په قصه خواني کې کېښودل شو او په ۱۳۱۴ کال کې بیا د محمد ظاهر شاه د فرمان په اساس او په پېښور کې د افغان سوداګرو د استازي عبدالرسول په لارښوونې پښتون کوټ ونومول شو.”
په ۲۰۱۴م کې د افغانستان حکومت د زړې ودانۍ د نوي کولو اعلان وکړو. سبب يې دا و چې بلډنګ د رژیدو په حالت کې دی او ممکن ځاني تاوان واړوي. د پیښور ښار پخوانې کورونه په تېرو څو لسيزو کې وران او بيا د سره جوړ شوي دي. د اوسني ژوند اسانتیاو لپاره د بریښنا تارونه، اوبو او ګېسو نلونه، د دغو کورونو پخوانی ښایست وران کړی دی.
له دې کبله د افغان بلډنګ په تندی دا لوحه هم د بجلۍ په تارونو کې پټه وي.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *