یو وخت د پیښور په بازارونو کې خرڅیدونکې مالګینو خواړو کې به “ډمبرې” ارو مرو شاملې وې. “دهي بهلی- چهولی- کچالو پیړه- کلول او ایشیدلي جوار به په ګاډو یا خوانچو کې خرڅیدل او ښځو به ورته خاص فرمایش کاو چې ” ډمبرې” پرې واچوه.
د ډمبرو خوند به نه د مرچ په شان توند او نه د اچارو په شان تریو و. بس په خله کې به يې درته د لیمو شاټ درکړو. په هند کې “ترپهل”، په تبت کې “یرما” او په نېپال کې” تیمبر” نومېږي چې د پښتو “ډمبرې” ته ورته نوم دی. په چین کې دا “هوا جیاو” او شانجیاو په نومونو پیژندلې شي. په انګریزي کې “سي چوان مرچ” نومېږي. خو دا د تور یا سور مرچکو سره هیڅ تړاو نه لري او په لوړو غرونو کې د ځنګلي ونو د زړو په یو ځای کیدو نوی تخم جوړوي. د چین د سیچوان صوبې په غرونو کې دا د وحشي بوټي په توګه راشنه کېږي. هم هلته نه دا لویدیځ ته یوړل شو چې ” سیچوان مرچ” په نوم بازار کې خرڅېږي. د چین نه علاوه دا تبت-بهوټان نېپال، تهایلینډ، انډونیزیا او د پښتونخوا په غرونو کې هم شنه کېږي.
په سیچوان کې دا د تور یا سور مرچ سره یو ځای په ګرمو خواړو لکه ښوروا او منتو کې ورګډوي. د یورپ په بازار کې د پینځو مسالو (فایو سپایسس) په نوم ټکیدلی مساله کې ډمبرې هم ورګډې وي. د دې زړي په یو لوښي کې وچ وریت کړي چې پوټکی ترې بیل شي نو بیا هغه وټکوي. د میوې په منځ کې ځلیدونکي تور زړي د شګې په شان پاتې وي او نه مېده کېږي نو ځکه دا وغورځوي.
دا مساله په خواړو کې تر ټولو وروستو ورګډوي. په سیچوان کې دا د ” ګل بادیان” او ادرک سره یو ځای کاروي. هلته دا دودیزه کیکونو او بسکټ نه علاوه، یو خاص شات جوړولو لپاره پکې ورګډوي. ددې نه غوړ هم وباسي چې د ترسکون مېنچو(نوډلز) کې يې کاروي. د همالیه غرئیز ملکونه لکه تبت، نېپال او بهوټان کې مشهورمنتو “مومو” کې د غوښې او نورو توکو سره ډمبره ارو مرو کاروي. د پښتونخوا د صوابۍ په غرونو کې ددې وحشي بوټي پخپله راشنه شي خو تر اوسه د دې بازار نه دې جوړ شوی.
صفیه حلیم