د ۷۵۶م نه تر ۷۸۸ م په اسپانیی کې د اسلامي سلطنت بنسټ ایښونکی امیرعبد الرحمن الداخل و.
دی د روژې په ۵ نېټه ۱۱۳ هجري (۷۳۱م) دمشق نه بهر د “پلمایره” لرغونې ښار کې وزیږېدو. د ۵ کالو په عمر کې یتیم شو او د وروڼو او نیکه تر څارنې لاندې را لوی شو. د امیه خلافت په ضد له ۶۶۱ م نه بغاوتونه کیدل. په ۶۸۰ م کې د امام حسین په شهادت د دوی خلاف د ولس کرکه لا زیاته شوه. د دوی تربوران بنوعباس د امیه تخت نسکورولو لپاره هلې ځلې کولې. اخر په ۷۵۰ م کې پلازمینه دمشق د عباسیانو په لاس کې شوه. دوی د امیه کورنۍ ۸۰ مشرانو ته بخښنه اعلان کړه، یو قصرته يې د ډوډۍ لپاره وروبلل او د دوی په وژلو يې لاس پورې کړ. ۲۰ کلن عبد الرحمن له یوې کړکۍ نه وتښتیدو او د خپل ټبر څو غړو سره دمشق نه ووتلو. بیا خویندې او څلور کلن زوی سلیمان يې خپل یوناني غلام ” بدر بن مغېره” سره پریښودل او پخپله د ورور یحیا سره فرات لوري ته روان شو.
عباسیانو د ده په لټون خپل سپاره هرې خوا ته وراستولي او دوی ته امر و چې عبد الرحمن به سمدلاسه وژنئ. دواړه وروڼه یو وړوکي کلي کې پټ و چې سپاره هلته ورسېدل او دوی په سیند کې ورودانګل.
اوبه سرزورې وې او د سیند پرغاړه سپارو ورباندې غږ وکړو چې که دوی واپس شول نو ژوندي به پاتې شي. یحیا د هغوی لور ته لامبو ووهله نوعبد الرحمن چیغه کړه چې “یا وروره، ما ته راشه، ما ته راشه”. خو ترهغې یحیا هغو عسکرو ته لاس غځولې و. عبدالرحمن د ورور قتل پخپلو سترګو ولیدو خو اخر بلې غاړې ته ووتلو. وروسته بدربن مغېره ورسره یو ځای شو او دواړه فلسطین نه مصر ته ورسېدل. د عبد الرحمن مور د شمالي افریقه د بربر قبیلې نه وه او عبد الرحمن د مور خپلوانو ته د تلو هوډ وکړو.
د بنو امیه د خاتمې سره شمالي افریقه صوبې هم خپلواکه شوې نوځکه د عبد الرحمن ژوند هرځای په خطر کې و. د ټیونس حاکم حبیب الفهري د امیه کورنۍ غړو ته د پناه ژمنه کړې وه خو امیه لوستی او روڼ اندي خلک وو نو دی ویرېدو چې که دوی ورسره راټول شول نو واک به يې په خطر کې شي. هغه په ” قیروان” کې د امیه قام غړي ونیول او عبدالرحمان پسې يې خپل جاسوسان د بربرو “نفظا” قامي مشر ته واستول چې هغه پکې پناه اخستې وه. خو د مشرمیرمنې “تیکفا” عبدالرحمن د جامو یو پنډ لاندې پټ کړو. د سپایانو د تلو نه وروسته، عبد الرحمن او بدربن مغېره څه موده موریطانیه کې پاتې شول. بیا د مراکش “سبتة” ساحلي ښار ته ورسېدل چې د سمندر بلې غاړې ته يې د اسپانیی جنوبي صوبه اندلس وه.
اندلس په ۷۱۱م کې عرب جنرل طارق بن زیاد له خوا نیول شوی و. بیا د شمالي افریقه حاکم موسی بن نصیر له خوا دلته والیان ټاکل کیده. د دې په المنکب (المنکیره) ښار کې بربرقبایل اباد وو. تر ۷۴۰ م دلته عربانو شمیره زیاته شوه چې بربرو سره به يې شخړې کیدی. د
هغه ځای حاکم یوسف الفهري د یمن باچا ته پتمن و خو دده زوم او وزیر “السومېل کیلبي” د دمشق خلافت پلوي کوله. عبد الرحمن د هغه ځای حال معلومولو لپاره بدربن مغېره قرطبه ته واستاو. هغه د امیه پوځ درې فراري مشرانو، عبېدالله بن عثمان، عبد الله ابن خالد او یوسف ابن بخت سره ولیدل. دوی السومېل ته وړاندیز وکړو چې که عبد الرحمن سره په اندلس کې مرسته وشي نو مسلمانان به پرې راټول شي. خو السومېل ځان له باچاهي غوښته او د هغه ملاتړ نه انکاري شو. بیا دا څلور کسان د السومېل مخالف یمني کوماندان ته ورغلل چې د اندلس په ناامنۍ اندیښمن و. هغه د یوسف او السومیل له ناندریو دومره تنګ و چې د ۲۶ کلن عبد الرحمن ملاتړ ژمنه يې وکړه.
بدربیرته لاړو، عبدالرحمن يې د اندلس له حالاتو خبرکړو او څو ورځې وروسته، دوی یورپ ته د تلو لپاره یو وړې ډلې سره ساحل ته روان شول. د شپې په تیاره کې دوی کشتۍ په کرایه کړه او لا پکې ناست نه وو چې بربر د عبد الرحمن له اصل خبر شول. دوی په اسونو ورپسې وځغستل او په لاره يې ایسار کړو. عبد الرحمن په څو دینار ورکولو ځان خلاص او کشتۍ کې کیناستو. هلته ولاړو نورو کسانو ولیدل نو ورپسې کشتۍ کې يې ودانګل. د عبد الرحمن ملو تورې راوویستلې او له یو ماڼو نه يې لاس پرېکړو چې د ده کشتۍ يې نیولې وه. عبد الرحمن په ستمبر ۷۵۵ م کې “المنکب” ته ورسیدو او
امیریوسف خپلې ماڼۍ ته وروبللو. هغه ته يې پیشکش وکړو چې که د ده حاکمیت يې ومنلو نو د زمکې نه علاوه، خپله یوه لور به ورته ورکړي. نږدې وه چې عبد الرحمن دا وړاندیز منلې وای خو په یوه پېښه د هغه لاره بدله شوه.
د امیریوسف یو اندلسي پیغام وړونکي د عبدالرحمن کاتب، عبېدالله سره د املا په سر ناندرۍ ووهلې او هغه ته يې پیغور ورکړو چې په عربي نه پوهېدو. کاتب په هغه اندلسی په یو ګوزار ووژلو. سمدلاسه یمني او بربرجنګیالو چې یو بل ته خوټکیدل، تورو ته لاس کړو. عبد الرحمن او یوسف په میدان کې د دې شخړې د ختمولو فیصله وکړه. دعبد الرحمن ملاتړو سره څو تورې او اسونه وو. د جنګ بیرغ هم ورسره نه و او یو ځوان په نیزې خپل شین پټکې وتړلو چې وروسته په اندلس کې د مسلمانانو نشان شو. په ۱۶ مې ۷۵۶ م د قرطبه په وادی الکبیرکې یو سخت جنګ کې امیر یوسف د عبد الرحمن نه ماتې وخوړه. د دغې بري سره نورخلک هم عبدالرحمن سره یو ځای شول.
د ده پلازمینه قرطبه کې وه او شا و خوا لس کاله د عرب او بربرو ترمنځ په شخړو ختمولو سره د اسپانیی مسیحي باچا ” شارلمین” د حملو مقابله يې هم کوله. ده خپل ځان ته د خلیفه په ځای د امیرلقب غوره کړو او سبب يې دا و چې د اندلس په خاوره بیلا بیل قامونه میشت وو چې ځینې په بغداد کې عباسي خلیفه ته پتمن وو. په ۷۶۳ م کې د اندلس ځینو ډلو د بغداد عباسي خلیفه په لمسون، په قرطبه حمله وکړه. خو ترهغې عبد الرحمن شا و خوا ۴۰ زره پوځ جوړ کړی و او باغیان يې مات کړل. د قرطبه نه وروسته د عبد الرحمن پوځ اِشبیلیہ (سېویل) او مالقه(ملاګه) هم ونیول او د “آیبېریا” ټول خلیج د ده په کنټرول کې شو. هغه په اندلس کې د سړکونو، جوماتونو اومدرسو په جوړولو لاس پورې کړ.
عبد الرحمن د نرم ذړه او هوښار زهن خاوند و او د عباسیانو د ظلم نه يې ډېر خپلوان د افریقه په مختلفو سیمو کې خوندي وساتل. خپل زوی سلیمان اوخویندې يې د اندلس په نورو سیمو کې واکمن کړي وو ځکه په بهرنیانو يې باور نشو کولې. د ده په واک کې مسیحیانو او یهودو ته د خپل دین ازادی وه او پخپله خوښه يې ژوند کولې شو. د هغه د چلن له کبله ډېرخلک مسلمانان شول.
د اندلس په خاوره په لومړي ځل “ګنی” او زیتون وکرل شو. هم هغه راهیسې اسپانیه د زیتون تیل په تولید کې تر ټولو وړاندې شو. د اینځراو نارنج د ونو په کرلو د خلکو اقتصادي حالت ښه شو. د قرطبه مسلمانانو د دې کلیسا سره جوخت میدان کې لمونځ کاو. عبد الرحمن له پادریانو دغه زمکه په لوړه بیه واخیسته او په ۷۸۶م کې يې هلته د یو لوی جومات بنسټ کیښودو. ده پخپل ژوند کې خپل دویم زوی “هشام” خپل ځای ناستی وټاکلو چې د یوې وینځې زوی و. مشر زوی سلیمان په دې خفه و او د ده له مړینې وروسته د ورور خلاف يې بغاوت وکړو. د خپل ژوند په وروستیو کلونو کې عبدالرحمن پخپل محل کې څو سازشونو سره هم لاس و ګریوان و.
په ۳۰ ستمبر ۷۸۸م کې د ده مشر زوی سلیمان د طلیطله ( تولېدو) والي او د ده ځای ناستی دویم زوی هشام په مارده کې و. دریم زوی عبد الله په قرطبه کې د پلارد مړینې په وخت ورسره و او هم ده يې جنازه وکړه. دی د قرطبه جومات په یوه څنډه خښ کړې شو. په ۲۰۰۵ م کې د المنکب په ساحل دعبد الرحمن الداخل یوه مجسمه نصب شوه. ورسره په یادګاري دړه لیکلي دي، “عبد الرحمن ( اول) د امیه سلطنت یواځینی ژوندی غړی چې وروسته د قرطبه امارت بنسټ يې کیښودو.” د عبد الرحمن سخت دشمن دویم عباسی خلیفہ ابو جعفرمنصور هغه د “صقرِ قریش” د قریش باز په لقب یادو.
صفیه حلیم