د چین په بودایی متنونو کې د پښتونخوا یوه سیمه ” اوپکیان” په نوم یاده شوې ده.
په ۶ او ۷ میلادي پېړیو کې د چین بودایان هند او مرکزی ایشیا ته د زیارت او زدکړو لپاره ورتلل. په دوی کې، فاهیان او خوان زانګ (هیون تسانګ) په خپلو لیکلنو کې، د هغه وخت جغرافیای معلومات ورکوي. خوان زانګ د بامیانو او غزني نه بنو ته په لار یوه سیمه “اوپکیان” په نوم یادوي. دا د غزني جنوب ختیځ او د “فلانه” (بنو) شمال لویدیځ کې او د فلانه په صوبه کې شامله وه. د هغه نه وړاندې فاهیان هم دغه سیمه د ” لو-ایی” په نوم یادوي. چینایی ژبه د “ر” غږ نه لري نو ښایی دا د هندي مورخینو “روه” وي. په ۱۹ پېړۍ کې برطانوي لرغون پوهه جورج کننګهم د خوان زانګ جغرافیایی نومونه مطالعه کړل او باور لري چې اوپکیان یا اواکان د ” افغان” جینایی (جینېټک) بڼه ده. اوپکیان بیا وروسته د عربانو له خوا افغان شو. د دې لپاره هغه نورو متنونو کې هم د چینایی ژبې “کیان” ولوستلو چې د “غان” متبادل و. په اوسني چینایی ( مېنډرین) لهجه کې ” ک” او د “ګ” غږ نرم او کله کله په غوږ یو شان اوریدل کېږي.
که د خوان زانګ “اوپکیان” د افغان چینایی تلفظ و نو دا د افغان نوم ترټولو پخوانی لیکلي بڼه وه. د نورو څېړنو لپاره دا یوه په زړه پورې موضوع ده.