اختر شیرانی


په اردو ادب کې اختر شیراني د ” شاعر رومان” په لقب او د انګریزي روماني شاعرانو ” کیټس، شېلی او بایرن سره پرتله کېږي.
په راجستان کې د ټونک ریاست روهیله پښتنو نوابي وه او شیراني قام چاپېره په نورو کلیو کې هم میشت دی. د ناګور په ضلع کې څلورو کوڅو “صوفیا- غوثیه- نجمیان او نوري” یو محلت ” شیراني آباد” نومېږي. بارنل-حمیدپور او ډنګاري کې هم شیرانیان پاتې کېږي خو د ټونک پښتانه علمي او ادبي کارونو کې ډېر وړاندی وو. هلته حافظ محمود خان شیراني یو نامتو عالم و. د راجستان اردو اکاډمي هر کال د ده په نوم تکړه لیکوال ته یو انعام ورکوي.
په ۱۹۰۵م کې د حافظ محمود خان یو زوی پیدا شو چې داود خان شیراني يې ونومولو. ده لومړۍ زدکړې په ټونک کې وکړې او بیا په ۱۹۲۱م کې حافظ محمود د لاهور په اسلامیه کالج کې استاد شو نو خپل ټبر يې هلته وروبللو. داود خان د پلار تر څارنې لاندې عربی او فارسي ادبیات ولوستل. کله چې حافظ شیراني په “اورینټل کالج” کې درس ورکاو نو غوښتل يې چې داود خان هم د ده په شان لوړې زدکړې وکړي. خو زوی يې په شعر او مقالو لیکلو بوخت او ځان ته يې اختر شیراني تخلص غوره کړو. پلار يې بیرته ټونک ته لاړو او داود خان په لاهور کۍ پاتې شو.
د اختر شیراني استاد مولانا تاجور نجیب ابادي هغه وخت د لاهور نه یو ادبي مجله خپروله. هغه شیراني ته د مدیریت او د چاپ کارونه وسپارل. د ۱۹۲۳ نه تر ۱۹۳۹م اختر شیراني د لاهور د دریو ادبي مجلو، انتخاب بهارستان- خیالستان او رومان، مدیر و. ده په مجلو کې نوي لیکوالان خلکو ته ورپیژندل. د احمد ندیم قاسمي او قدرت الله شهاب لیکنی په لومړي ځل اختر شیراني له خوا په دغو مجلو کې خپاره شول. د قدرت الله شهاب لومړی افسانه ” چندراوتي” په رومان مجله کې خلکو ولوسته او شهرت يې تر لاسه کړو. اختر شیراني پخپله ټولنیز او تاریخي مقالې هم لیکلې چې د مولانا محمد علی جوهر” همدرد” او مولانا ظفر علی خان په “زمیندار” اخبارونو کې خپریدل.
شیراني په اردو کې د ځوانو جذبو شاعري کوله چې یو نوښت او په شعر کې د خپلو معشوقو نومونه سلما- ریحانه یا عذرا هم یادول. خو د هغوی د حسن نه زیات اختر شیراني به خپلې مستۍ او سرور ته خوشالیدو او له مادي نړۍ یوې بلې دنیا ته لاړو چې هلته هر څه ښکلی او رنګین وو. د هغه په عشق کې د بدن لذت په ځای د کېف یو حالت لیدل کېدو چې له عادي انسان ارمان وي.
محبت کے لئے آیا ہوں میں دنیا کی محفل میں
محبت خون بن کر لہلہاتی ہے مرے دل میں
محبت ابتداءمیری محبت انتہا میری
محبت سے عبارت ہے بقا میری فنا میری
محبت ہی مرے نزدیک معراج ِ عبادت ہے
محبت ہی مرے نزدیک سرتاجِ عبادت ہے
ده په ټولنه کې انصاف غوښتو او د منافقت نه يې بغاوت کاو. د ده مشهور نظم د اردو ادب شهکار ګڼلې شي.
اے عشق ہمیں لے چل
اک نور کی وادی میں
اک خواب کی دنیا میں اک طور کی وادی میں
حوروں کے خیالات ِ مسرور کی دنیا میں
تا خلد بریں لے چل!
اے عشق کہیں لے چل
ځینو سندرغاړو د ده شعر زمزمه کړو نو اختر شیراني یو ولسي شاعر شو. خلکو به ورته “شهزاده رومان” او شاعر حسن و جواني خطاب کاو. اختر شیراني د لوی زړه خاوند و او یو وخت د بازار وړکي هټۍ نه يې پان اخیستو. هټۍ وال ورته ډېر په مینه پان جوړولو نه وروسته، په ادبي ژبه ور وړاندې کړو. هغه وخت پان په ۲ پېسو کیدو خو شیراني د پان والا له ژبې دومره خوشاله شو چې۵۰ روپۍ يې ورله انعام کې ورکړل.
په خپلې مینې کې له ناکامه کیدو وروسته اختر شیراني شرابو ته پناه یوړه. بیا د ده ځلمی زوی جاوید محمود چې له مینې به يې ورته “زبور” ویل، مړ شو. دا غم يې لا تازه و چې نزدې ملګري مرزا شجاع خان خپل ځان ووژلو. ورپسې د ده زوم نذیرالدین شیراني په سیند کې لاهو شو نو اختر شیراني ځان په شرابو کې ډوب کړو. یو لیکوال شوکت تهانوي وایی چې هغه شیراني چرې هم په “عالم هوش” کې نه و لیدلی.
په خپلې شاعرۍ کې اختر شیراني لکه د یوناني اسطورې په شان خو په اصل ژوند کې خوار و. له وېش وروسته اختر شیراني پاکستان کې پاتې شو. بیا په ستمبر ۱۹۴۸م کې دی ناروغه او له “میو” روغتون د ده عکس په اخبار کې خپور شو. څو ورځې وروسته په ۹ ستمبر ده له غمژنې نړۍ سترګې پټې کړې.
د ده زوی پروفیسر مظهر محمود شیراني چې په ګورنمنټ کالج لاهور کې يې درس ورکاو، د خپل پلار ژوند لیک ” چرته يې ولټوم؟ خپور کړو. لور يې مینه نومېده چې هغې هم د پلار په اړه کتاب خپور کړو.
د اختر شیراني ۹ شعري مجموعې چاپ شوي چې اخترستان- نګارشات اختر- لاله طور- طیور اواره- نغمه حرم- صبح بهار او شهناز پکې مشهور دي. په نثر کې د افسانو او ژباړو نه علاوه په سوونو مضمونونه او کالمونه پاتې دي. د ده شعرونه اوس هم سندرغاړي زمزمه کوي او په ۲۰۰۴م کې د اختر شیراني لیکونه ” لاهور” نومې اوونیزه کې خپاره شول. په ۲۰۰۵م کې د پاکستان د پوسټ په ټکټونو د اختر شیراني یو تصویر چاپ شو.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *